د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د جمعې ورځې له پېښو وروسته عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو بهیر به وخت ونیسي.
هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره مسافر بند پاتې شوي او ښايي ډېری یې اړ شي چې شپه په هوايي ډګرونو کې تېره کړي.
د مخابراتي اړیکو ګډوډۍ او د الوتنو ځنډولو له امله په امریکا کې زرګونه الوتنې له ځنډ او لغو کېدو سره مخ شوې.
فاکسنیوز د «فلایټ اېر» په نوم د الوتنو د څارنې وېبپاڼې په حواله لیکلي، چې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د سراسري ځنډولو د امر له امله د جمعې په ورځ د دغه هېواد دننه، دغه هېواد ته د راتلونکو او ترې تلونکو الوتنو له ډلې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ الوتنې لغو شوې دي.
د فلایټ اېر د وروستیو شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰ زره نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.
په نړیواله کچه هم دې وېبپاڼې د څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ الوتنو لغوه کېدل او د څه باندې ۲۶ زره نورو الوتنو ځنډ یې ثبت کړی دی.
فاکسنیوز ویلي، دغه شمېرې د الوتنو ګډوډۍ ښيي او په دې معنا نهده، چې ټولې لغو شوې یا ځنډېدلې الوتنې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له امله وې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتنو د ګډوډۍ په اړه ویلي، چې داسې نهښکاري چې دا ستونزه د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته شوې وي.
هغه زیاته کړې، ښايي دا ستونزه له داسې یوه سیسټم سره تړاو ولري چې پر ځینو زړو او خرابو تجهیزاتو تکیه لري؛ هغه تجهیزات چې ده یې د نوي کولو هڅه کړې ده.
د امریکا د کورني امنیت وزیر مارکوین مولین هم د الوتنو د ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي: «هېڅ سایبري برید نهدی شوی».
هغه زیاته کړې، چې دغه ستونزه له مایکروسافټ سره هم هېڅ تړاو نهلري او څرګنده کړې یې ده: «اوس مهال داسې ښکاري چې وضعیت د سمېدو پر لور روان دی».
هغه زیاته کړې: «موږ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو».
د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه بېساري اقدام کې، د «غیرعادي وضعیت» او «خوندیتوب ته د پاملرنې» له امله په ټول هېواد کې الوتنې وځنډولې.
د دې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د پراخې ګډوډۍ له امله شوې ده.
د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «د مخابراتو یوې ستونزې د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول مرکزونه اغېزمن کړي دي».
هغه زیاته کړې، چې د فډرالي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارپوهان د دې ستونزې د ارزونې په حال کې دي.
د جمعې ورځې د الوتنو ځنډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دې ډول درېیمه سراسري پېښه بلل کېږي.
د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې هم دوه ځله په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې وې؛ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له ترهګریزو بریدونو وروسته او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د دې ادارې په هغه سیسټم کې د ستونزې له امله چې پیلوټانو ته یې د خوندیتوب خبرتیاوې لېږلې.