• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سوداګر: د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ بندېدو ۲.۵ میلیارده ډالره زیان اړولی

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۵ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د پاکستان اوـ افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د پاکستان څانګې استازو او افغان سوداګرو د یوې غونډې پر مهال ویلي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو نږدې یو کلن بندښت له امله دواړو هېوادونو ته شاوخوا ۲.۵ میلیارده ډالر اقتصادي زیان اړولی دی.

په دې غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ اتشه مفتي محمد ګل سعید، د پاکستان ـ افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د پاکستان څانګې همغږي کوونکي ضیاءالحق سرحدي او د افغان سوداګرو استازي احمد ګل ځدراڼ ګډون کړی و.
ګډونوالو ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو نږدې یو کال او ۲۸ ورځې تېرې شوې دي، چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر بهیر یې پراخ منفي اغېز کړی دی.
د غونډې پر مهال دواړو لورو ټینګار کړی چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو ترمنځ باید اړیکې لا پراخې شي او د سوداګرۍ او ټرانزیټ پاتې ستونزې باید د خبرو اترو او عملي مشورو له لارې حل شي.
د طالبانو د سوداګرۍ اتشه مفتي محمد ګل سعید د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټي سوداګرۍ او دوه‌اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د ضیاءالحق سرحدي هڅې وستایلې.
د راپور له مخې، نوموړي د قدردانۍ په توګه سرحدي ته خپل تازه چاپ شوی کتاب هم ډالۍ کړی دی.
د غونډې په پای کې دواړو لورو هوکړه کړې چې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره به همکارۍ دوام ورکوي، تخنیکي او مسلکي اړیکې به پیاوړې کوي او د سوداګرۍ پر وړاندې موجودې ستونزې به د تدریجي خبرو اترو له لارې حلوي.

ډېر لیدل شوي

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې
۱

ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان په ګاونډ کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې

۲

یونیسف: له څلورو میلیونو ډېر افغان ماشومان د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا لري

۳

د مارګلا ناسته: «پاکستان نه غواړي افغانستان د هند غېږې ته ولوېږي»

۴
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د طالبانو پوهنې وزارت د لومړنیو زده‌کړو په تړاو د یونیسف او یونسکو ګډ راپور رد کړ

۵

د طالبانو له واکمنۍ تر جلاوطنۍ؛ په پاکستان کې افغان هنرمندان له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

د قزاقستان تحصیلي بورس ته بریالي شوي افغان محصلان له میاشتو راهیسې د ویزو په تمه دي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۸ GMT+۰
100%

یو شمېر افغان محصلان چې د قزاقستان د دولتي پوهنتونو بورسونو ته منل شوي وايي، د روان کال له وږي میاشتې راهیسې یې د ویزو بلنلیک نه ترلاسه کړی. د دوی په وینا، د استانه ای‌ټي پوهنتون تر اوسه د دې ځنډ د لامل په اړه روښانه وضاحت نه دی ورکړی.

د کابل، هرات او مزارشریف هغه محصلان چې د نوي تحصیلي کال لپاره د استانه ای‌ټي پوهنتون ته منل شوي وايي، له پرله‌پسې هڅو سره سره لا هم نه دي توانېدلي چې د زده‌کړو د پیل لپاره قزاقستان ته سفر وکړي.

په دغو محصلانو کې دوه نجونې او اته هلکان شامل دي، چې له افغانستان انټرنشنل سره یې د هویت پټ په شرط خبرې کړې دي.

د یادو محصلانو له ډلې یوه یې د غږېږو پیغامونو له لارې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه پوهنتون منل شوي شاوخوا ۱۰ افغان محصلان له ورته ستونزې سره مخ دي. د نوموړي په وینا، دغه محصلان په یوه واټساپ ګروپ کې له یو بل سره اړیکه لري او د وږي له میاشتې راهیسې یې تر ۲۰ ځلو ډېر په انفرادي او ډله‌ییز ډول د پوهنتون مسوولانو ته برېښنالیکونه لېږلي دي.

یاد محصل زیاته کړې، چې د پوهنتون مسوولانو د ویزې د بلنلیک په اړه تر اوسه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

هغه وايي، محصلانو څو ځله هڅه کړې چې معلومه کړي ستونزه د پوهنتون، د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت او که د دغه هېواد د کډوالۍ په ادارو کې ده، خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي ټینګار کړی، چې سږ کال له ۲۰ څخه کم افغان محصلانو د قزاقستان تحصیلي بورسونو ته بریالي شوي دي او ډېرو یې د استانه ای‌ټي پوهنتون د زده‌کړو لپاره غوره کړی دی.

افغانستان انټرنشنل تر اوسه نه دی توانېدلی چې د یاد محصل له‌خوا وړاندې شوې شمېرې په خپلواکه توګه تایید کړي.

د پوهنتون سلاکار: د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د افغانانو د ویزو بلنلیکونه نه تاییدوي

افغانستان انټرنشنل داسې یو سند ترلاسه کړی، چې ښيي د استانه ای‌ټي پوهنتون یوه سلاکار ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش، فلیپین، نایجریا او د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو د وګړو د ویزو بلنلیکونه نه تاییدوي.

