امرالله صالح: طالبان پاکستان جوړ کړي دي او هېڅکله ځان له ایاېسای څخه نهشي بېلولی

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې پاکستان د طالبانو بنسټ ایښودونکی دی او دا ډله هېڅکله نه شي کولی د دغه هېواد له پوځي استخباراتو یا ایایسای سره خپل تړاو پټ یا پاک کړي.
هغه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په تېرو کلونو کې د افغانستان په امنیتي سکتور کې د دندې پر مهال یې د ګواښونو ارزونه کړې او پاکستان تل د هېواد لپاره هم یو داخلي او هم یو بهرنی ګواښ پاتې شوی دی.
نوموړي زیاته کړې، لسګونه زره طالب جنګیالي او هغه کسان چې د مقناطیسي او سړک غاړې بمونو په اېښودلو او نورو جنایتونو کې ښکېل وو او د جمهوریت پر مهال نیول شوي وو، په بېلابېلو بڼو له پاکستان سره تړلي وو. د هغه په وینا، دغو کسانو په پاکستان کې پوځي روزنه، روغتیایي درملنه، ژمني پټنځایونه او د خپلو کورنیو لپاره خوندي اډې لرلې او داسې ښکاري چې پاکستان «ناسمو کسانو ته ډوډۍ ورکړې ده».
صالح څرګنده کړې چې د نوموړي د دغه پیغام موخه هم طالبان او هم پاکستان دی. هغه طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې د آیایسای له ملاتړه نه شي خلاصېدای ځکه هغوی جوړ کړي دي، او پاکستان ته یې مشوره ورکړې چې د پښېمانۍ او توبې یو ښکاره اعلان به ورسره مرسته وکړي څو د افغان ولس خواخوږي تر لاسه کړي.
د جمهوري نظام پخواني مرستیال دغه راز ټینګار کړی چې د طالبانو پر ضد د پاکستان اوسنۍ ستراتېژي خورا مبهمه ده او هیڅ روښانتیا نه لري. هغه ویلي، اسلام اباد هڅه کوي تحریک طالبان پاکستان (TTP) د کابل له واکمنانو سره د خپلو اړیکو تر ټولو لانجمن ټکی وښيي، په داسې حال کې چې دغه ډله شل کاله وړاندې هم موجوده وه او دا پوښتنه راپورته کوي چې ولې اسلام اباد هغه مهال د افغان او پاکستاني طالبانو ترمنځ توپیر ونه کړ.
