په خیبر پښتونخوا کې د افغان سوداګرو د اتحادیې (متحده افغان تاجر اتحاد) مشر او د افغان کډوالو د عالي شورا غړي سید نقیب باچا ویلي، له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې، چې له امله یې دواړو لورو ته د میلیاردونو ډالرو زیان اوښتی او په همدې موده کې په زرګونو کسان هم بې روزګاره شوي دي.
سید نقیب باچا له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په مرکه کې ویلي، دا مهال دواړو هېوادونو د یو بل پر وړاندې دومره سخت دریځ خپل کړی چې د ده په باور، په نږدې راتلونکي کې به تړلې سوداګریزې لارې په اسانۍ بېرته پرانهنیستل شي.
هغه وویل، پخوا به له افغانستان څخه پاکستان ته وچه مېوه، تازه سبزي او سکاره راتلل، په داسې حال کې چې په پېښور کې د قیمتي ډبرو یو لوی بازار موجود و، چې تر لس زرو زیات دوکانونه یې لرل او ډېری قیمتي ډبرې به له افغانستان څخه راوړل کېدې.
د نوموړي په وینا، د قیمتي ډبرو له دې سوداګرۍ سره شاوخوا ۱۳ زره افغان سوداګر تړلي وو، چې هر کال به یې د پاکستان حکومت ته د میلیونونو ډالرو مالیه ورکوله. خو اوس له شاوخوا یوه کال راهیسې دغه کاروبار په ټپه درېدلی او افغان او پاکستاني سوداګر ټول بې روزګاره شوي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
سید نقیب باچا وویل، له پاکستان څخه به هم هر کال په ټنونو سمنټ، درمل، د تشنابونو او ودانیو د پاکوالي سامانونه، کېلې، مالټې او کچالو افغانستان ته صادرېدل، چې له خیبر پښتونخوا څخه نیولې تر پنجاب او کراچۍ پورې به سوداګرو ترې ګټه ترلاسه کوله. خو اوس دغه ټول سوداګر له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وویل، افغان سوداګرو څو ځله د حکومت له چارواکو او له پالیسۍ جوړوونکو سره ناستې کړي او د ستونزې د هواري لپاره یې بېلابېل وړاندیزونه هم کړي، چې په هغو کې افغان سوداګرو ته د اوږدمهالو ویزو ورکول او نورې اسانتیاوې شاملې دي.
خو د نوموړي په خبره، دوی لا هم نه پوهېږي چې پاکستان له افغانانو څه غواړي او ولې غواړي چې په خپله د خپلو اقتصادي ګټو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د هغه په وینا، پاکستان له تېرو شپږو میاشتو راهیسې افغان وګړو ته د ویزو ورکول بند کړي او هغه افغان محصلین هم بېرته لېږي چې د پاکستان حکومت په خپله ورته د زده کړو بورسونه ورکړي وو.
نوموړي وویل، دا ډول اقدامات به په افغانانو کې له پاکستان څخه کرکه زیاته کړي، چې په هېڅ صورت د پاکستان په ګټه نهده.
سید نقیب باچا د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو پالیسۍ د احساساتو او غبرګونونو له مخې پر مخ وړل کېږي او په هره موضوع کې سیاست ورګډ شوی دی.
هغه زیاته کړه، په پاکستان کې داسې فکر موجود دی چې افغان طالبان د دوی د هڅو په پایله کې واک ته رسېدلي، د شلو کلونو لپاره د اسلامي امارت مشرتابه دلته اوسېده، د جګړې پلانونه یې هم له همدې ځایه جوړېدل، خو اوس چې واک ته رسېدلي، د پاکستان د دښمنانو تر څنګ ولاړ دي.
سید نقیب باچا وویل، طالبان اوس ځانونه د یوه خپلواک حکومت په توګه ګڼي او داسې اشارې ورکوي چې پاکستان باید له دوی سره د برابرۍ په کچه خبرې وکړي. د نوموړي په باور، همدا هغه اساسي ستونزې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د دواړو هېوادونو او ولسونو اړیکې په هر اړخ کې دومره ژورې او سره تړلې دي چې بېلېدل یې ناشوني ښکاري. نو په داسې وضعیت کې د دښمنۍ اړتیا څه ده؟ ټولې ستونزې باید د متقابل تفاهم او خبرو اترو له لارې حل شي.
نوموړي دا هم څرګنده کړه، چې په پاکستان او افغانستان کې شاوخوا لس لکه داسې کسان شته چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خپلوي لري او ودونه یې کړي دي؛ یعنې افغان ښځو له پاکستاني نارینهوو سره او پاکستانۍ ښځو له افغان نارینهوو سره ودونه کړي دي.
هغه پوښتنه وکړه، له دومره ژورو خپلویو او نږدې اړیکو سره سره، ایا دواړه ولسونه له یو بل څخه بېلېدای شي؟