هغه څرګنده کړې، چې د ویزې د بلنلیک غوښتنلیک معمولاً د کډوالۍ پولیسو او د کورنیو چارو وزارت ته سپارل کېږي.

خو لا هم روښانه نه ده چې د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د دغو محصلانو د غوښتنلیکونو په اړه څه پرېکړه کړې او ایا یاد محدودیت د یوه رسمي حکم له مخې عملي کېږي، که د غوښتنلیکونو له جلا- جلا ارزونې سره تړاو لري.

له افغان محصلان سره د توپیري چلند په اړه اندېښنه

یوه محصل په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې د هغه په باور، د استانه ای‌ټي پوهنتون سږ کال له افغان غوښتونکو سره توپیري چلند کړی دی.

نوموړی وايي، په قزاقستان کې له یو شمېر هغو افغان محصلانو سره تر خبرو وروسته چې اوس په دغه هېواد کې زده‌کړې کوي، ورته څرګنده شوې چې د پوهنتون مسوولانو قزاقستان ته له ننوتلو وروسته د اروپايي هېوادونو پر لور د افغان محصلانو د احتمالي تګ موضوع د هغوی د منلو په برخه کې د اندېښنې یو لامل بللی دی.

افغان محصلان وايي، یوازې د خپل تابعیت له امله له زده‌کړو د دوام له حق څخه محرومېږي.

د ویزې د بلنلیکونو په اړه د قزاقستان رسمي مقررات څه وايي؟

د قزاقستان د حکومت پر رسمي وېب‌پاڼه د خپرو شویو معلوماتو ارزونه ښيي، چې د تحصیلي ویزې د بلنلیک غوښتنلیک باید د دغه هېواد د پوهنتون یا د زده‌کړو د مسوولې ادارې له‌خوا وړاندې شي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت د غوښتنلیکونو د څېړلو او هېواد ته د ننوتلو د بلنلیکونو د تایید مسوولیت لري.

د رسمي معلوماتو له مخې، د بلنلیک د غوښتنلیک د څېړلو معمول موده پنځه کاري ورځې ده، خو که د امنیتي ادارو له‌خوا نورو څېړنو ته اړتیا وي، دغه موده تر ۳۰ ورځو پورې غځېدای شي.

په دغو مقرراتو کې راغلي، چې د څېړنې پایله باید یا د بلنلیک د تایید او یا هم د غوښتنلیک د رد په بڼه، له دلایلو سره یوځای وړاندې شي. په دغه سند کې د ټولو افغان محصلانو لپاره د بلنلیکونو د صادرولو د سراسري بندیز یادونه نه ده شوې.

د یونسکو د اسنادو ارزونه ښيي، چې قزاقستان د زده‌کړو په برخه کې د تبعیض د مخنیوي نړیوال کنوانسیون تصویب کړی دی.

د دغه کنوانسیون د لومړۍ مادې له مخې، په زده‌کړو کې تبعیض هغه محدودیت یا محرومیت ته ویل کېږي چې د نژاد، جنسیت، ژبې، مذهب او ملي یا ټولنیز اصل په څېر عواملو پر بنسټ رامنځته شي او د زده‌کړو د فرصتونو پر برابرۍ اغېز وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو تعلیمي محدودیتونو د افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو فرصتونه په پراخه کچه محدود کړي دي.

په استانه ای‌ټي پوهنتون یوه منل شوې افغانې محصلې په خپل غږیز پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې تعلیمي محدودیتونو د نجونو لپاره د بهرنیو بورسونو ارزښت لا زیات کړی دی.

هغې ویلي، په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو محرومې دي او هلکان هم د زده‌کړو د کیفیت له ستونزو سره مخ دي.

دغې افغان محصلې زیاته کړې، چې له دغو شرایطو سره سره، قزاقستان ته د منل شویو محصلانو د سفر د بهیر درېدلو د هغوی د تحصیلي راتلونکي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

نوموړې ټینګار کړی، چې محصلان د خپلو منل شویو غوښتنلیکونو د وضعیت د روښانه کېدو او د خپلو زده کړو د دوام د امکاناتو د برابریدو غوښتونکي دي.

ایراني رسنۍ: په مشهد کې پر پخواني افغان قومندان بریدګر د طالبانو د استخباراتو کارکوونکی و

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰
100%

ایراني رسنۍ «ایراف» د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان د پخواني حکومت پر یوه قوماندان احمدخان غوري، برید کوونکی د طالبانو د استخباراتو د ادارې کارکوونکی و. د راپور له مخې، دغه بریدګر ته په کابل کې د طالبانو استخباراتو د غوري د وژلو امر کړی و.

دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۱مه، په یوه راپور کې د «باوري سرچینو» په حواله لیکلي چې برید کوونکي د دغه برید امر نېغ په نېغه له طالب چارواکو اخیستی و.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې برید کې د طالبانو د لاس لرلو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

احمدخان غوري، چې د افغانستان په لوېدیځ کې د جهادي قوماندانانو له پېژندل شویو څېرو او د محمد اسماعیل خان له نږدې کسانو څخه و، د لړم په ۱۰مه په مشهد کې د خپل کور دننه د چاودنې له امله ټپي شو.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو، چې د دغه قوماندان د یوه مېلمه د موبایل پاروبینک چاودلی و و.

