• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زېلېنسکي: امریکا له اوکراین غواړي چې د ناټو د غړیتوب په بدل کې ډنباس روسیې ته پرېږدي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۷ GMT+۰

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، امریکايي مرکچي پلاوي وړاندیز کړی چې اوکراین دې د ناټو د غړیتوب په بدل کې خپل پاتې ځواکونه د دغه هېواد له ختیځې ډنباس سیمې وباسي. د نوموړي په وینا، د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې امریکا د لومړي ځل لپاره دا ډول وړاندیز کړی دی.

ولادیمیر زېلېنسکي د شنبې په ورځ، د لړم ۲۳مه، رسنیو ته وویل چې امریکايي مرکچي پلاوي ترې پوښتلي: «که اوکراین د ناټو غړی شي، ایا له ډنباس څخه به خپل ځواکونه وباسي؟»

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه، که په دې وړاندیز کې امنیتي تضمینونه، د اوکراین پر پوځي وړتیاوو د محدودیتونو نشتوالی او د دغه هېواد د بیارغونې لپاره د مالي سرچینو برابرول شامل وي، نو دی به یې ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.

د امریکا استازو جرد کوشنر او سټیو وېټکاف په دې وروستیو کې د روسیې او اوکراین له ولسمشرانو سره لیدلي دي.

واشنګټن هڅه کوي چې د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لاره ومومي.

اوکراین له ډېرې مودې راهیسې د ناټو د غړیتوب غوښتنه کوي او په دې تړون کې غړیتوب د سولې د هوکړې له مهمو شرطونو څخه ګڼي، څو په راتلونکي کې د احتمالي ګواښونو مخه ونیسي. خو روسیه وايي، د خپلو پولو ترڅنګ د ناټو د یوه بل غړي هېواد شتون نه مني.

ولودیمیر زېلېنسکي څو ځله ټینګار کړی چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره چمتو نه دی چې خپلې خاورې روسیې ته وسپاري. خو مسکو په تېرو مذاکراتو کې د اوکراین د لانجمنو سیمو د یوې برخې سپارل د خپلو شرطونو په توګه مطرح کړي دي.

له امریکايي استازو سره د پوتین تر وروستۍ لیدنې وروسته د روسیې د چارواکو څرګندونې ښيي چې د جګړې په اړه د مسکو دریځ نه دی بدل شوی. روسیه لا هم د اوکراین د ځینو سیمو د سپارلو او د دغه هېواد د بې‌طرفۍ غوښتنه کوي؛ هغه شرطونه چې د کېیف له منلو وړ شرایطو څخه ډېر لرې دي.

روسیې تر دې مخکې د اوکراین د پوځ د شمېر محدودول، د دغه هېواد د خاورې د ځینو برخو سپارل او د کییف د بې‌طرفۍ تضمین غوښتی وو، خو اوکراین دغه غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې دا شرطونه به د روسیې د احتمالي راتلونکي برید پر وړاندې د دغه هېواد دفاعي وړتیا کمزورې کړي.

روسیه اوس مهال د ډنباس د دونېڅک او لوهانسک سیمو د ډېرو برخو په ګډوند د اوکراین شاوخوا پنځمه برخه خاوره تر خپلې ولکې لاندې لري.

زېلېنسکي تر دې مخکې ویلي وو چې اوکراین غواړي په څلورو سیمو کې د روسیې تر کنټرول لاندې خپلې سیمې او د کریمیا ټاپووزمه بېرته ونیسي.

•
•
•

نور خبرونه

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه د محمد اسحاق ډار په مشرۍ سبا (یکشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي. تر دې مخکې د دغه وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته یې طالبان نه‌دي بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه سبا (یکشنبه - دوشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او په‌کې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دوره‌يي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمه‌ییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».

سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له‌مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې».

خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نه‌دی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نه‌ده بلل شوې.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د ایکو سازمان غونډې ته د طالبانو د نه‌بللو په غبرګون د طالبان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظر ویلي، چې سیاسي اختلافونه باید په دغې غونډه کې د دوی د ګډون مخه ونه‌نیسي او زیاته کړې یې وه: «د ایکو غونډه چې اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړیږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري. ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف هم موجود وي، د ګډون او حضور لاره باید تړلې پاتې نه‌شي».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی. ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان نور غړي هېوادونه دي.

