• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پولیسو د بلوچستان په کیچ او خاران کې ۱۱۰ افغانان نیولي دي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان چارواکو ویلي چې د دغه ایالت په کیچ او خاران ولسوالیو کې یې د غیرقانوني تګ راتګ په تور ۱۱۰ افغانان نیولي دي. ځايي چارواکو ویلي، په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان اېف سي ځواکونو ویلي، په کیچ ولسوالۍ کې یې عملیاتو پرمهال ۸۲ افغانان نیولي دي. همدارنګه د بلوچستان امنیتي مسوولانو ویلي چې د دغه ایالت د خاران ولسوالۍ د «چیف څلور لارې» په سیمه کې یې د پلټنې پر مهال ۲۸ نور افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، نیولي دي.

د بلوچستان پولیسو ویلي، نیول شوي کسان به د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.
ځايي خبریال راشد حسین افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، د بلوچستان له لارې د انساني قاچاق ستونزه نوې نه ده او دغه ایالت له کلونو راهیسې د قاچاقبرانو یو مهم مسیر بلل کېږي.
نوموړي زیاته کړې:« انساني قاچاقبران نه یوازې افغانان، بلکې د پاکستان له بېلابېلو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب، څخه هم ځوانان د اروپا د ښه راتلونکي، کار او هوسا ژوند په نوم تېرباسي او د بلوچستان د غرنیو او سرحدي لارو له لارې یې ایران، ترکیې او اروپايي هېوادونو ته د لېږد هڅه کوي».
راشد حسین وايي، د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ د دښت سیمه، د تمپ ولسوالۍ مند، د ګوادر ولسوالۍ د جیواني کنټاني ساحلي سیمه او د واشک ولسوالۍ هغه مهم مسیرونه دي چې قاچاقبران ترې استفاده کوي.
بلخوا، د کلاعبدالله اوسېدونکي محمد اکرم افغانستان انټرنیشنل پښتو ته ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ له اړیکو خرابېدو وروسته، پاکستان ته د افغانانو تګ راتګ ستونزمن شوی دی. د نوموړي په خبره د کابل او اسلام اباد ترمنځ خرابو اړیکو د انساني قاچاق بازار ګرم کړی دی.
محمد اکرم وايي:« اوس قاچاقبران یوازې د سپین بولدک او چمن ترمنځ د یوه افغان د اوښتو لپاره له ۷۰ زرو تر یو لک پاکستانۍ روپۍ اخلي.د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه راغلي کسان د چمن، نوشکي، چاغي، کلا عبدالله او د کوټې د پنځپايي سیمې له لارې پاکستان ته داخلیږي او د قاچاق شبکې له هغوی د سفر په بدل کې سلګونه زره کلدارې ترلاسه کوي».د سیمې د سرچینو په وینا، د سرحدي محدودیتونو، اقتصادي ستونزو او د کډوالۍ د سختېدو له امله لا هم ګڼ افغانان د قاچاقبرانو لاسونو ته ورځي او د ناقانونه لارو د انتخاب خطر مني.


ډېر لیدل شوي

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي
۱

په کندهار کې د درملو پر سر شخړه؛ طالبانو د پېښې د ویډیو خپروونکي ګواښلي

۲
ځانګړی راپور

یوه حرامه، بله حلاله؛ له موسیقۍ سره د طالبانو د چلند دوه بڼې

۳

له ترکیې د راګرځېدلي طالب پلاوي په راپور کې د ۸ مړه شویو افغانانو یادونه نه‌ده شوې

۴

د درملو پر سر جنجال؛ طالبانو په کندهار کې ۲۲ کسان نیولي او د نورو د نیولو ګواښ هم شته

۵

د عراق پارلمان افغانستان ته د تېلو د قاچاق موضوع څېړي

•
•
•

نور خبرونه

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۲۶ GMT+۰
100%

په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.

سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانه‌نیستل شي.

هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.

د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.

خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.

نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نه‌ده.

سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.

هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.

سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.

نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینه‌وو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینه‌وو سره ودونه کړي دي.

هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟

امرالله صالح: نیول شوي طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د بښنې غوښتنه کوله

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۰۴ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نیول شویو طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال پر خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بښنې غوښتنه به یې کوله او د خوشې کېدو لپاره به یې زارۍ کولې، خو د دوی دا شېبې یې د انساني کرامت د درناوي له‌مخې نه ثبتولې.

امرالله صالح د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او یو شمېر مشرانو سره د نیول کېدو پر مهال تفصیلي خبرې کړې دي.

د صالح په وینا، د طالبانو نیول شویو غړو به د څارنوال او قاضي پر وړاندې د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د اوسني انځور خلاف، له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله او د بښنې غوښتنه به یې کوله.

نوموړی زیاتوي، نیول شویو طالبانو به ویل، چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي او د خپلو هېوادوالو پر وژلو به یې پښېماني څرګندوله.

هغه ادعا کوي، چې د ګرویږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نه‌اخیست او باور یې درلود، چې د حوصلې، دقت او جزییاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي.

صالح د ملا شهاب‌الدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه هم کړې چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر مهال نیول شوی و. د ده په وینا، نوموړی د حامد کرزي په غوښتنه ارګ ته ولېږدول شو، له ولسمشر سره یې خبرې وکړې او وروسته یې دوسیه وتړل شوه او له یو څه پیسو او امکاناتو سره خپل کور ته ولېږل شو.

د صالح په وینا، د ملا شهاب‌الدین خلاف، هغه ځوانان چې د طالبانو له لیکو یا رهبرۍ څخه نیول کېدل، د خبرو کولو روحیه یې نه لرله او د خوشې کېدو لپاره یې زارۍ کولې.

نوموړي ویلي، د انساني کرامت د درناوي له مخې یې د نیول شویو طالبانو د زاریو او پښېمانۍ شېبې نه ثبتولې.

صالح همداراز ادعا کړې، چې د طالبانو د اوسني امنیتي سکتور ځینې مرستیالان په تېرو وختونو کې د دوی استخباراتي همکاران وو او ګڼې شبکې یې ورته افشا کړې وې.

هغه وايي، اوس د طالبانو د مبالغه‌امیزو څرګندونو په اورېدو کله ناکله زړه یې غواړي چې د هغوی د اعترافونو د ثبت شویو پروتوکولونو یوه کاپي خپره کړي، خو لا هم د دغو اسنادو د ساتلو او کارولو اړتیا ویني.

امرالله صالح دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون د «زندان تر سیوري لاندې» تر سرلیک لاندې یوه خپرونه خپروي چې د جمهوري نظام پر مهال د طالبانو د نیول شویو جنګیالیو د زندان د وخت کیسې او تجربې وړاندې کېږي او هغوی د بند پر مهال د خپلو شرایطو او چلند په اړه خبرې کوي.

د افغانستان انټرنشنل د یوه راپور له مخې، د طالبانو په دې خپرونه کې د دې ډلې پخواني غړي د جمهوري نظام پر مهال د خپل بند د تجربو په اړه خبرې کوي، خو د راپور په وینا، هغوی د خپلو نیول کېدو اړوند تورونو ته اشاره نه‌کوي.

لینا: «زه په دې نه‌پوهېدم چې نجونې هم ښوونځي ته تللی شي»

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۱۶ GMT+۰
•
اسما مهجور
100%

د ۲۰۰۱ کال په نومبر کې په کابل کې د طالبانو د حکومت د نسکورېدو پرمهال لینا ۸ کلنه وه. مور یې د طالبانو له راتګ مخکې ښوونکې وه او په کور کې یې د لیک او لوست لومړني درسونه ورکړي وو، خو لینا لا نه پوهېده چې د ښوونځي دروازې به یوه ورځ د هغې پر مخ هم پرانیستل شي.

