دغې ادارې، په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه بنسټ ویلي چې هره کورنۍ د یو خوندي کور حق لري او هره مور او ماشوم باید له بشپړ خوندیتوب څخه برخمن وي.
د یاد شوي سازمان د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه له شپږو میلیونو (۶ میلیونو) څخه ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي او لا هم ګڼ شمېر نور د راستنېدو په حال کې دي. د ملګرو ملتونو د استوګنځایونو ادارې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه او اړوند بنسټونه باید په ګډه داسې شرایط برابر کړي چې هېواد ته ستنېدنه د راستنېدونکو لپاره د یو نوي او هیلهبښونکي ژوند پیل وي، نه دا چې هغوی له نویو ستونزو، بېسرپناهۍ او کړاوونو سره مخ شي.
ملي بیرغ؛ نه ختمېدونکی عاطفي تړاو
یو شمېر افغان فعالانو د ملګرو ملتونو په خپره شوې ویډیو کې د افغانې نجلۍ پر ټټر د ملي بیرغ موضوع بحث کړې او ویلي، چې له دغه بیرغ سره د افغانانو، حتا په بهرني هېواد کې د را لویو شویو ماشومانو مینه او تړاو طالبان په بندیزونو له منځه وړلی نه شي.
له پاکستانه دغې راستنې شوې نجلۍ په داسې مهال له ملي بیرغ څخه جوړ شوی کمېس په تن کړی، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دوی پر دغه بیرغ بندیز لګولی او پر ځای یې خپل سپین بیرغ واکمن کړی دی.
د افغان څارونکو په باور، هېواد ته ستنېدونکو کډوالو ته له بې کورۍ، فقر او نورو ستونزو وراخوا دا هم سخت حالت دی، چې په خپل هېواد کې له ملي بیرغ او نورو منع شویو ارزښتونو سره مینه ونه پاللی شي او په خپل هېواد کې د «پردیتوب» احساس ولري.
طالب چارواکو له ملي بیرغ سره د خپل مخالفت دلیل دا ګڼلی، چې ګواکې د تېر جمهوري نظام پر مهال هم دا بیرغ واکمن و او دوی له هغه نظام سره د دښمنۍ له مخې دا بیرغ نه شي زغملای.
د سندرې پر مهال سندرغاړي له هارمونیې لاسونه پورته کړل او چکچکې پیل شوې. د مجلس ځینو طالب ګډونوالو هم ورسره لاسونه وپړکول او نورو د سندرې له تال سره سرونه ښورول.
د محفل یوه ګډونوال د مجلس د نورو جزئیاتو په اړه وویل چې په زیرزمینۍ کې د سګرټو لوګي خپاره وو او د چرسو بوی هم ډېر و. د هغه په وینا، ځینې ګډونوال به د لنډ وخت لپاره له خونې بهر وتل او بېرته به راننوتل.
هغه وویل: «په ټوله زیرزمینۍ کې د سګرټو دود و، د چرسو بوی بېخي ډېر و، موسیقي هم روانه وه او یو نیم کس به د څه وخت لپاره دباندې هم وتلو. زه هم ووتم، بهر مې د چرسو له لوخړو لرې پاکه هوا تنفس کړه او بېرته ننوتم».
یو شمېر سندرغاړو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نور هنرونه یې زده نه دي او مجبور دي چې په پټه له همدې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.
په خوست کې یو فعال سندرغاړی وایي: «له چا سره چې مجلس ته ځو، پوښتنه ترې کوم چې د کورنۍ کوم غړی یا خپلوان یې په طالبانو کې شته او که نه؟ که وي، نو بیا ورته وایو چې د پټې اجازې اخیستلو څه غم دې وکړي».
له دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال د می میاشتې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او روداتو ولسوالیو کې هم له ۱۶۹ څخه زیات د موسیقۍ الات له سیمهییزو خلکو او هنرمندانو راټول شوي وو او اور ته واچول شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د موسیقۍ پر خپرولو او غږولو سخت او متواتر بندیزونه لګول شوي دي.
د طالبانو امربالمعروف وزارت د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۴مه په یوه رسنیز کنفرانس کې اعلان کړی و چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱ زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې کړې او له منځه وړې دي.
