د اسلامي همکاریو سازمان د افغان ښځو د زدهکړو او کار د حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار کولو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د هغوی د هڅو ملاتړ څرګند کړی دی. دغه سازمان ټینګار کړی چې د ښځو کرامت او د کورنۍ ثبات د پرمختګ او سولې نه بېلېدونکي بنسټونه دي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بشري، کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال عمومي منشي سفیر ډاکټر طارق علي بخیت د دغه سازمان د عمومي منشي په استازیتوب د نومبر په ۱۱مه په مصر کې د ښځو له ملي شورا او عرب کورنۍ سازمان په همکارۍ جوړې شوې غونډې ته د یوه ویډیويي پغام له لارې په افغانستان کې د ښځو د زدهکړو او کار د حقونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
دغه نړیواله غونډه د مصر د ښځو له ملي شورا او عربي ټولنې سره په همکارۍ د نومبر په ۱۰مه او ۱۱مه د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړې شوې وه او شعار یې «د لا باثباته کورنۍ لپاره د ښځو پیاوړتیا» و.
یاد شوي سازمان تر دې مخکې هم له طالبانو غوښتي وو، چې له افغان ښځو د زده کړو او کار په ګډون د دوی اخیستي حقونه بېرته ورکړي، خو طالب چارواکو د دغه سازمان او نورو لوریو دا غوښتنه نه ده منلې.
د کاناډا دولتي شبکې سي بي سي په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان جګړې له پیلېدو ۲۵ کاله وروسته هم کاناډا نه ده توانېدلې چې د دې جګړې په اړه روښانه ملي دریځ ولري او یا یې د پایلو په اړه پراخ ملي بحث وکړي.
د راپور له مخې، له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ کال پورې له ۴۰ زرو ډېر کاناډايي سرتېري افغانستان ته استول شوي وو. په دې موده کې ۱۵۸ کاناډايي سرتېري ووژل شول، نږدې دوه زره نور ټپیان شول او لسګونه زره نورو په پوځي ماموریتونو کې برخه واخیسته. خو راپور وایي، د کاناډا حکومت لا هم د افغانستان ماموریت په رسمي ډول «جګړه» نه بولي. د کاناډا د قوانینو له مخې، په افغانستان کې پوځي خدمت اوس هم د «ځانګړې دندې سیمې» په نوم یادېږي. د راپور له مخې، د کاناډا د دفاع وزیر ډیویډ مکګینټي او د پخوانیو سرتېرو چارو وزیرې جیل مکنایټ په دې وروستیو کې اعلان کړی چې یوه قانوني طرحه، چې د افغانستان او لومړۍ خلیجي جګړې خدمتونه د جګړې د خدمتونو په توګه پېژني، تر عامه سلا مشورو لاندې نیول کېږي. د افغانستان د جګړې یو پخوانی قوماندان ډګروال مارک ګاسپاروټو ویلي، چې د افغانستان ماموریت د هر معیار له مخې جګړه وه او اوسنی تعریف د هغو واقعیتونو استازیتوب نه شي کولی چې سرتېرو په میدان کې تجربه کړي دي. راپور د بروس مونکور په نوم د یوه کاناډايي سرتېري کیسه هم رااخلي، چې د «مېدوسا» عملیاتو پر مهال د امریکا د یوې جنګي الوتکې په تېروتونکي برید کې سخت ټپي شوی و او د دماغ جدي زیان یې لیدلی و. بل پخوانی سرتېری مټ سناډن وايي، د افغانستان جګړې اغېزې لا هم د هغو کسانو په ژوند کې موجودې دي چې په جګړه کې یې برخه اخیستې وه. د هغه په وینا، کاناډا یوازې د جګړې ټپیان نه دي پرې اېښي، بلکې د دې جګړې یادونه او حافظه یې هم تر ډېره د هماغو سرتېرو پر اوږو ور اچولې ده. راپور وایي، سږ کال د افغانستان جګړې له مهمو کلیزو سره برابر و؛ ۲۵ کاله مخکې کاناډايي ځواکونه د سپټمبر له یوولسمې بریدونو وروسته افغانستان ته داخل شول، د لویو جګړهییزو عملیاتو ۲۰ کاله پوره شول، د «مېدوسا» عملیاتو شلمه کلیزه وه او پنځه کاله وشول چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل. خو د راپور په وینا، د دغو کلیزو د نمانځلو یا یادولو لپاره په اوتاوا کې کومه پراخه ملي غونډه یا رسمي پروګرام ونه لیدل شو. د کاناډا د شاهي پوځي کالج استاد او تاریخپوه شان مالوني ویلي، د کاناډا اولس په عمومي ډول د جګړو په اړه خبرې کول نه خوښوي، خو د افغانستان جګړه ورته لا حساسه موضوع ده. هغه پوښتنه کړې: «ولې موږ د افغانستان د جګړې په اړه له خبرو ډډه کوو؟ له څه شي شرمېږو؟» د کاناډا د دفاع پخواني لوی درستیز وین ایر ویلي، ښايي د دې چوپتیا یو لامل دا وي چې جګړه په داسې پای ته ورسېده چې طالبان بېرته واک ته ورغلل. راپور وايي، د خپلو یو شمېر متحدانو برعکس، کاناډا هېڅکله د افغانستان د ماموریت په اړه ټولیزه ملي ارزونه نه ده کړې؛ داسې ارزونه چې په کې سیاسي پرېکړې، پوځي ستراتیژي، مالي لګښتونه او د جګړې پایلې وڅېړل شي. پخوانۍ کاناډایۍ ډیپلوماټې پام ایسفیلډ، چې په افغانستان کې یې د کاناډايي ځواکونو ترڅنګ دنده ترسره کړې، ویلي د افغانستان جګړه د کاناډا د معاصر تاریخ مهمه برخه ده، خو بیا هم ډېر خلک نه غواړي د هغې په اړه خبرې وکړي.
ایاز، فرهاد او عبدالحق هغه افغان ځوانان دي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله چالدران سیمه کې نادرکه شوي او کورنۍ یې هېڅ حال و احوال نه لري. له دې ډلې ایاز هغه ځوان دی چې د پولیسو د سختو شکنجو له کبله مړ شوی او کورنۍ یې د جسد د لېږد وس هم نه لري.