• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د ایران او منځني ختیځ کړکېچ

اسراییل هیوم: ایران پر ټرمپ د ډرون برید پلان جوړوي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۱۸ GMT+۰

د اسراییلۍ ورځپاڼې «اسراییل هیوم» په یوه ځانګړي راپور کې راغلي، اسراییل له امریکا سره داسې استخباراتي معلومات شریک کړي چې ښيي ایران د ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د ډرون برید پلان جوړوي.

یادې ورځپاڼې د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د اسراییل او امریکايي لوړپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې موساد د تهران د هغو مشخصو پلانونو په اړه د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي‌ای‌اې) ته معلومات ورکړي چې له مخې یې غواړي ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت لوړپوړي چارواکي په نښه کړي.
د «اسراییل هیوم» د راپور له مخې، دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې امریکايي استخباراتي ادارو له موساده غوښتي چې د دغه ګواښ په اړه معلومات وڅېړي او کره‌والی یې تایید کړي.
یادې ورځپاڼې زیاته کړې، چې د دغه ګواښونو له امله یوشمېر امریکايي چارواکي خوندي تاسیساتو ته لېږدول شوي، د ډونالډ ټرمپ عامه څرګندونې او حضور کم شوی او د هغه او د حکومت د لوړپوړو چارواکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

ډېر لیدل شوي

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي
۱
څېړنیز راپور

طالبان تر ځمکې لاندې او په غرونو کې تونلونه جوړوي

۲

د افغان سوداګرو مشر: له بده مرغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري د سیاست ښکار شوې ده

۳
د طالبانو د لومړۍ ادارې نسکورېدل

۹۰ ورځې، یو په بل پسې سقوط؛ طالبان څنګه له شمال نه تر کابل او کندهاره پر شا شول؟

۴

د پښتین شلېدلی ګرېوان؛ ولې د ټولنیزو فعالانو پام د هغه څېري ګرېوان ته واوښت؟

۵

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

•
•
•

نور خبرونه

انتونیو ګوترېش: د اقلیمي بدلونونو حقیقت به د چا د خوښې لپاره بدل نه‌کړم

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اقلیمي بدلونونو په اړه د علمي حقایقو پر بیانولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د دغه حقیقتونو د ناخوښۍ له امله به چوپ پاتې نه‌شي. ورته مهال د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلونونو له سختو اغېزمنو هېوادونو څخه دی.

ګوترېش د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه یې په تېرو لسو کلونو کې د اقلیمي بدلونونو په اړه د حقیقت ویلو هڅه کړې ده.

نوموړي ویلي: «کله ناکله دا حقیقت ناارامه کوونکی و او کله ناکله یې هرکلی نه دی شوی؛ خو زما مسوولیت هېڅکله دا نه و چې حقایق د خلکو د خوښې وړ وګرځوم؛ بلکې مسوولیت مې دا و، چې د علمي شواهدو پر بنسټ حقیقت بیان کړم او په ځانګړې توګه هغه مهال روښانه خبرې وکړم چې حقیقت ویل ستونزمن وي».

ګوترېش زیاته کړې: «زه به د حقیقت ویلو ته دوام ورکړم او د هغه لپاره به مبارزه هم ونه دروم».

بل خوا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۶کال د جون په څلورمه په یوه راپور کې ویلي، چې د ۱۹۵۰کال راهیسې په افغانستان کې د تودوخې منځنۍ کچه شاوخوا ۱،۸ درجې سانتي‌ګراد لوړه شوې او اقلیمي بدلونونه د سېلابونو، وچکالۍ، واورې ښویېدنې او سختو واورینو توپانونو د زیاتوالي لامل شوي دي.

د دغه پروګرام د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې هر کال تر ۲۰۰زرو ډېر کسان د اقلیمي پېښو له امله اغېزمنېږي او د ۲۰۲۵کال له فبرورۍ څخه تر جولای پورې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې مرګ‌ژوبله اړولې، زرګونه کسان یې بې‌ځایه کړي او کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو تاسیساتو ته یې زیانونه اړولي دي.

همداراز د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۲۰۲۶کال د جون په پنځمه ویلي، چې وچکالي او د اوبو کمښت په افغانستان کې تر ټولو پراخ اقلیمي ګواښونه دي او د دغه هېواد له نیمایي ډېر وګړي ورسره مخ دي.

د یوناما په وینا، په ننګرهار کې بزګران د کرنیزو حاصلاتو له پرله‌پسې زیانونو سره مخ دي او په کندهار، هلمند، نیمروز، زابل او روزګان کې د وچکالۍ، د ورښتونو کمښت او د ځمکې لاندې اوبو د بې‌کچې اېستلو له امله د اوبو سرچینې له جدي ګواښ سره مخ شوې دي.