دغه مېلمه، چې د بریدګر په توګه یاد شوی و، له برید یوه ورځ وروسته په روغتون کې د ژورو ټپونو له امله مړ شو.

د طالبانو چارواکو هم تر اوسه د دې پېښې په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

د احمدخان غوري نږدې کسانو تر دې وړاندې ویلي وو چې دغه چاودنه قصدي وه او موخه یې د نوموړي وژل وو.

دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې د طالبانو یو مخالف قوماندان تر برید لاندې راځي. تر دې وړاندې معروف غلامي او جنرال اکرام‌الدین سریع، چې د پخواني حکومت دوه قوماندانان او د طالبانو مخالفان وو، په مشهد او تهران کې وژل شوي دي.

ایراني رسنۍ «ایراف» لیکلي چې دا پېښې په ایران کې د طالبانو د استخباراتي فعالیتونو خطرناک اړخونه او د دغه هېواد پر ملي امنیت د هغو اغېزې څرګندوي.

دغې رسنۍ زیاته کړې چې پر غوري د برید څېړنه ښایي په ایران کې د افغانستان د پخوانیو چارواکو پر وړاندې د ورته څو نورو پېښو په ریښو موندلو کې هم مرسته وکړي.

په ایران کې د افغانستان د پخوانیو قوماندانانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. سرچینو تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې دغو قوماندانانو ته د امنیتي ګواښونو تر رسېدو وروسته، دوی خپل تګ راتګ محدود کړی او د امنیت د ټینګښت لپاره یې نور تدابیر هم نیولي دي.

طالبانو تر دې وړاندې ګواښ کړی و چې خپل مخالفان به له افغانستانه بهر هم په نښه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمدنبي عمري ویلي وو چې دغه ډله د اړتیا په صورت کې کولای شي د ۵۰۰ پاکستانیو روپیو په بدل کې خپل مخالفان د افغانستان له پولو بهر ووژني.

د سراج‌الدین حقاني پخواني ویاند، سعید خوستي، هم درې کاله وړاندې له هېواده بهر د طالبانو مخالفان په مرګ ګواښلي وو. نوموړي خبرداری ورکړی و چې طالبان په افغانستانه بهر د خپلو مخالفانو د په نښه کولو لپاره سلګونه رضاکاران لري.

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۰
•
زیار خان یاد
100%

د کابل د کارته نو سیمې په طلايي ښارګوټي کې د طالبانو د پولیسو د یوه قوماندان په کور کې د شپې تر درې نیمو بجو د موسیقۍ محفل روان و. د رباب او تبلې غږونه له هارمونیې سره یوځای کېدل او سندرغاړي د ګډونوالو په غوښتنه سندرې ویلې.

دا محفل د قوماندان د زوی د زیږېدو په مناسبت جوړ شوی و. د کور په یوه برخه کې موسیقي‌ غږوونکي ناست وو او د طالبانو یو شمېر غړي یې شاوخوا راټول وو. د کور دباندې طالب ساتونکو پهره کوله.

د محفل یوه ګډونوال، چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم خپور شي، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې په دغه بنډار کې د طالبانو د پولیسو او استخباراتو غړو هم ګډون درلود.

د نوموړي په وینا، د موسیقۍ له پیل مخکې دوو طالبانو له خپلو جېبونو ګولۍ راوایستلې او په چایو کې یې واچولې. هغه وویل: «ما ته د ټابلیټ کا په څېر ښکاره شوې».

کله چې د موسیقۍ ډلې خپل وسایل برابر کړل، سندرغاړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کوربه لپاره د نورو ورته ښادیو دعا وکړه او د ملنګ جان د یوې سندرې د ویلو اجازه یې وغوښته.

هغه وویل: «ټول ستړي مه شئ، الله دې د قوماندان صیب کره نورې ښادۍ هم راولي، زه به په پیل کې د ملنګ جان یوه سندره ووایم، که د ټولو خوښه وي».

سندرغاړي دا سندره پیل کړه:

«خاوره یې د سرو ده، هر یو کاڼی یې مرجان دی
زه چې پرې مین یم، دا هغه افغانستان دی»

د ملنګ جان په اصلي شعر کې د افغانستان پر ځای د پښتونستان نوم راغلی، خو د سندرې په ځینو هغو بڼو کې چې افغان سندرغاړي یې اجرا کوي، د افغانستان نوم کارول کېږي.

د سندرې پر مهال سندرغاړي له هارمونیې لاسونه پورته کړل او چکچکې پیل شوې. د مجلس ځینو طالب ګډونوالو هم ورسره لاسونه وپړکول او نورو د سندرې له تال سره سرونه ښورول.

د محفل یوه ګډونوال د مجلس د نورو جزئیاتو په اړه وویل چې په زیرزمینۍ کې د سګرټو لوګي خپاره وو او د چرسو بوی هم ډېر و. د هغه په وینا، ځینې ګډونوال به د لنډ وخت لپاره له خونې بهر وتل او بېرته به راننوتل.

