په تېرو دوو اوونیو کې افغانستان ته تر ۴۳ زره ډېر کډوال ستانه شوي دي
د کډوالۍ نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر له ۲۵مې د نومبر تر اوومې پورې له پاکستان او ایران څخه ۴۳ زره او ۴۱۲ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کډوالۍ د نړۍوال سازمان د راپور له مخې، په دې موده کې له ایران څخه ۳۸ زره او ۸۷ کسان او له پاکستان څخه ۵ زره او ۳۲۵ کسان بېرت افغانستان ته ستانه شوي دي.
راپور ښيي چې له پاکستان څخه د راستنېدونکو کډوالو شمېر د تېرو دو اوونیو په پرتله ۳۵ سلنه زیات شوی، خو له ایران څخه د راستنېدونکو شمېر څلور سلنه کم شوی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په همدې موده کې د راستنو شویو کډوالو لپاره د روغتیا، خوړو، ترانسپورټ، لنډمهاله استوګنې او نورو برخو کې مرستې هم برابرې شوې دي. د راپور د شمېرو له مخې، له ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې پورې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو کسانو ټول شمېر څه باندې څلور اعشاریه دوه میلیونو ته رسېدلی دی.
په خیبرپښتونخوا کې د افغان سوداګرو استازي سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګري د سیاست قرباني شوې او دواړو لورو ته یې میلیارډونه ډالره تاوان اړولی دی. د هغه په وینا، د لارو بندېدو له امله زرګونه کسان هم بېکاره شوي دي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.
سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانهنیستل شي.
هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.
د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.
نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نهده.
سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.
هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.
سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینهوو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینهوو سره ودونه کړي دي.
هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟
د تېر جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، نیول شویو طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال پر خپلو کړنو پښېماني څرګندوله، د بښنې غوښتنه به یې کوله او د خوشې کېدو لپاره به یې زارۍ کولې، خو د دوی دا شېبې یې د انساني کرامت د درناوي لهمخې نه ثبتولې.
امرالله صالح د جمعې په ورځ (د لړم ۲۲مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، د کلونو په اوږدو کې یې د طالبانو له ګڼو منځنیو غړو او یو شمېر مشرانو سره د نیول کېدو پر مهال تفصیلي خبرې کړې دي.
د صالح په وینا، د طالبانو نیول شویو غړو به د څارنوال او قاضي پر وړاندې د پوښتنو او ګرویږنو پر مهال د ټولنیزو رسنیو د اوسني انځور خلاف، له خپلو کړنو پښېماني څرګندوله او د بښنې غوښتنه به یې کوله.
نوموړی زیاتوي، نیول شویو طالبانو به ویل، چې غواړي د خپل هېواد لپاره ګټور واوسي او د خپلو هېوادوالو پر وژلو به یې پښېماني څرګندوله.
هغه ادعا کوي، چې د ګرویږنو پر مهال یې له فزیکي شکنجې کار نهاخیست او باور یې درلود، چې د حوصلې، دقت او جزییاتو ته د پاملرنې له لارې هم له تورنو کسانو اعتراف اخیستل کېدای شي.
صالح د ملا شهابالدین په نوم د یوه طالب قاضي کیسه هم کړې چې د ارزګان ولایت اوسېدونکی و او د جمهوري نظام پر مهال نیول شوی و. د ده په وینا، نوموړی د حامد کرزي په غوښتنه ارګ ته ولېږدول شو، له ولسمشر سره یې خبرې وکړې او وروسته یې دوسیه وتړل شوه او له یو څه پیسو او امکاناتو سره خپل کور ته ولېږل شو.
د صالح په وینا، د ملا شهابالدین خلاف، هغه ځوانان چې د طالبانو له لیکو یا رهبرۍ څخه نیول کېدل، د خبرو کولو روحیه یې نه لرله او د خوشې کېدو لپاره یې زارۍ کولې.
نوموړي ویلي، د انساني کرامت د درناوي له مخې یې د نیول شویو طالبانو د زاریو او پښېمانۍ شېبې نه ثبتولې.
هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل، « زه ډېره بختوره وم چې په مناسب عمر کې راباندې د زدهکړو رڼا ولګېده، خو له مشرانو خویندو سره مې بخت یاري ونه کړه. هغوی تر اوسه خپلې زدهکړې نه دي بشپړې کړې».
له پنځه کلنې چوپتیا وروسته د ښځو بېرته راڅرګندېدل
د طالبانو د لومړي حکومت په پنځه کلنه دوره کې هم د اوس په څېر ښځې له ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي او ټولنیزو فعالیتونو او د عامه ژوند له ګڼو برخو منع شوې وې. د نجونو پر زدهکړو بندیز، د ښځو پر کار او تګ راتګ محدودیتونو او په عامه فضا کې د هغوی د حضور مخنیوي د میلیونونو افغان ښځو او نجونو ژوند اغېزمن کړی و.
ځینې کورنۍ د همدې محدودیتونو له امله له افغانستان نه وتلو ته اړې شوې او هغه ښځې چې په هېواد کې پاتې شوې، د خپلو فعالیتونو لپاره یې له سختو محدودیتونو سره ژوند کاوه.
د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له سقوط سره ښځو ته ګڼ فرصتونه په لاس ورغلل.
د ایرنا د راپور له مخې، ایران او افغانستان په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د ترانزیټي او رېلپټلیو د مسیرونو پراختیا د خپلو همکاریو له مهمو برخو څخه ګرځولې ده.
د هرات اسلامکلا او د ایران د رضوي خراسان ولایت دوغارون بندرونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځمکنۍ سوداګرۍ له مهمو لارو څخه دي. د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځله د لاریو د تګ راتګ د ظرفیت پر زیاتوالي، د ګمرکي تشریفاتو پر کمولو او د سوداګرۍ پر اسانتیاوو ټینګار کړی دی.
د خواف ـ هرات رېلپټلۍ هم د ایران او افغانستان ترمنځ د رېلپټلۍ د نښلولو له مهمو زیربناوو څخه ده. د خپرو شویو راپورونو له مخې، د دې لارې له لارې د افغانستان د توکو او کانونو د محصولاتو لېږد د ایران سویلي بندرونو او نورو بازارونو ته ممکن شوی دی.