له څلورو ساعتونو وروسته؛ په امریکا کې د الوتنو د سراسري ځنډولو امر لغو شو

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د الوتکو د الوتنو د سراسري ځنډولو امر له څه باندې څلورو ساعتونو ځنډ وروسته لغو شوی دی. په دې سره الوتکو یو ځل بیا د الوتنو اجازه ترلاسه کړې، خو داسې نه‌ده، چې ټولې الوتنې به سمدستي خپل عادي مهال‌وېش ته راوګرځي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د جمعې ورځې له پېښو وروسته عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو بهیر به وخت ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره مسافر بند پاتې شوي او ښايي ډېری یې اړ شي چې شپه په هوايي ډګرونو کې تېره کړي.

د مخابراتي اړیکو ګډوډۍ او د الوتنو ځنډولو له امله په امریکا کې زرګونه الوتنې له ځنډ او لغو کېدو سره مخ شوې.

فاکس‌نیوز د «فلایټ اېر» په نوم د الوتنو د څارنې وېب‌پاڼې په حواله لیکلي، چې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د سراسري ځنډولو د امر له امله د جمعې په ورځ د دغه هېواد دننه، دغه هېواد ته د راتلونکو او ترې تلونکو الوتنو له ډلې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ الوتنې لغو شوې دي.

د فلایټ اېر د وروستیو شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰ زره نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

په نړیواله کچه هم دې وېب‌پاڼې د څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ الوتنو لغوه کېدل او د څه باندې ۲۶ زره نورو الوتنو ځنډ یې ثبت کړی دی.

فاکس‌نیوز ویلي، دغه شمېرې د الوتنو ګډوډۍ ښيي او په دې معنا نه‌ده، چې ټولې لغو شوې یا ځنډېدلې الوتنې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له امله وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتنو د ګډوډۍ په اړه ویلي، چې داسې نه‌ښکاري چې دا ستونزه د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته شوې وي.

هغه زیاته کړې، ښايي دا ستونزه له داسې یوه سیسټم سره تړاو ولري چې پر ځینو زړو او خرابو تجهیزاتو تکیه لري؛ هغه تجهیزات چې ده یې د نوي کولو هڅه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم د الوتنو د ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي: «هېڅ سایبري برید نه‌دی شوی».

هغه زیاته کړې، چې دغه ستونزه له مایکروسافټ سره هم هېڅ تړاو نه‌لري او څرګنده کړې یې ده: «اوس مهال داسې ښکاري چې وضعیت د سمېدو پر لور روان دی».

هغه زیاته کړې: «موږ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو».

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه بې‌ساري اقدام کې، د «غیرعادي وضعیت» او «خوندیتوب ته د پاملرنې» له امله په ټول هېواد کې الوتنې وځنډولې.

د دې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د پراخې ګډوډۍ له امله شوې ده.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «د مخابراتو یوې ستونزې د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول مرکزونه اغېزمن کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د فډرالي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارپوهان د دې ستونزې د ارزونې په حال کې دي.

د جمعې ورځې د الوتنو ځنډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دې ډول درېیمه سراسري پېښه بلل کېږي.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې هم دوه ځله په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې وې؛ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له ترهګریزو بریدونو وروسته او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د دې ادارې په هغه سیسټم کې د ستونزې له امله چې پیلوټانو ته یې د خوندیتوب خبرتیاوې لېږلې.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
100%

د برېتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) د پخوانیو او اوسنیو غړو ټولنې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جګړې پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو په اړه روانه قضايي څېړنه د سرتېرو او د هغوی د کورنیو امنیت له خطر سره مخ کوي.