یوناما زیاته کړې، چې په ځینو ولایتونو کې سېلابونه کورونه، کرنیزې ځمکې او بنسټیزې اسانتیاوې ویجاړوي؛ په داسې حال کې چې نورې سیمې د اوبو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د دغه معلوماتو له مخې، د اقلیمي بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د کرنې، خوراکي خوندیتوب، د څښاک اوبو او د خلکو پر معیشت مستقیمې اغېزې لري.

د اقتصادي همکاریو سازمان د وزیرانو شورا ۳۰مه ۲ ورځنۍ غونډه سبا د پاکستان په کوربتوب پیلېږي

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۸ GMT+۰
100%

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي، د اقتصادي همکاریو سازمان(ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه د محمد اسحاق ډار په مشرۍ سبا (یکشنبه) په اسلام‌اباد کې پیلېږي. تر دې مخکې د دغه وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې دغې غونډې ته یې طالبان نه‌دي بللي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د بهرنیو چارو وزیرانو ۳۰مه دوه ورځنۍ غونډه سبا (یکشنبه - دوشنبه) د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار په مشرۍ په اسلام‌اباد کې پیلېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ایکو د وزیرانو له غونډې مخکې به د دغه سازمان د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشي او په‌کې به د یاد سازمان فعالیتونه او پروګرامونه وڅېړل شي او بیا به د وزیرانو شورا په غونډه کې پرې بحث وشي.

پاکستان چې د ۲۰۲۶- ۲۰۲۷ کلونو لپاره د ایکو سازمان دوره‌يي مشري پر غاړه لري ویلي، چې د «یوه پیاوړي ایکو لپاره د سیمه‌ییزپالنې بیا راژوندي کول» تر شعار لاندې د دغه سازمان موخې پر مخ وړي او زیاته کړې یې ده: «د پاکستان مشري به د سیمه‌ییزو مشارکتونو د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییز اتصال پر پیاوړي کولو او د سیمه‌ییزې یووالي پر ژورولو متمرکزه وي او د لا زیاتې هوساینې، دوامدارې پراختیا او یوې لا ډېرې یو موټي او پیاوړې ایکو سیمې په لور به ګډې هڅې وهڅوي».

سره له دې چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی، خو پاکستان د ایکو سازمان د مشر په توګه طالبانو ته په یاده غونډه کې د ګډون بلنه نه‌ده ورکړې، مګر د یادې غونډې لپاره په تابیاوو او په ځانګړې توګه په بنرونو کې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال درې رنګه بیرغ لیدل کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند سجاد حیدر خان د تېرې یکشنبې په ورځ (د لړم ۱۷مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ د ایکو سازمان د کړنلارې له‌مخې افغانستان ته بلنه نه‌ده ورکړې».

خو د ایکو سازمان په غونډو کې د طالبانو د استازو ګډون یو شان نه‌دی پاتې شوی. تر دې مخکې یادې ډلې د ایکو سازمان په ځینو غونډو کې ګډون کړی او ځینو نورو ته نه‌ده بلل شوې.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ایکو سازمان د مشرانو په اوولسمه غونډه کې ګډون او وینا کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د ایکو سازمان غونډې ته د طالبانو د نه‌بللو په غبرګون د طالبان اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظر ویلي، چې سیاسي اختلافونه باید په دغې غونډه کې د دوی د ګډون مخه ونه‌نیسي او زیاته کړې یې وه: «د ایکو غونډه چې اقتصادي بڼه لري او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړیږي، افغانستان باید په‌کې ګډون ولري. ان که د سیاسي موضوعاتو په اړه د نظر اختلاف هم موجود وي، د ګډون او حضور لاره باید تړلې پاتې نه‌شي».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) غړی هېواد دی. ایران، پاکستان، ترکیه، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان هم د دغه سازمان نور غړي هېوادونه دي.

له څلورو ساعتونو وروسته؛ په امریکا کې د الوتنو د سراسري ځنډولو امر لغو شو

۲۳ لړم ۱۴۰۵ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د الوتکو د الوتنو د سراسري ځنډولو امر له څه باندې څلورو ساعتونو ځنډ وروسته لغو شوی دی. په دې سره الوتکو یو ځل بیا د الوتنو اجازه ترلاسه کړې، خو داسې نه‌ده، چې ټولې الوتنې به سمدستي خپل عادي مهال‌وېش ته راوګرځي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د جمعې ورځې له پېښو وروسته عادي حالت ته د بېرته ګرځېدو بهیر به وخت ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې لسګونه زره مسافر بند پاتې شوي او ښايي ډېری یې اړ شي چې شپه په هوايي ډګرونو کې تېره کړي.