هغه وویل: «په ټوله زیرزمینۍ کې د سګرټو دود و، د چرسو بوی بېخي ډېر و، موسیقي هم روانه وه او یو نیم کس به د څه وخت لپاره دباندې هم وتلو. زه هم ووتم، بهر مې د چرسو له لوخړو لرې پاکه هوا تنفس کړه او بېرته ننوتم».

د ګډونوال په وینا، محفل د شپې په درې نیمو بجو له ستونزې پرته پای ته ورسېد. د موسیقۍ ډلې خپل وسایل راټول کړل او د یوه طالب په موټر کې خپلو ځایونو ته ولېږدول شول.

«راشه چې اوس دې سم کافر کړمه»

خو د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه کلي کې د واده په مراسمو کې د موسیقۍ د محفل انجام بل ډول و. د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو د موسیقۍ محفل په زور ودراوه او یو شمېر ګډونوال یې ووهل.

دا پېښه د روان کال د تلې میاشتې پر ۱۷مه، د پنجشنبې په ماښام، د بهسودو ولسوالۍ په خوشکنبد کلي کې شوې ده. سندرغاړي اغا ګل، د هغه ورور او تبله‌غږوونکي ریدي ګل او رباب‌غږوونکي جاوېد د یوه ځايي اوسېدونکي د واده په مراسمو کې په پټه موسیقي غږوله. د کلي یو شمېر ځوانان او د واده زلمی هم په دې محفل کې ناست وو. د تبلي او رباب له چټک غږ سره به کله ناکله یو ځوان د خونې منځ ته ورټوپ کړل او وبه نڅېده.

د واده یو ګډونوال افغانستان انټرنشنل -پښتو ته وویل: «ساز ګرمه کې روان و، اغاګل دا سندره ویله چې که بې له تا مې زړه خوږېږي نو کافر دې شمه. په همدې شېبه کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبان او ورسره ساتونکي حجرې ته راننوتل.

یاد ګډونوال زیاتوي: «دروازه یې په لغته ووهله، طالبان راننوتل او په وهلو ډبولو یې شروع وکړه. سندرغاړی یې له ویښتو کش کړو او ورته ویې وویل، راشه چې اوس دې سم کافر کړمه».

د سرچینې په وینا، طالبانو د واده د زلمي د کورنۍ د غړو په ګډون یو شمېر ګډونوال وډبول او بیا یې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د طالبانو امنیه قوماندانۍ نظارت خانې ته یووړل.

100%
دا د هغو وسیلو انځور دی چې د موسیقۍ له دې ډلې څخه نیول شوې وې.

دوی د همدې ورځې پر سبا د تلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د جمعې په ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته د قومي مخورو په تضمین خوشې شول. له دغو سندرغاړو او موسیقۍ غږوونکو څخه طالبانو لیکلي تضمینونه واخیستل چې نور به موسیقي نه کوي او وسایل یې ترې ضبط کړل.

له دغو سندرغاړو څخه نیول شوې وسیلې څو اونۍ وروسته په ننګرهار کې طالبانو وسوځولې.

100%
په دغو سوځول شویو وسیلو کې د سندرغاړي اغا ګل هارمونیه او د هغه د ورور تبله هم وې.

د همدې تلې میاشتې په ۲۰مه نېټه د شپې مهال د کابل ولایت د نهمې حوزې اړوند په پکتیا کوټ سیمه کې سندرغاړي عصمت معصوم او ملګرو یې نږدې ۲۰۰ کسانو ته موسیقي کوله. د شپې شاوخوا یوه بجه وه چې د طالبانو د امربالمعروف د حوزې کشر مولوي محمد عباس عباسي د نورو محتسبانو په ملتیا د موسیقۍ دغه بنډار ته له وسلو سره ورننوت.

100%

د موسیقۍ د ډلې یو غړي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: «یو ځل ګډوډوي شوه،‌ هلکانو وویل چې طالبان راننوتل او په دې کې یو کس ما ته لغتې ونیولې. ورپسې یې له ګرېوانه ونیولم او په مخ یې څپېړې راکړې. زما له سترګو اوښکې روانې وې او بل کس ته یې غږ کړل چې دې خنځیر ته ولچک واچاوه».

نوموړي د هغو وسایلو دا انځور هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړ چې طالبانو ترې ضبط کړي دي.

100%

د هغه په وینا، طالبانو یوه شپه په نهمه حوزه کې وساته او سهار یې خبرداری ورکړ چې موسیقي په اسلام کې حرامه ده او که بیا ځل ونیول شو، نو دوه کاله به زنداني شي.

هغه زیاته کړه: «دا اول ځل و چې موږ ونیول شوو، موږ په پټه ډېر مجلسونه کړي دي. خپله طالبانو هم دعوت کولو، موږ پسې رینجر موټرو کې راغلي دي‌ او پروګرامونو ته یې وړي یو».

د معصوم په وینا، اوس هم په پټه د موسیقۍ ډلې فعالې دي او هغه سندرغاړي چې د طالبانو په خوښویو کې موسیقي غږوي، امنیت یې نیول کېږي‌ او هېڅ ډول ستونزې ورته نه پېښېږي، خو برعکس بیا د عامو وګړو په ودونو کې چې له طالبانو سره اړیکې نه لري، په پټه موسیقۍ پکې له خطره خالي‌ نه وي.