د ډیلي مېل راپور له مخې، د اېس اې اېس د پوځي ټولنې مشر او پخواني قوماندان اېډ بټلر خپلو غړو ته په یوه لیک کې ویلي چې روسیه، چین او وسله‌والې ډلې ښايي له دغو قضايي بهیرونو څخه د برېتانوي ځانګړو ځواکونو د کمزوري کولو لپاره ګټه پورته کړي.
اوس مهال د افغانستان د جګړې د خپلواکې څېړنې کمېسیون هغه تورونه څېړي چې ګواکې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې یو شمېر طالب بندیان له محاکمې پرته وژلي دي.
د راپور له مخې، د دې څېړنې پایلې ښايي د پوځي پولیسو د جنايي پلټنو لامل شي او یو شمېر سرتېري د قتل له تورونو سره مخ شي. همداراز د هغوی ځینې قوماندانان د دولتي دندې د ناوړه استفادې او د عدالت د مخنیوي په څېر جرمونو کې هم تورن کېدای شي.
اېډ بټلر ویلي، د پلټنو او معلوماتو خپرېدل ښايي د ځانګړو ځواکونو د غړو هویت افشا کړي او دا کار د هغوی او د کورنیو لپاره «ریښتینی امنیتي خطر» رامنځته کوي.
د هغه په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او عامو معلوماتو د نښلولو له لارې د سرتېرو پېژندل تر پخوا اسانه شوي او «دښمن هېوادونه او وسله‌والې ډلې» کولای شي له دې حالته ګټه واخلي.
راپور وايي، د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۰ کال کې د هلمند په ګډون د افغانستان سوېلي سیمو ته استول شوي وو. د دوی یو مهم ماموریت د هغو طالب شبکو له منځه وړل وو چې د سړک غاړې ماینونه یې جوړول او د بریتانوي ځواکونو پر ضد یې کارول.
د اېس اې اېس د پوځي ټولنې په لیک کې د سوریې یوه بله قضیه هم یاده شوې، چې پکې پنځه ځانګړي سرتېري د داعش د یوه غړي د وژلو په تور تر پلټنو لاندې راغلي وو، خو وروسته بې‌ګناه ثابت شول.
بل لور ته، د برېتانیا د محافظه کار ګوند مشرې کېمي بېډنوک له حکومته غوښتي چې د ځانګړو ځواکونو د سرتېرو پر ضد روانې پلټنې ودروي. هغې دغه بهیر «د جادوګرو ښکار» بللی او ویلي یې دي چې د ځانګړو ځواکونو سرتېري د کلونو پخوانیو عملیاتو له امله تر فشار لاندې دي.
خو د برېتانيا د دفاع وزارت ویلي، د څېړنې په بهیر کې د سرتېرو د هویت د خوندي ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. یاد وزارت ویلي، تړلې غونډې، مستعار هویتونه او د معلوماتو د ساتنې ځانګړي اصول پلي کېږي او هر څوک چې دا اصول مات کړي، له قانوني اقدام سره به مخ شي.
د افغانستان د جګړې په اړه دغه څېړنه د بریتانیا د پوځي ماموریتونو له تر ټولو حساسو حقوقي دوسیو څخه بلل کېږي او تمه کېږي چې پایلې یې د ځانګړو ځواکونو پر راتلونکي او د افغانستان د جګړې پر ارزونې اغېز ولري.

اروپايي مشرانو د اروپا د امنیتي نظم د بدلولو په اړه د پوتین غوښتنه رد کړه

۲۱ لړم ۱۴۰۵ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۱ GMT+۰
100%

اروپايي مشرانو د اوکراین د سولې په خبرو کې د اروپا د امنیتي نظم د بدلون لپاره د روسیې هڅې رد کړې. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې واشنګټن او مسکو د دې موضوع په اړه خبرې پیل کړې دي او اروپا باید په دې برخه کې هوښیاره وي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، دغه اختلاف په ابوظبۍ کې د اوکراین د سولې په اړه له خبرو اترو وروسته څرګند شو. د روسیې پلاوي په دې غونډه کې د اروپا د امنیتي ترتیباتو په اړه د بحث غوښتنه وکړه، خو له اروپايي چارواکو سره یې له لیدنې ډډه وکړه.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د پنجشنبې په ورځ په ابوظبۍ کې له خبرو وروسته په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

په همدې وخت کې د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا په ډوبلین کې د اروپايي مشرانو یوې غونډې ته وویل چې د اروپا د امنیتي نظم بیا طرحې ته اړتیا نشته.

کوسټا زیاته کړه: «اروپا یو اغېزناک امنیتي چوکاټ درلود چې لومړی په تدریجي ډول کمزوری شو او په پای کې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله له منځه ولاړ.»

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هم ویلي چې په ابوظبۍ کې د خبرو اترو لویه برخه د امنیتي تضمینونو موضوع ته ځانګړې شوې وه. نوموړي خبرداری ورکړ چې د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو موضوع له اوکراین څخه پراخه شوې ده.