د طالبانو له سقوط وروسته، چې ښوونځي بېرته پرانیستل شول، لینا په دویم ټولګي کې شامله شوه. هغه وايي، د ښوونځي چاپېریال ورته یوه نوې نړۍ وه او په دې اړه یې له دې وړاندې یوازې له نورو خلکو اورېدلي وو.

د زده‌کړو همدې فرصت د هغې د راتلونکي تصور بدل کړ. لینا وروسته خبریالي د خپلې خوښې مسلک وټاکه او اوس له افغانستان نه بهر رسنیز فعالیتونه کوي.

خو د هغې په کورنۍ کې ټولو نجونو ورته فرصت ونه موند. د لینا مشرانې خویندې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال د ښوونځي له زده‌کړو پاتې شوې وې. د هغې په وینا، کله چې د نجونو لپاره د زده‌کړو دروازې بېرته پرانیستل شوې، د عمر او ټولنیزو شرایطو له امله یې مشرو خویندو خپلې نیمګړې زده‌کړې بېرته پیل نه کړای شوې.

هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زه ډېره بختوره وم چې په مناسب عمر کې راباندې د زده‌کړو رڼا ولګېده، خو له مشرانو خویندو سره مې بخت یاري ونه کړه. هغوی تر اوسه خپلې زده‌کړې نه دي بشپړې کړې».

له پنځه کلنې چوپتیا وروسته د ښځو بېرته راڅرګندېدل

د طالبانو د لومړي حکومت په پنځه کلنه دوره کې هم د اوس په څېر ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي او ټولنیزو فعالیتونو او د عامه ژوند له ګڼو برخو منع شوې وې. د نجونو پر زده‌کړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونو او په عامه فضا کې د هغوی د حضور مخنیوي د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کړی و.

ځینې کورنۍ د همدې محدودیتونو له امله له افغانستان نه وتلو ته اړې شوې او هغه ښځې چې په هېواد کې پاتې شوې، د خپلو فعالیتونو لپاره یې له سختو محدودیتونو سره ژوند کاوه.

د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له سقوط سره ښځو ته ګڼ فرصتونه په لاس ورغلل.

د همدې بدلون یوه مهمه صحنه د کابل په بیړنۍ لویه جرګه کې لیدل کېده.

په دې جرګه کې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۵۵۱ استازو ګډون کړی و، چې شاوخوا ۲۰۰ یې ښځې وې. د ښځو دغه حضور په داسې وخت کې و چې یوازې څو میاشتې وړاندې هغوی د طالبانو د حکومت پر مهال له سیاسي او ټولنیز ژوند څخه په پراخه کچه څنډې ته شوې وې.

د افغانستان د یوه سویل ختیز ولایت یوې ښځینه استازې، چې د امنیتي اندېښنو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې پنځه کاله په کور کې تېر کړي وو او د خپل راتلونکي په اړه یې هیڅ روښانه تصور نه درلود.

هغې تر دې وړاندې د ښوونکې او سرښوونکې په توګه کار کړی و، خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې په پټه د قران‌کریم د زده‌کړو په نوم ټولګي جوړ کړي وو. د هغې په وینا، له ۳۰ ډېرو نجونو ته یې د لیک او لوست زده‌کړې ورکړې وې.

کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ او ښوونځي بېرته پرانیستل شول، د هغې لپاره تر ټولو خوشحالوونکې شېبه دا وه چې همغه نجونې ښوونځیو ته ولاړې.

هغه په خپله سیمه کې کور په کور ګرځېده او له کورنیو یې غوښتل چې خپلې لوڼې او خویندې ښوونځیو ته ولېږي. خلکو د هغې هڅو ته ارزښت ورکړ او د همدغو فعالیتونو له امله یې د بیړنۍ لویې جرګې لپاره د خپلې استازې په توګه وټاکله.

هغه وايي، د جرګې په تالار کې د ښځو او نارینه‌وو ګډ حضور ورته د افغانستان د راتلونکي په اړه د هیلو نوی انځور و: « کله مې چې له اوږدې مودې وروسته نارینه او ښځې په یوه ډګر کې له جنسیتي توپیر پرته یو ځای ولیدل، د افغانستان راتلونکي ته مې هیلې پیدا شوې».