عصمت معصوم د هغو سندرغاړو له ډلې یو تن و، چې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خیبر پښتونخوا ته لاړ او هلته یې په ډاډه زړه د موسیقۍ پروګرامونه کول، خو د افغان کډوالو خلاف د پاکستاني پولیسو عملیاتو د دوی ژوند هم هلته تریخ کړ او د ۲۰۲۵ کال په پای کې له پېښور نه بېرته افغانستان ته لاړ.

معصوم د طالبانو له بندیزونو سره سره، په پټه د موسیقۍ په بنډارونو او پروګرامونو کې برخه اخېسته، خو د کابل د نهمې امنیتي حوزې د مسوولانو تر ګواښونو وروسته، د موسیقۍ محفلونو ته نه ځي.

د طالبانو چاپې او پټې اچازې

نعمت سرحدي په جلال اباد ښار کې د محلي موسیقۍ ډله لري. هغه له چمبې سره په سندرو ویلو مشهور دی او پر ننګرهار سربېره یې په کابل کې هم د موسیقۍ پټ پټ بنډارونه کړي دي. ملګري یې وایي، چې څو ځله طالبانو نیولی دی او ضمانتونه یې ترې اخیستي چې موسیقي به نه کوي، خو د ګټې وټې بل هنر ورسره نشته.

100%
څو میاشتې وړاندې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د شپنۍ موسیقۍ انځور

یو شمېر سندرغاړو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نور هنرونه یې زده نه دي او مجبور دي چې په پټه له همدې لارې خپلو اولادونو ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړي.

په خوست کې یو فعال سندرغاړی وایي: «له چا سره چې مجلس ته ځو، پوښتنه ترې کوم چې د کورنۍ کوم غړی یا خپلوان یې په طالبانو کې شته او که نه؟ که وي، نو بیا ورته وایو چې د پټې اجازې اخیستلو څه غم دې وکړي».

د سندرغاړو‌ په وینا، ځینې کورنۍ د خوښیو پر مهال د طالبانو د ځايي حوزو له مسوولینو سره پېژندګلوي کوي او د هغوی په ډاډ د موسیقۍ مجلسونه برابروي چې دا ډول اقدام دوی په محلفونو کې یو څه ډاډه کوي.

د طالبانو امر بالمعروف د کابل او ولایتونو د ودونو په تالارونو کې هم د موسیقۍ پر پروګرامونو بندیز لګولی دی.

ددغو بندیزونو په پایله کې د کابل د ودونو په تالارونو کې د خوښۍ د نمانځلو دود هم بدل شوی او ډېرځله داسې پېښ شوي، چې په واده کې د طالبانو ترانې، مشاعرې، زمزمې یا هم مذهبي تبلیغ کیږي.

خو په ځینو تالارونو کې، چې مسوولان یې د طالبانو له امنیتي حوزو سره نږدې اړیکې لري، د پیسو په بدل کې په ټیټ غږ، یا هم د ښځو په تالار پورې محدودې موسیقۍ ته اجازه ورکول کیږي. طالبان ددې په بدل کې د «خوښۍ شیریني» په نامه له ۱۵ نه تر ۲۵ زرو پورې افغانۍ اخلي.

د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې دغې ډلې د موسیقۍ د وسیلو نیولو او سوځولو لړۍ هم روانه ساتلې ده.

هره اونۍ د طالبانو اړوندې ادارې په ولایتونو کې د موسیقۍ د سلګونو الو د نیولو خبر ور کوي.

تازه د نومبر پر ۲۵مه په خوست کې د‌ طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز اعلان وکړ، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راپه دې خوا نیول شوې ۶۵۰ بېلابېلې الې د محتسبینو په شتون کې وسوځول شوې.

100%

له دې وړاندې د ۲۰۲۶ کال د می میاشتې په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو او روداتو ولسوالیو کې هم له ۱۶۹ څخه زیات د موسیقۍ الات له سیمه‌ییزو خلکو او هنرمندانو راټول شوي وو او اور ته واچول شول.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د موسیقۍ پر خپرولو او غږولو سخت او متواتر بندیزونه لګول شوي دي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت د ۲۰۲۴ کال د اګسټ پر ۱۴مه په یوه رسنیز کنفرانس کې اعلان کړی و چې یوازې په همدې کال کې یې د کابل، هرات، پروان، پنجشېر او ننګرهار په ګډون له بېلابېلو ولایتونو څخه ۲۱ زره او ۳۲۸ د موسیقۍ الې راټولې کړې او له منځه وړې دي.

که د بدخشان، نیمروز، سرپل، لغمان، هلمند او زابل ولایتونو ټول متفرق راپورونه هم له دغو شمېرو سره یوځای شي، په تېرو پنځو کلونو کې په ټول هېواد کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو پورې د موسیقۍ وسایل د طالبانو محتسبانو سوځولي دي.