د مخابراتي اړیکو ګډوډۍ او د الوتنو ځنډولو له امله په امریکا کې زرګونه الوتنې له ځنډ او لغو کېدو سره مخ شوې.

فاکس‌نیوز د «فلایټ اېر» په نوم د الوتنو د څارنې وېب‌پاڼې په حواله لیکلي، چې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د سراسري ځنډولو د امر له امله د جمعې په ورځ د دغه هېواد دننه، دغه هېواد ته د راتلونکو او ترې تلونکو الوتنو له ډلې څه باندې څلور زره او ۴۰۰ الوتنې لغو شوې دي.

د فلایټ اېر د وروستیو شمېرو له مخې، څه باندې ۱۰ زره نورې الوتنې هم له ځنډ سره مخ شوې دي.

په نړیواله کچه هم دې وېب‌پاڼې د څه باندې پنځه زره او ۱۰۰ الوتنو لغوه کېدل او د څه باندې ۲۶ زره نورو الوتنو ځنډ یې ثبت کړی دی.

فاکس‌نیوز ویلي، دغه شمېرې د الوتنو ګډوډۍ ښيي او په دې معنا نه‌ده، چې ټولې لغو شوې یا ځنډېدلې الوتنې د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د مخابراتي ستونزې له امله وې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د الوتنو د ګډوډۍ په اړه ویلي، چې داسې نه‌ښکاري چې دا ستونزه د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله رامنځته شوې وي.

هغه زیاته کړې، ښايي دا ستونزه له داسې یوه سیسټم سره تړاو ولري چې پر ځینو زړو او خرابو تجهیزاتو تکیه لري؛ هغه تجهیزات چې ده یې د نوي کولو هڅه کړې ده.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم د الوتنو د ځنډولو د پرېکړې په اړه ویلي: «هېڅ سایبري برید نه‌دی شوی».

هغه زیاته کړې، چې دغه ستونزه له مایکروسافټ سره هم هېڅ تړاو نه‌لري او څرګنده کړې یې ده: «اوس مهال داسې ښکاري چې وضعیت د سمېدو پر لور روان دی».

هغه زیاته کړې: «موږ د ستونزې د حل لپاره هڅې کوو».

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې د جمعې په ورځ په یوه بې‌ساري اقدام کې، د «غیرعادي وضعیت» او «خوندیتوب ته د پاملرنې» له امله په ټول هېواد کې الوتنې وځنډولې.

د دې ادارې په وینا، دغه پرېکړه د هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې د پراخې ګډوډۍ له امله شوې ده.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې د دې ستونزې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې «د مخابراتو یوې ستونزې د الوتنو په مسیرونو کې د هوايي ټرافیک د کنټرول ټول مرکزونه اغېزمن کړي دي».

هغه زیاته کړې، چې د فډرالي هوايي چلند ادارې تخنیکي کارپوهان د دې ستونزې د ارزونې په حال کې دي.

د جمعې ورځې د الوتنو ځنډول د امریکا په معاصر تاریخ کې د دې ډول درېیمه سراسري پېښه بلل کېږي.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې تر دې وړاندې هم دوه ځله په ټول هېواد کې الوتنې ځنډولې وې؛ لومړی ځل د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱مه، د نیویارک د سوداګرۍ پر نړیوال مرکز له ترهګریزو بریدونو وروسته او دویم ځل د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۱۱مه، د دې ادارې په هغه سیسټم کې د ستونزې له امله چې پیلوټانو ته یې د خوندیتوب خبرتیاوې لېږلې.

امریکا: د شپږم نسل B-۲۱ رایډر الوتکې د وسلو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۸ GMT+۰
100%

د امریکا دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد شپږم نسل لرونکې «بي ـ ۲۱ رایډر» اوږد واټن ویشتونکې بم غورځوونکې الوتکې د دودیزې وسلې د خوشې کولو لومړنۍ ازموینه بریالۍ ترسره کړې، چې په دې سره یې د الوتنې له ازمایښتي پړاو څخه د وسلو د عملیاتي وړتیا پړاو ته د تګ یو مهم پړاو بشپړ کړی دی.