«د چادري سیاست نور پای ته رسېدلی»

100%

ایا یوه ښځه کولای شي چې د خپلې خوښې جامې واغوندي او له وېرې پرته خپل کار ته ولاړه شي؟

حلیمې احمدي د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال دې پوښتنې ته ځواب نه درلود، خو د ۲۰۰۱ کال له بدلون وروسته هغې داسې ورځې هم ولیدې چې له چادري پرته یې لرې پرتو سیمو او کلیو ته سفرونه کول.

د طالبانو له سقوط وروسته د یوه کاري سفر پر مهال احمدي د لومړي ځل لپاره د کابل ولایت یوې لرې پرتې سیمې ته له چادري پرته ولاړه. هغې د کابل د ښځو دودیزې جامې اغوستې وې او ټیکری یې هم پر سر و، خو د سیمې د خلکو لپاره د هغې دا بڼه دومره نااشنا وه چې فکر یې کاوه له کوم بل هېواد څخه مېلمنه راغلې ده.

د هغې په وینا، دا ورځ یې هېڅکله له یاده نه وځي، ځکه ددې په وینا، «هم جالبه تجربه وه او هم د ژوند یوه خوږه خاطره».

هغې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال هم په تخار ولایت کې د «اکټیډ» موسسې د ښځو اړوند په یوه پروژه کې دنده درلوده، خو له وضعیت نه خوښه نه وه، ځکه ددې په وینا، دغه فرصت ټولو افغان ښځو ته برابر نه و.

کله چې د نوي دولت په چوکاټ کې د ښځو وزارت جوړ شو، له احمدي وغوښتل شول، چې له تخار نه کابل ته لاړه شي او هغه هم له کورنۍ سره یوځای کابل ته لاړه.

نوموړې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په لاره کې مې خاوند څو ځلې رانه وغوښتل چې د امنیتي دلایلو له مخې چادري پر سر کړم خو ما به په ډاډ ورته ویل چې ارامه اوسه هیڅ مشکل نشته، د چادري سیاست نور پای ته رسېدلی».

هغې څو کاله وروسته د ښځو چارو د رییسې په توګه کار پیل کړ، خو د پنځه کلن محرومیت اغیزې یې تر پایه احساسولې.

د پخوانیو هیلو بېرته محدودېدل

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو بیا واکمنېدو د افغان ښځو د ژوند هغه بهیر په بنسټیز ډول بدل کړ چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له سقوط وروسته پیل شوی و.

هغه ښوونځي چې د لینا په څېر د نجونو لپاره یې د لومړي ځل لپاره د زده‌کړو دروازې پرانیستې وې، یو ځل بیا د ډېرو نجونو پر مخ وتړل شول. د پوهنتونونو، دولتي ادارو، رسنیو او عامه فعالیتونو په برخو کې د ښځو ونډه په پراخه کچه محدوده شوه.

د ښځو چارو وزارت هم منحل شو او ودانۍ یې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ته وسپارل شوه. په دې توګه، هغه دولتي بنسټ چې شاوخوا شل کاله یې د ښځو د حقونو او ټولنیز حضور د ملاتړ مسوولیت درلود، له منځه ولاړ.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د رپوټ له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر ۲،۶ میلیون ډېرې افغان نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم په یوه رپوټ کې ویلي چې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ نږدې ۸۰ سلنه افغانې ښځې نه زده‌کړې کولی شي، نه کار لري او نه په مسلکي برخو کې ونډه لري.

حلیمه احمدي د طالبانو د بیا واکمنېدو په اړه وايي، چې «د تېرو کلونو لاسته راوړنې باید په داسې توګه له منځه نه وای تللې».