د طالبانو د سختو قیوداتو، پر ودونو د څارنې او پر محفلونو د چاپو لګولو له امله د هېواد د هنر او موسیقۍ ټولنه له ګڼو ګواښونو او ستونزو سره مخ ده. په تېرو پنځو کلونو کې له ۶۰۰ زیات محلي سندرغاړي، د ډول او موسیقۍ د نورو الاتو غږوونکي په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ غږولو پر سر توقیف شوي، تعزیري سزاوې ورکړل شوې او بنديان شوي دي.

سندرغاړي جرابې او پوکاڼۍ پلوري

د کابل په لومړۍ ناحیه کې کوچه خرابات، چې یو مهال د موسیقۍ او هنرمندانو د راټولېدو مشهور ځای و، اوس یې هنري رنګ پیکه شوی.

هغه هنرمندان چې ژوند او هنري فعالیتونه یې له دې کوڅې سره تړلي وو، اوس ډېری د خپل پخواني مسلک پرېښودو ته اړ شوي او په نورو کارونو بوخت دي. ځینې یې په هټیو کې خوراکي توکي او د ماشومانو د لوبو وسایل پلوري او ځینې نور په لاسي کراچیو کې توکي پلوري.

فرید احمد (مستعار نوم) چې یو تبله غږوونکی دی، دا کسب ورته له نیکونو په میراث پاتې و،‌ خو اوس د کابل ښار منډوي بازار ته نږدې د لاسي توکو یوه کراچۍ لري چې جرابې، بنیانونه او نور ژمني توکي پکې پلوري.

هغه د اوړي په موسم کې د کابل کوڅو کې ګازي پوکاڼۍ پلورلې، خو د ژوند چاره یې پرې نه کېده.

100%

دغه سندرغاړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې که څه هم ځینو پټو ناستو ته سندرغاړو وربللی و، خو ده نه غوښتل چې نور خطر په سر واخلي او د طالبانو له وهلو او ترټنې سره مخ شي.

نوموړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې په کابل کې د موسیقۍ یو بنډار ته روان و چې د تالاشۍ په یوه پوسته کې طالبانو ودراوه او پر سپکو سپورو سربېره یې تبله هم په چاقوانو ترې وڅیرله.

نوموړی وايي،سختې بدې ردې ورته وویل شوې او پرېکړه یې وکړه چې نور ددغو سپکو سپورو توان نه لري.

هغه اوږد اسویلی و اویست او بیا یې وویل: «تقریبا له څلور و ډېرکالونه وشول چې بیا مې په تبلې ګوتې نه دي اېښې».

هنرمندان په جلا وطنۍ کې

د افغانستان د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ او د هنرمندانو ټولنې د ارقامو له مخې، تر ۸۰ سلنې زیات مسلکي او سیمه‌ییز سندرغاړي چې له ۱,۵۰۰ زیات هنرمندان او د هغوی د کورنیو غړي کېږي، له هېواد څخه وتلو او جلاوطنۍ ته اړ شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په میاشت کې د ملي موسیقۍ انسټیټیوټ ټول ۳۵۰ تنه استادان او محصلین په ډله ییزه توګه پرتګال ته ولېږدول شول او هلته یې خپل انسټیټیوټ بېرته فعال کړ. سلګونه نور محلي سندرغاړي د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ پېښور، کوټې او مشهد ته کډوال شول او پیژندل شویو موسیقارانو په اروپا، امریکا او کاناډا کې پناه واخېسته.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا او یونسکو سازمان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو په جریان کې خپرو شویو راپورونو کې دا کړنې د افغانستان کلتوري میراث ته سخت زیان بللی، خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لا هم ټینګار کوي چې د موسیقۍ اورېدل او غږول د دوی د قانون له مخې «غیر شرعي» کار دی.

ډېر افغان سندرغاړي په پېښور، کوټه او د پاکستان په نورو ښارونو کې میشت دي او ځینې یې بهر ته د تګ دوسیې لري.

په پېښور کې د «هنري ټولنې» مشر راشد احمد خان وايي، چې اوسمهال په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو، سندرغاړو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې رسېږي. دغه سندرغاړي له پاکستان نه د افغان کډوالو د اخراج په بهیر کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د عصمت معصوم په څېر یې ځینې بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

100%

د احمدخان په وینا، ددوی ټولنه د افغان هنرمندانو د حقونو د دفاع او افغانستان ته د هغوی د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او د محکمې پرېکړې د دې زمینه برابره کړې، چې دغه هنرمندان په جبري توګه افغانستان ته ونه اېستل شي.

د پېښور عالي محکمې د ۲۰۲۶کال د اکتوبر پر پنځمه د پاکستان اړوندو چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د افغان هنرمندانو د ویزو اړوند غوښتنلیکونه وڅېړي. د «هنري ټولنې» د خبرپاڼې له مخې، محکمې امر کړی چې دغه بهیر باید د قانون له اصولو سره سم په ۶۰ ورځو کې بشپړ شي.

په پېښور کې میشت یوه افغان سندرغاړي سعیدالله وفا افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په پېښور کې د ۱۰۹ افغان هنرمندانو کورنیو محکمې ته عریضې کړې دي،څو افغانستان ته د دوی د جبري ستنولو مخه ونیسي.

د هغه ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي، ازاد تګ‌راتګ نه‌شي کولی او له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند تېروي.