د اوکراین ولسمشر وویل: «اروپا باید دې موضوع ته جدي پام وکړي. کله چې امریکایان او روسان د دغو مسایلو په اړه خبرې کوي، بحث یوازې د اوکراین په اړه نه دی، بلکې تر ډېره د اروپا او روسیې ترمنځ د یوه نوي امنیتي چوکاټ په اړه دی. دا ډول چلند زموږ لپاره یو څه د حیرانتیا وړ دی».

د روسیې غوښتنه څه ده؟

روسي چارواکو په وار وار د ناټو د پراختیا د بندولو، د روسیې د پولو ته نږدې د پوځي تمریناتو د بندیز او د ختیځې اروپا څخه د ناټو د سرتیرو او تجهیزاتو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

د اروپا ډېری پلازمېنې د روسیې دغه غوښتنې د خپل نفوذ د ساحې د بېرته پراخولو او د اروپايي ټولنې او ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت د محدودولو هڅه بولي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د نوي امنیتي نظم په اړه د مسکو وړاندیزونه باید د جګړې د پای ته رسولو له هوکړې مخکې وڅېړل شي. نوموړي د اروپا هغه دریځ رد کړ چې له مخې یې باید دغه موضوع په اوکراین کې د سولې له ټینګښت وروسته وڅېړل شي.

د روسیې ولسمشر همداراز وویل، د اروپايي هېوادونو هغه پلان چې د سولې له هوکړې وروسته اوکراین ته خپل پوځونه واستوي، د «جګړې د دوام» معنا لري.

د امریکا استازو سټیو ویټکاف او جېرډ کوشنر د کرملین په ټلوېزیوني خپرېدونکې غونډه کې وویل چې امریکا غواړي اروپا په راتلونکو خبرو اترو کې ګډون ولري. هغوی زیاته کړه چې واشنګټن د اروپا د لویې وچې د امنیتي نظم په اړه له خپلو اروپايي متحدینو سره خبرې پیل کړې دي.

خو د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، یوې سرچینې چې د ابوظبۍ له مذاکراتو خبره وه ویلي چې د اروپا د پراخ امنیت موضوع مطرح شوې، خو تر اوسه یې د جزییاتو په اړه بحث نه دی شوی.

مسکو ته د امتیاز ورکولو په اړه د اروپا اندېښنې

د فایننشل ټایمز ورځپاڼې ته دریو چارواکو ویلي چې د اروپا په پلازمېنو کې اندېښنې مخ په زیاتېدو دي. هغوی وېره لري چې د ټولې اروپا د امنیت په اړه خبرو ته غاړه ایښودل ښايي د اوکراین د سولې په مذاکراتو کې د اروپا د ګډون بیه وي.

د استونیا لومړي وزیر کریسټن میخال خبرداری ورکړی چې اروپا په یوه «دام» کې راګیر شوې ده. د هغه په وینا، پوتین له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د ناټو د غړو هېوادونو د ملي حاکمیت په اړه د نظر او پرېکړې کولو حق ترلاسه کړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې د اروپا د امنیتي نظم په اړه خبرې باید یوازې هغه مهال پیل شي چې روسیه د سولې له هوکړې سره موافقه وکړي.

هغې زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د دې موضوع مطرح کول، د اصلي لومړیتوب، یعنې په اوکراین کې د اوربند او د وژنو د درولو، په اړه د پام اړولو لامل کېږي.

اروپايي مشران په ډوبلین کې د مذاکراتو لپاره د یوه ګډ استازي پر ټاکلو هم خبرې کوي او هیله لري چې د همدې میاشتې په اوږدو کې د یوه نوم په اړه هوکړې ته ورسېږي.

د اروپا شورا مشر انتونیو کوسټا ټینګار کړی: «د اروپا د امنیت په اړه له اروپا پرته د مذاکراتو پر مېز خبرې نه شي کېدای.»

هغه ویلي چې د اروپا ګډ دریځ باید د اروپايي هېوادونو، اروپايي ټولنې او ناټو په همکارۍ رامنځته شي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۴
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۵

امرالله صالح: نیول شوي طالبانو به د پوښتنو او ګروېږنو پر مهال د بښنې غوښتنه کوله