هغه د طالبانو بیا واکمنېدل د افغان ښځو د لاسته راوړنو لپاره یو لوی شاتګ بولي. نوموړې په دې باور ده چې افغان ښځو او نارینه‌وو باید د طالبانو د بیا واکمنېدو د مخنیوي لپاره تر وروستۍ شېبې مبارزه کړې وای، څو د هغې په اند، د بهرنیو هېوادونو د سیاستونو په پایله کې دغه ډله یو ځل بیا پر افغانستان واکمنه شوې نه وای.

له دې سره سره، هغه هیله منه ده، چې د ۲۰۰۱ کال په څېر به د طالبانو اوسنۍ دوره هم پای ومومي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

یادونه: په دغه رپوټ کې د ځینو ښځو نومونه د هغوی امنیتي اندېښنو ته په پام په مستعار ډول راوړل شوي دي.

ایران غواړي د خوزستان د بندرونو له لارې افغانستان د خلیج فارس له بازارونو سره ونښلوي

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۳:۴۰ GMT+۰
100%

د ایران د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي وایي، د خوزستان د بندري، سړکونو او رېل‌پټلیو ظرفیتونه کولای شي افغانستان د عراق، متحده عربي امارات، کویټ او د خلیج فارس له نورو بازارونو سره ونښلوي او د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیټ لګښتونه او وخت راکم کړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، د اهواز د سوداګرۍ خونې منشي محمد نجفیان ویلي، د هرات اقتصادي فعالان کولای شي د خوزستان د ترانسپورټي ظرفیتونو په کارولو سره خپل تولیدي او صادراتي توکي د عراق، متحده عربي امارات او کویټ په ګډون د سیمې بازارونو ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، د خوزستان د بندرونو او ګډې ترانسپورټي شبکې کارول کولای شي د افغانستان د سوداګریزو توکو د لېږد لګښتونه او د سیمې سویلي بازارونو ته د رسېدو وخت راکم کړي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانیزي.

نجفیان د اقتصادي راکړو ورکړو په برخه کې د خنډونو د لرې کولو لپاره د سوداګریزې ډیپلوماسۍ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د ایران د نوي سوداګریز سلاکار د کار پیل هم کولای شي د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او د همکاریو د نویو برخو د پېژندلو لپاره ښه فرصت برابر کړي.

نجفیان د هرات کرنیز ظرفیتونه د خوزستان د پروسس کوونکو صنایعو ترڅنګ د ګډو همکاریو لپاره مناسبه زمینه بللې او ویلي یې دي، چې هرات د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په تولید کې د پام وړ ظرفیت لري او خوزستان هم د پروسس، د خوراکي توکو د تولید او بسته‌بندۍ د صنعتونو په لرلو سره د دغو محصولاتو د ارزښت د ځنځیر په بشپړولو کې رول لوبولی شي.

هغه زیاته کړې، د خوراکي توکو په صنعت، د کرنیزو محصولاتو په پروسس او د بسته‌بندۍ د کرښو په جوړولو کې ګډه پانګونه کولای شي د محصولاتو ارزښت لوړ کړي او د درېیمو هېوادونو بازارونو ته د هغوی د رسولو زمینه برابره کړي.

د ایرنا د راپور له مخې، ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي او رېل‌پټلیو د مسیرونو پراختیا د خپلو همکاریو له مهمو برخو څخه ګرځولې ده.

د هرات اسلام‌کلا او د ایران د رضوي خراسان ولایت دوغارون بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دي. د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله د لاریو د تګ راتګ د ظرفیت پر زیاتوالي، د ګمرکي تشریفاتو پر کمولو او د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی دی.

د خواف ـ هرات رېل‌پټلۍ هم د ایران او افغانستان ترمنځ د رېل‌پټلۍ د نښلولو له مهمو زیربناوو څخه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دې لارې له لارې د افغانستان د توکو او کانونو د محصولاتو لېږد د ایران سویلي بندرونو او نورو بازارونو ته ممکن شوی دی.

