مثبت فکر د انسان پر رواني روغتیا، ځانباوري، اړیکو او د ستونزو پر وړاندې د مقاومت پر وړتیا مثبت اغېز لري. د منفي افکارو کنټرول، ورزش، کافي خوب، له نورو سره خبرې او د حل لارو لټول د اندېښنو په کمولو او ذهني سکون کې مرسته کوي.
څیړنو ښودلې مثبت فکر د انسان د رواني روغتیا، ځانباوري او ورځني ژوند په ښه کولو کې مهم رول لري. هغه کسان چې د ژوند ستونزو ته په هیلهمن نظر ګوري، د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي او پر خپلو وړتیاوو باور لري، کولای شي له سختو شرایطو سره ښه مقابله وکړي.
مثبت فکر په دې معنا نهدی، چې انسان به هېڅکله خپه، اندېښمن یا ناهیلی نهشي، بلکې موخه یې دا ده، چې له ستونزو سره سره د حل لارې ولټوي او د ښې راتلونکي لپاره هیله ژوندۍ وساتي.
د ارواپوهنې له نظره، د انسان فکرونه د هغه پر احساساتو، چلند او پرېکړو مستقیم اغېز لري. کله چې یو څوک تل د ناکامۍ، وېرې او بدو پېښو په اړه فکر کوي، ښايي رواني فشار او اندېښنې یې زیاتې شي، خو که د ستونزو پر ځای د حل لارو ته پام وکړي، د بېوسۍ احساس یې کمېدای شي.
مثبت فکر د انسان پر ځان باور پیاوړی کوي، د کورنۍ او ټولنې له غړو سره یې اړیکې ښې کوي او د ستونزو پر وړاندې د زغم او مقاومت وړتیا یې زیاتوي. همدارنګه هیلهمن فکر، انسان هڅوي چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړي او له ناکامیو څخه د تجربې په توګه ګټه واخلي.
د مثبت فکر د پیاوړتیا لپاره اړینه ده، چې انسان له ځان سره مثبتې خبرې وکړي، خپلې وړتیاوې وپېژني، د نورو له ژوند سره د خپل ژوند له پرتله کولو ډډه وکړي او د هرې ورځې د ښو پېښو قدر وکړي. د بېلګې په توګه، د دې پر ځای چې ووایي: «زه دا کار نهشم کولای»، باید ووایي «زه هڅه کوم او ښايي بریالی شم».
ورزش، قدم وهل، کافي خوب، سالمه غذا او له دوستانو او کورنۍ سره خبرې کول هم د رواني هوساینې په ساتلو کې مرسته کوي. متخصصان سپارښتنه کوي، چې انسان خپلې اندېښنې له باوري کسانو سره شریکې کړي او د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي.
کله چې انسان له اندېښنو سره مخ شي، کولای شي خپلې ستونزې پر کاغذ ولیکي، د هغو د حل لپاره لومړیتوبونه وټاکي او پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړي، چې د ده په واک کې دي. د ژورې ساه اخیستلو تمرین، دعا، عبادت او څو دقیقې ارام کېناستل هم د ځینو کسانو لپاره د ذهني سکون په ترلاسه کولو کې ګټور دي.
د ارواپوهنې په برخه کې د ادراکي او چلندي درملنې په نوم یوه علمي طریقه هم شته چې انسان ته ورزده کوي څنګه خپل منفي او غیر واقعي افکار وپېژني، د هغو ارزونه وکړي او پر ځای یې متوازن فکرونه غوره کړي. دا طریقه د اضطراب، خپګان او رواني فشار په مدیریت کې کارول کېږي.
خو مثبت فکر په دې معنا نهدی چې انسان دې خپل غمونه، ستونزې او رواني فشارونه پټ کړي. خپګان او اندېښنه د انسان د ژوند طبیعي احساسات دي او هر څوک یې تجربه کولای شي. که اندېښنې دوامداره شي، خوب او ورځنی ژوند اغېزمن کړي، له ارواپوه یا روغتیايي متخصص سره مشوره کول اړین دي.
په ټوله کې، مثبت فکر د یوې ورځې کار نهدی، بلکې د ورځني تمرین او سالمو عادتونو پایله ده. انسان باید د ژوند ستونزې د ماتې په توګه ونهګڼي، بلکې د زدهکړې او پرمختګ فرصتونه یې وبولي. مثبت فکر د ستونزو نشتوالی نهدی، بلکې د ستونزو پر وړاندې د سالم چلند او د حل لارې موندلو وړتیا ده.
د ښځو د څرګندونو له مخې، هغه نیول شوې ښځې چې نارینه خپلوان یې نه لرل، اړ وې چې دوه یا درې شپې د طالبانو په بند کې تېرې کړي.
دوی ویلي، چې د امربالمعروف په ریاست کې ورته د لمانځه، اسلام، شریعت او د طالبانو د قوانینو د پلي کولو سپارښتنې شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې د ورته چلند د تکرار په صورت کې به له سختو سزاوو او اوږدمهاله بند سره مخ شي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ښځو د نیولو، د برېښنايي وسلو د کارولو او له هغوی سره د شوي چلند په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ښځو د حجاب او پوښښ د څارنې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې له مخې یې د ښځو د جامو، حجاب او په عامه ځایونو کې د حضور په اړه محدودیتونه او د سرغړونو په صورت کې د سزاوو تدابیر مشخص شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو پلي کول د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی دی.
د ډیپوماټ مجلې په دې اړه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې نن ورځ په افغانستان کې یوه نجلۍ له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نه شي کولای. مشره خور یې پوهنتون، پارک او ښکلا سالون ته د تګ اجازه نه لري. مور یې د نارینه خپلوان له ملتیا پرته لرې سفر نه شي کولای، په ډېرو دندو کې د کار اجازه نه لري او د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د یوه قانون له مخې، ان په عامه ځایونو کې یې غږ هم باید وا نه ورېدل شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او د دغه سازمان کارپوهان د ښځو پر وړاندې دا سیستم «جنسیتي اپارتاید» بولي.
د دوی په خبره دا وضعیت نوی نه دی. شپږویشت کاله وړاندې هم طالبانو د افغانستان پر ډېره برخه واکمني کوله او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې نږدې ورته محدودیتونه لګولي وو.
خو هغه څه چې لږ یادېږي، دا دي چې افغانو ښځو د دغه وضعیت پر وړاندې څه کړي وو؟
په دغه تحلیلي راپور کې راغلي، چې «د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو اعلامیه» په نوم دغه سند د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې چمتو شو. په دې غونډه کې د افغانستان دننه، د پاکستان، ایران او تاجکستان د کډوالو له کمپونو او همدارنګه په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو له ټولنو څخه ښځو ګډون کړی و چې ډېری یې کډوالې وې.