هغه په پېښور او کوټه کې د افغان هنرمندانو د شمېر په اړه وویل، « دامهال شاوخوا د ۵۰۰ افغان هنرمندانو کورنۍ په پېښور او کوټه کې مېشتې دي چې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. محکمې ته مو رسمي لیک هم ورکړی، چې له مخې یې پولیس نه شي کولی موږ ونیسي یا وځوروي. له دې پرېکړې وروسته د پولیسو چلند تر یوه بریده نرم شوی دی».

وفا ټینګار کوي، چې افغانستان ته بېرته نه‌شي ستنېدای، ځکه هلته نه یوازې د دوی پر هنر او کار بندیزونه لګېدلي، بلکې د ماشومانو د زده‌کړو مخه یې هم نیول شوې ده. نوموړي استدلال وکړ، چې «طالبانو په افغانستان کې ګڼ هنرمندان نیولي، زنداني کړي او توبې یې پرې اېستلې دي».

د فرانسې خبري اژانس: د زیتونو کر پر افغان بزګرانو د وچکالۍ اغېزې را کموي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۶ GMT+۰
100%

د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د زیتونو کر د اقلیمي بدلون، وچکالۍ او د اوبو د کمښت له امله له ستونزو سره مخ بزګرانو ته نوی فرصت برابر کړی دی.

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د سیدان عرب کلي اوسېدونکي عبدالله اورځلا ویلي، چې، ۱۵ کاله مخکې یې د خپلې کورنۍ پر ځمکه د زیتونو باغ جوړ کړ، ځکه غوښتل یې داسې کرنیز محصول وکري چې لږو اوبو ته اړتیا ولري.
هغه ویلي: «موږ باید د اوبو سرچینو او له اقلیمي بدلون سره د ځان د عیارولو په اړه فکر وکړو. د زیتونو ونه د نړۍ له هغو ونو ده چې وچکالۍ ته ډېر مقاومت لري.»
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فاو) هم ویلي چې د زیتونو ونې د خاورې د ساتنې، د تخریب د مخنیوي او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د خلکو د مقاومت په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ګڼ شمېر کروندګر د اوبو د کمښت او پر اوبو د سیالیو له امله د خپلو دودیزو فصلونو د حاصلاتو له کمېدو سره مخ دي.
د زیتونو د تولید څارونکی صدیق الله افغان وايي، د غنمو، وریجو او پیازو په پرتله د زیتونو ونې لږو اوبو ته اړتیا لري.
د هغه په وینا: «خلک د راتلونکې لپاره زیتونو ته هیله‌من دي، ځکه دا ونې د اوبو له کمښت سره ښه مقابله کولی شي.»
راپور وايي، که څه هم زیتون د افغانستان د دودیز خوراک مهمه برخه نه ده او د هېواد تولیدات یې د اروپايي هېوادونو په پرتله ډېر لږ دي، خو د کلیوالو لپاره په یوه مهم نغدي محصول اوښتی دی.
د سیدان عرب کلي شاوخوا ۵۰۰ اوسېدونکي هر کال د نومبر په میاشت کې زیتون راټولوي او په یوه ازمایښتي کارخونه کې یې تېل باسي.
د راپور له مخې، د زیتونو تېل په کابل کې د عضوي محصولاتو په پلورنځیو کې تر هر کیلوګرام ۱۷ ډالرو پورې پلورل کېږي.
عبدالله اورځلا په ننګرهار کې په بل کلي کې هم زرګونه نورې د زیتونو ونې کرلې دي او د دواړو سیمو لپاره یې ۱۶ دایمي کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.
نوموړی چې د ماشومتوب یوه برخه یې له هېواده بهر تېره کړې او وروسته یې په متحده ایالاتو کې زده‌کړې کړې، په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان ته ستون شوی و. هغه اوس غواړي د زیتونو د پروسس دایمي فابریکه جوړه کړي او خپل محصولات د افغانستان له بازارونو بهر هم صادر کړي.
راپور وايي، د جلال‌آباد او د پاکستان د پولې ترمنځ پر لویه لار د زیتونو پراخ باغونه لیدل کېږي. دغه باغونه د ۱۹۶۰ لسیزې پر مهال جوړ شوي وو او په ۱۹۸۵ کال کې د شوروي اتحاد په مرسته د زیتونو د تېلو یوه فابریکه هم پرانیستل شوې وه.
خو د افغانستان پرله‌پسې جګړو د زیتونو نږدې نیمايي کرنیزې سیمې له منځه یوړې.
د راپور له مخې، په وروستیو کلونو کې دغه صنعت بېرته د ودې په حال کې دی. اېټالیا په ۲۰۱۹ کال کې د زیتونو د پروسس فابریکې ته نوي تجهیزات ورکړل او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم د دې فابریکې فعالیت پراخ شوی دی.
د دولتي فابریکې مشر اختر محمد هاشمي وايي، تېر کال یې ۱۳۵ زره لیټره د زیتونو تېل تولید کړي وو او سږ کال تمه لري چې تولیدات د ۱۴۳ زرو او ۱۶۵ زرو لیټرو ترمنځ ورسېږي.
هغه ویلي چې ټول تولیدات اوس مهال په افغانستان کې پلورل کېږي، خو هیله لري چې په راتلونکې کې نړیوالو بازارونو ته هم لار ومومي.
خو راپور یادونه کوي چې د افغانستان بانکي محدودیتونه او نړیوال انزوا لا هم د صادراتو پر وړاندې ستر خنډونه دي.
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې یې د زیتونو ۳۸۱ هکټاره نوي باغونه جوړ کړي دي، ځکه دا ونې د کلیوالو کورنیو لپاره د دوامدار عاید سرچینه بلل کېږي.
د ننګرهار یوه ۲۰ کلن کارګر ثاني خان وايي، کله چې زیتون لومړی ځل سیمې ته راوړل شول، ډېرو خلکو ورته د شک په سترګه کتل، خو اوس یې نظر بدل شوی دی.
د هغه په وینا، خلک اوس زیتونو ته د کوکنارو د بدیل او د اوبو د کمښت پر وړاندې د یوه باوري محصول په سترګه ګوري.