سوداګر: درمل په ګمرک کې په قصدي ډول خرابېږي، خو پړه یې پر موږ اچول کېږي

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۳۱ GMT+۰
100%

په کندهار کې د درملو سوداګر وایي، هغه درمل چې په قانوني اسنادو هېواد ته راوړل کېږي، د ګمرکي چارو او کیفیت معلومولو په نوم د اوږدې مودې لپاره په نامناسبو شرایطو کې ساتل کېږي، چې له امله یې د خرابېدو او د کیفیت د له منځه تلو خطر زیاتېږي.

د کندهار په ګمرک کې د قانوني وارد شوو هندي درملو د تخلیې او په ازاده فضا کې د اېښودلو موضوع د درملو د سوداګرو اندېښنې راپارولې دي.

د درملو یو شمېر سوداګر شکایت کوي چې د کندهار په ګمرک کې د درملو له موټرو څخه د درملو کښته کول او د لمر او باران په وړاندې اېښودل د درملو د کیفیت لپاره جدي ګواښ دی.

د دوی په خبره، د درملو په ساتنه کې د نړیوالو معیارونو نه مراعاتول نه یوازې د سوداګرو پانګې ته زیان رسوي، بلکې د ناروغانو روغتیا هم له خطر سره مخ کوي.

د درملو یو سوداګر په خپره شوې ویډیو کې وایي: «موږ په قانوني اسنادو درمل واردوو، خو په ګمرک کې یې له موټرو کښته کوي، لمر ته یې ږدي او د کیفیت د معلومولو په نوم یې له داسې حالت سره مخ کوي چې د خرابېدو امکان یې ډېر دی. کله چې دا درمل بازار ته وړاندې شي، بیا همدا مسوولین یې له خلکو راټولوي او سوداګر د بې‌کیفیته درملو په پلورلو تورنوي. نو که درمل په خپله د ګمرک په انګړ کې خرابېږي، د دې مسوولیت به څوک مني؟.»

یو بل درمل پلورونکی وایي، دا لومړی ځل نه دی چې د ګمرک په انګړ کې درمل له اوږدې مودې څخه پاتې کېږي او د ساتنې مناسب شرایط ورته نه برابرېږي.

د هغه په وینا، تر دې وړاندې هم داسې درمل د اوږدې مودې لپاره په ګمرکونو کې درول شوي چې وروسته یې د ختمېدو نېټه تېره شوې او سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نوموړی زیاتوي: «درمل عادي سوداګریز توکي نه دي چې هر چېرې او په هر ډول وساتل شي، ځینې درمل د تودوخې او رڼا پر وړاندې ډېر حساس دي، که د ساتنې شرایط یې مراعات نه شي، کیفیت یې له منځه ځي، بیا ولې سوداګر د داسې درملو د خرابېدو مسوول ګڼل کېږي چې د خرابېدو زمینه یې خپله طالبان برابروي؟.»

د سوداګرو په خبره، دوی د ګمرکي ځنډ، د درملو د تخلیې او د نامناسبې ساتنې له کبله له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې د خپلو قانوني وارداتو د خلاصون لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د دوی شکایتونو ته هم لازم پام نه کېږي.

د درملو د یوه سوداګر په وینا، د دې وضعیت دوام سوداګر له داسې رواني او اقتصادي فشار سره مخ کړي چې نور یې د زغملو توان نه لري.

هغه خبرداری ورکوي چې که د سوداګرو ستونزو ته رسېدنه ونه شي، د دې وضعیت پایلې به ډېرې درنې وي.

بل خوا په کندهار د طالبانو ګمرک ریاست د خلکو د شکایتونو او ویډيوګانو خپرېدو وروسته دغه ادعاوې رد کړې دي او وایي، د یادې محمولې یوه اندازه درمل د کیفیت د ازموینې لپاره د شرکت په رضایت تخلیه شوي، بېرته بار شوي او وروسته ځانګړې سړې خونې ته لېږدول شوي دي.

د ګمرک مسوولینو ټینګار کړی چې د ازموینې تر پایلې پورې به درمل د ساتنې په مناسبو شرایطو کې وساتل شي.