د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو په ملاتړ د «جنسیتي اپارتاید» ضد کمپاین پیل کړ

د بښنې نړیوال سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد نړیوالو «۱۶ ورځو» په مناسبت د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو نوی کمپاین پیل کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د افغان ښځو حقونه د نړیوالو بشري حقونو د اجنډا په لومړیتوبونو کې وساتي.
د دې کمپاین په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ۲۰۲۱ کال کې، افغان ښځې او نجونې په منظم ډول له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې دي. په اعلامیه کې ویل شوي چې نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو منع شوې، ښځې له ډېرو کاري برخو ایستل شوې او د هغوی پر تګ راتګ او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
یاد سارمان وايي، دا محدودیتونه یوازې لنډمهالي اقدامات نه دي، بلکې داسې منظمې تګلارې دي چې ښځې او نجونې د ټولنې له سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند څخه څنډې ته کوي.
د سازمان په وینا، افغان ښځینه فعالانو له کلونو راهیسې دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او نړیوالې ټولنې ته یې د دې موضوع د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې د نړۍ د وروستیو جګړو او بحرانونو له امله افغانستان تر ډېره د نړیوالو رسنیو او سیاسي بحثونو له سرټکو وتلی، خو د افغان ښځو وضعیت لا هم د جدي اندېښنې وړ دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د نومبر له ۲۵مې تر دسمبر لسمې پورې د کمپاین موخه دا ده چې د افغان ښځو او نجونو وضعیت د استرالیا د حکومت او نورو نړیوالو پرېکړه کوونکو پام ته واړول شي.
سازمان ټینګار کړی چې ډېری افغانې ښځې او نجونې نه شي کولای خپل غږ په ازاد ډول نړۍ ته ورسوي، ځکه د خپل ژوند او خپلو کورنیو د خوندیتوب په اړه اندېښنې لري.
د بښنې نړیوال سازمان له خپلو ملاتړو غوښتي چې د افغان ښځو د ملاتړ پرانستی لیک لاسلیک کړي، د هغوی پیغامونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي او د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره پر حکومتونو د اقدام غوښتنه وکړي.
د سازمان په وینا، موخه دا ده چې نړۍ ته دا پیغام ورسېږي چې د افغانستان ښځې او نجونې نه دي هېرې شوې او د هغوی د حقونو لپاره نړیوال ملاتړ باید دوام ومومي.