فریده: له ۳ میاشتو راهیسې مې غاښ درد کوي، ښځینه ډاکټره نشته، نارینه ته مې طالبان نه پرېږدي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۱۲ GMT+۰
100%

ګارډین ورځپاڼې له نارینه ډاکټرانو څخه د ښځینه ناروغانو د منع کولو په اړه د طالبانو بندیز رپوټ کړی او ویلي، چې د فریدې په نوم د هرات یوه اوسېدونکې له ۳ میاشتو راهیسې د غاښ درد زغمي، خو د ښځینه ډاکټرې د نشتوالي له امله نارینه ډاکټر ته نه شي تلای.

د راپور له مخې، که څه هم طالبان په دې اړه کوم رسمي فرمان نه دی خپور کړی، خو ښځو او ډاکټرانو ګارډین ته ویلي چې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لوري دا محدودیتونه عملي کېږي او نارینه ډاکټرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د ښځو درملنه ونه کړي.
د هرات اوسېدونکې ۳۷ کلنه فریده ویلي، چې د غاښونو د شدید درد له امله یوې کلینیک ته ورغله او ډاکټرانو ورته د څو خرابو غاښونو د ایستلو او نوي درملنې سپارښتنه وکړه.
هغې ویلي، چې د درملنې لګښت یې مخکې له مخکې ورکړی و، خو کله چې د درملنې وروستي پړاو ته ورسېده، کلینیک ورته وویل چې نور یې درملنه نه شي کېدای.
فریده ګارډین ته ویلي چې د کلینیک کارکوونکو ورته ویلي: «د امر بالمعروف وزارت امر کړی چې نارینه د غاښونو ډاکټران نورې ښځینه ناروغانې نه شي درملنه کولی.»
د راپور له مخې، له هغې پېښې درې میاشتې تېرې شوې، خو د فریدې درملنه لا هم نیمګړې پاتې ده.
یو جراح چې ګارډین د امنیتي دلایلو له امله د «سمیع» په مستعار نوم یاد کړی، ویلي چې په شمالي افغانستان کې ورته ویل شوي ښځینه ناروغانې نه شي معاینه کولی، حتی که د ناروغ وضعیت بیړنی هم وي.
هغه ویلي: «اجازه نه لرو ښځینه ناروغانې مستقیمې معاینه کړو، ځکه موږ یې محرم نه یو. دا مهمه نه ده چې ناروغي څومره ساده یا خطرناکه وي.»
راپور وايي، په ځینو مواردو کې ښځې له داسې شرایطو سره مخ کېږي چې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی یې لا ستونزمن کوي.
د کونړ اوسېدونکې رحیمې ویلي، چې د هغې یوه مشره خپلوانه اړ شوې چې د غاښونو د درملنې لپاره کندهار ته سفر وکړي، ځکه د کورنۍ نارینه‌وو نه غوښتل چې په خپل ولایت کې نارینه ډاکټر ته ورشي.
راپور لیکي چې دغه محدودیتونه په داسې وخت کې پراخېږي چې طالبانو له ۲۰۲۴ کال راهیسې ښځې له طبي زده‌کړو هم منع کړې دي.
د راپور له مخې، یو شمېر روغتیايي کارکوونکو تایید کړې چې پر روغتونونو فشار شته څو ښځینه کارکوونکې ونه ګماري، په داسې حال کې چې پاتې ښځینه ډاکټرانې هم د محرم د شتون شرط سره مخ دي.
راپور د بلې ناروغې کیسه هم رااخلي چې وایي، له خپل پلار سره یو روغتیايي مرکز ته تللې وه، خو هلته ورته ویل شوي وو چې باید د بلې ښځینه ناروغې او د هغې د محرم تر راتګ پورې انتظار وباسي، ځکه نارینه ډاکټر اجازه نه لرله چې یوازې هغې ته طبي معاینه ترسره کړي.
ملګري ملتونه مخکې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي او د سازمان یو شمېر کارپوهانو د طالبانو پر تګلارو د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح کارولې ده.
راپور ټینګار کوي چې د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ترڅنګ، روغتیايي خدمتونو ته د ښځو د لاسرسي کمېدل د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره یوه بله جدي ننګونه ګرځېدلې ده.