که د بدخشان، نیمروز، سرپل، لغمان، هلمند او زابل ولایتونو ټول متفرق راپورونه هم له دغو شمېرو سره یوځای شي، په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د موسیقۍ وسایل د طالبانو محتسبانو سوځولي دي.
د طالبانو د سختو قیوداتو، پر ودونو د څارنې او پر محفلونو د چاپو لګولو له امله د هېواد د هنر او موسیقۍ ټولنه له ګڼو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده. په تېرو پنځو کلونو کې له ۶۰۰ زیات محلي سندرغاړي، د ډول او موسیقۍ د نورو الاتو غږوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ غږولو پر سر توقیف شوي، تعزیري سزاوې ورکړل شوې او بنديان شوي دي.
سندرغاړي جرابې او پوکاڼۍ پلوري
د کابل په لومړۍ ناحیه کې کوچه خرابات، چې یو مهال د موسیقۍ او هنرمندانو د راټولېدو مشهور ځای و، اوس یې هنري رنګ پیکه شوی.
هغه هنرمندان چې ژوند او هنري فعالیتونه یې له دې کوڅې سره تړلي وو، اوس ډېری د خپل پخواني مسلک پرېښودو ته اړ شوي او په نورو کارونو بوخت دي. ځینې یې په هټیو کې خوراکي توکي او د ماشومانو د لوبو وسایل پلوري او ځینې نور په لاسي کراچیو کې توکي پلوري.
فرید احمد (مستعار نوم) چې یو تبله غږوونکی دی، دا کسب ورته له نیکونو په میراث پاتې و، خو اوس د کابل ښار منډوي بازار ته نږدې د لاسي توکو یوه کراچۍ لري چې جرابې، بنیانونه او نور ژمني توکي پکې پلوري.
دغه سندرغاړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې که څه هم ځینو پټو ناستو ته سندرغاړو وربللی و، خو ده نه غوښتل چې نور خطر په سر واخلي او د طالبانو له وهلو او ترټنې سره مخ شي.
نوموړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د موسیقۍ یو بنډار ته روان و چې د تالاشۍ په یوه پوسته کې طالبانو ودراوه او پر سپکو سپورو سربېره یې تبله هم په چاقوانو ترې وڅیرله.
نوموړی وايي،سختې بدې ردې ورته وویل شوې او پرېکړه یې وکړه چې نور ددغو سپکو سپورو توان نه لري.
هغه اوږد اسویلی و اویست او بیا یې وویل: «تقریبا له څلور و ډېرکالونه وشول چې بیا مې په تبلې ګوتې نه دي اېښې».
هنرمندان په جلا وطنۍ کې
د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د ارقامو له مخې، تر ۸۰ سلنې زیات مسلکي او سیمهییز سندرغاړي چې له ۱,۵۰۰ زیات هنرمندان او د هغوی د کورنیو غړي کېږي، له هېواد څخه وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ تنه استادان او محصلین په ډله ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. سلګونه نور محلي سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او پیژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخېسته.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او یونسکو سازمان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په جریان کې خپرو شویو راپورونو کې دا کړنې د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللی، خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي چې د موسیقۍ اورېدل او غږول د دوی د قانون له مخې «غیر شرعي» کار دی.
ډېر افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې میشت دي او ځینې یې بهر ته د تګ دوسیې لري.
په پېښور کې د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان وايي، چې اوسمهال په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي. دغه سندرغاړي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اخراج په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د عصمت معصوم په څېر یې ځینې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.
په دې څېړنه کې د تېرو پنځو کلونو د سپوږمکۍ انځورونو او د ډیټابېسونو د معلوماتو د پرتله کولو له لارې څلور ځایونه پېژندل شوي دي. په دغه ځایونو کې غلا شوي تېل د لومړنیو او ابتدايي تصفیوي تاسیساتو له لارې تر ځمکې لاندې کندو ته لېږدول کېدل او هلته زېرمه کېدل.
د راپور له مخې، د ۳۶زره لېټرو ظرفیت لرونکو ټانکرونو تېل له درېیو لارو د بغداد او نړۍوالو لویو لارو پر لور لېږدول کېدل او له رسمي امنیتي پوستو څخه یې تېرول.