طالب او ازبکستاني چارواکي د درمل جوړونې او طبي توکو د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلي
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې ادارې له مرستیال ظفربېک قاسموف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا، درمل جوړونې او طبي توکو د سوداګرۍ پر پراختیا خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه، د لړم پر ۲۳مه په اېکس کې لیکلي، چې د یاد وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان د روغتیا وزارت د درمل جوړونې صنعت د پراختیا ادارې له مرستیال ظفربېک قاسموف او مل پلاوي سره لیدلي.
طالبانو ویلي، په دې لیدنه کې د کابل او تاشکند ترمنځ د روغتیا او درمل جوړونې په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د درملو د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په دغه کتنه کې دواړو لورو د شوو ژمنو پر عملي کولو، د درملو د پېر او پلور د کچې پر لوړولو او د طبي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دغه راز، ازبکستاني پلاوي څرګنده کړې ده چې هېواد یې له افغانستان سره د درمل جوړونې او روغتیايي توکو په سکټور کې ګډ کار ته لېوال دی.
په ورته مهال حمدالله زاهد ویلي چې د درملو او روغتیايي تجهیزاتو په برابرولو کې باید د سوداګریزو او شخصي ګټو پر ځای د خلکو روغتیا او د طبي محصولاتو لوړ کیفیت ته لومړیتوب ورکړل شي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړو او سوداګرۍ بندښت له امله، طالبان له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د اقتصادي او روغتیايي اړیکو پراخولو هڅې کوي.
افغانستان لا هم د اړتیا وړ درملو او طبي تجهیزاتو لویه برخه له بهرنیو هېوادونو واردوي او د روغتیایي توکو د کیفیت څارنه په هېواد کې یو له جدي ننګونو ګڼل کېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او پهکې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.
پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دورهيي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمهییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمهییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمهییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمهییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».
سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نهده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې لهمخې افغانستان ته بلنه نهده ورکړې».
خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نهدی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نهده بلل شوې.
د ښځو د څرګندونو له مخې، هغه نیول شوې ښځې چې نارینه خپلوان یې نه لرل، اړ وې چې دوه یا درې شپې د طالبانو په بند کې تېرې کړي.
دوی ویلي، چې د امربالمعروف په ریاست کې ورته د لمانځه، اسلام، شریعت او د طالبانو د قوانینو د پلي کولو سپارښتنې شوي او خبرداری ورکړل شوی، چې د ورته چلند د تکرار په صورت کې به له سختو سزاوو او اوږدمهاله بند سره مخ شي.
تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ښځو د نیولو، د برېښنايي وسلو د کارولو او له هغوی سره د شوي چلند په اړه څه نه دي ویلي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو او نجونو پر جامو، حجاب او عامه حضور محدودیتونه زیات شوي دي. طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له لارې د ښځو د حجاب او پوښښ د څارنې لپاره بېلابېل اقدامات کړي دي.
طالبانو د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړ، چې له مخې یې د ښځو د جامو، حجاب او په عامه ځایونو کې د حضور په اړه محدودیتونه او د سرغړونو په صورت کې د سزاوو تدابیر مشخص شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې او د ښځو د حقونو نړیوالو بنسټونو په وار وار د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو او د هغوی د خپلواکۍ د کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دغو محدودیتونو پلي کول د ښځو پر زدهکړو، کار، تګ راتګ او ټولنیز ژوند پراخ اغېز کړی دی.
د ډیپوماټ مجلې په دې اړه په یوه تحلیلي راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې نن ورځ په افغانستان کې یوه نجلۍ له شپږم ټولګي پورته زدهکړې نه شي کولای. مشره خور یې پوهنتون، پارک او ښکلا سالون ته د تګ اجازه نه لري. مور یې د نارینه خپلوان له ملتیا پرته لرې سفر نه شي کولای، په ډېرو دندو کې د کار اجازه نه لري او د طالبانو د ۲۰۲۴ کال د یوه قانون له مخې، ان په عامه ځایونو کې یې غږ هم باید وا نه ورېدل شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې ۲،۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي او د دغه سازمان کارپوهان د ښځو پر وړاندې دا سیستم «جنسیتي اپارتاید» بولي.
د دوی په خبره دا وضعیت نوی نه دی. شپږویشت کاله وړاندې هم طالبانو د افغانستان پر ډېره برخه واکمني کوله او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې نږدې ورته محدودیتونه لګولي وو.
خو هغه څه چې لږ یادېږي، دا دي چې افغانو ښځو د دغه وضعیت پر وړاندې څه کړي وو؟
په دغه تحلیلي راپور کې راغلي، چې «د افغان ښځو د بنسټیزو حقونو اعلامیه» په نوم دغه سند د ۲۰۰۰ کال په جون میاشت کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې چمتو شو. په دې غونډه کې د افغانستان دننه، د پاکستان، ایران او تاجکستان د کډوالو له کمپونو او همدارنګه په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو له ټولنو څخه ښځو ګډون کړی و چې ډېری یې کډوالې وې.