کریم کډي د شنبې په ورخ، د لړم ۲۳مه وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ملاتړ له امله نه شي کولی چې سوداګریزې لارې پرانیزي. نوموړي زیاته کړه:«موږ د خپلو سوداګرو احساس او ستونزې درکولی شوی، خو د ترهګرۍ د واردولو لپاره لار نه شو پرانېستلی».
همدارنګه نوموړې زیاته کړه: « زمونږ لپاره د خپل ایالت د خلکو خوندیتوب او امنیت مهم دی». کنډي همدا راز اشاره وکړه چې له هند سره هم د کړکېچ له کبله د پاکستان سوداګري بنده ده او دوی د خپل هېواد امنیت ته تر هر څه ډېر لومړیتوب ورکوي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له تېرو نږدې دوه نیم کالو راهیسې سخت سیاسي او وسلهوال کړکېچ روان دی. پاکستان ادعا لري چې پر کابل واکمنو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان طالبانو غورځنګ «ټيټيپي» غړو ته پناه ځایونه ورکړي او له هغې ځایه د دوی په خاوره کې وسلهوال بریدونه پلانوي. افغان طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
هممهاله له نږدې یو کال ډېر کېږي چې اسلاماباد د همدې کړکېچ په لړ کې د پاکستاني طالبانو د ځپلو په نوم د افغانستان پر بېلابېلو ولایتونو هوایي بریدونه کړي چې ډېری قربانیان یې عام ملکي افغانان دي. د دې تر څنګ افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره مخامخ نښتې هم کړي او یو بل ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کړې دي.
دواړو لوریو د کړکېچ د اواري لپاره په قطر، سعودي او ترکیې کې څو پړاو مذاکرات هم وکړل، خو بریالي نهشول او هېڅ ډول پایلې یې ورنهکړې. دغه روان کړکېچ پر افغان او پاکستاني سوداګرو هم منفي اغېزې کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او پهکې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.
پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دورهيي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمهییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمهییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمهییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمهییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».
سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې لهمخې افغانستان ته بلنه نهده ورکړې».
خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نهدی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نهده بلل شوې.
د ښځو د څرګندونو له مخې، هغه نیول شوې ښځې چې نارینه خپلوان یې نه لرل، اړ وې چې دوه یا درې شپې د طالبانو په بند کې تېرې کړي.
دوی ویلي، چې د امربالمعروف په ریاست کې ورته د لمانځه، اسلام، شریعت او د طالبانو د قوانینو د پلي کولو سپارښتنې شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې د ورته چلند د تکرار په صورت کې به له سختو سزاوو او اوږدمهاله بند سره مخ شي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ښځو د نیولو، د برېښنايي وسلو د کارولو او له هغوی سره د شوي چلند په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ښځو د حجاب او پوښښ د څارنې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې له مخې یې د ښځو د جامو، حجاب او په عامه ځایونو کې د حضور په اړه محدودیتونه او د سرغړونو په صورت کې د سزاوو تدابیر مشخص شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو پلي کول د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی دی.
د ډیپوماټ مجلې په دې اړه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې نن ورځ په افغانستان کې یوه نجلۍ له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نه شي کولای. مشره خور یې پوهنتون، پارک او ښکلا سالون ته د تګ اجازه نه لري. مور یې د نارینه خپلوان له ملتیا پرته لرې سفر نه شي کولای، په ډېرو دندو کې د کار اجازه نه لري او د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د یوه قانون له مخې، ان په عامه ځایونو کې یې غږ هم باید وا نه ورېدل شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او د دغه سازمان کارپوهان د ښځو پر وړاندې دا سیستم «جنسیتي اپارتاید» بولي.
د دوی په خبره دا وضعیت نوی نه دی. شپږویشت کاله وړاندې هم طالبانو د افغانستان پر ډېره برخه واکمني کوله او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې نږدې ورته محدودیتونه لګولي وو.
خو هغه څه چې لږ یادېږي، دا دي چې افغانو ښځو د دغه وضعیت پر وړاندې څه کړي وو؟
په دغه تحلیلي راپور کې راغلي، چې «د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو اعلامیه» په نوم دغه سند د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې چمتو شو. په دې غونډه کې د افغانستان دننه، د پاکستان، ایران او تاجکستان د کډوالو له کمپونو او همدارنګه په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو له ټولنو څخه ښځو ګډون کړی و چې ډېری یې کډوالې وې.