د امریکا د هوايي ځواک د عامه اړیکو ادارې د نومبر پر ۱۳مه په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې دغه ازموینه تېره اوونۍ د کالیفورنیا ایالت له «اېډوارډز» هوايي اډې څخه د الوتنې پر مهال ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، په دې ازموینه کې د بي ـ ۲۱ رایډر یوې ازمایښتي الوتکې دودیزه وسله خوشې کړې، چې د الوتکې د ډیجیټلي ماډلونو او د هغې د پرانیستې سیسټمي جوړښت د بشپړتیا کچه یې تایید کړې ده. دغه ازموینه همداراز د نوو وسلو د چټک مدغمولو او د الوتکې د برید وړتیا څرګندوي.

د امریکا د هوايي ځواک مشر «ټراي مېنک» ویلي: «بي ـ ۲۱ داسې طرحه شوې چې د جګړې ډګر ته د نوو وسلو د چټک مدغمولو له لارې، جنګي ځواکونو ته لا پیاوړې وړتیاوې برابرې کړي او په عین حال کې یې د باور وړتیا او ساتنه اسانه وي.»

نوموړي زیاته کړې: «د دې ازموینې بریا ښيي چې موږ په چټکۍ سره د ځان عیارولو وړتیا لرو او که د جګړې د مخنیوي هڅې ناکامې شي، هر هدف په نښه کولای شو.»

په راپور کې ویل شوي، چې د ازموینې چمتووالی د بي ـ ۲۱ د ډیجیټلي دوه‌ګوني چاپېریال په کارولو سره د زرګونو ساعتونو مجازي ازموینو او ماډل‌جوړونې پر بنسټ ترسره شوی دی. دې چارې د الوتکې له ازمایښتي ټیم سره مرسته کړې چې د وسلو د مدغمولو بهیر چټک کړي او د الوتکې له الوتلو مخکې د وسلې د مسیر اټکل او اصلاح په لوړه کچه دقت سره ترسره کړي.

د امریکا د هوايي ځواک لوی درستیز جنرال «کېن ویلسباخ» ویلي: «د وسلو دا ازموینه ثابتوي چې د بي ـ ۲۱ پروګرام په بریالیتوب سره پر مخ روان دی. موږ د داسې یوه ځواکمن هوايي ځواک د الوتکو یوې ټولګې د جوړولو په حال کې یو چې په راتلونکو لسیزو کې به زموږ ګډو پوځي ځواکونو ته د دښمن د دفاعي لیکو د ماتولو او د دقیقو بریدونو لپاره د باور وړ انتخابونه برابر کړي.»

بي ـ ۲۱ رایډر د نړۍ لومړنۍ او یوازینۍ شپږم نسل لرونکې، د اوږده واټن او د پیاوړو دفاعي سیستمونو د نفوذ وړ بم غورځوونکې الوتکه بلل شوې، چې د سختو پوځي شرایطو پر مهال د بقا، له بدلونونو سره د عیارېدو او له نورو پوځي سیستمونو سره د شبکوي اړیکو وړتیا لپاره طرحه شوې ده.

د امریکا د هوايي ځواک د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې د دغو الوتکو لومړۍ جوپه په ۲۰۲۷ کال کې د سوېلي ډاکوټا ایالت په «ایلزوورث» هوايي اډه کې ځای پر ځای شي.

راپور: د جګړې د څېړنې له امله د برېتانوي ځانګړو ځواکونو امنیت له اندېښنو سره مخ دی

۲۲ لړم ۱۴۰۵ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۰
100%

د برېتانیا د ځانګړو هوايي ځواکونو (اېس اې اېس) د پخوانیو او اوسنیو غړو ټولنې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د جګړې پر مهال د احتمالي جنګي جرمونو په اړه روانه قضايي څېړنه د سرتېرو او د هغوی د کورنیو امنیت له خطر سره مخ کوي.

د ډیلي مېل راپور له مخې، د اېس اې اېس د پوځي ټولنې مشر او پخواني قوماندان اېډ بټلر خپلو غړو ته په یوه لیک کې ویلي چې روسیه، چین او وسله‌والې ډلې ښايي له دغو قضايي بهیرونو څخه د برېتانوي ځانګړو ځواکونو د کمزوري کولو لپاره ګټه پورته کړي.
اوس مهال د افغانستان د جګړې د خپلواکې څېړنې کمېسیون هغه تورونه څېړي چې ګواکې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې یو شمېر طالب بندیان له محاکمې پرته وژلي دي.
د راپور له مخې، د دې څېړنې پایلې ښايي د پوځي پولیسو د جنايي پلټنو لامل شي او یو شمېر سرتېري د قتل له تورونو سره مخ شي. همداراز د هغوی ځینې قوماندانان د دولتي دندې د ناوړه استفادې او د عدالت د مخنیوي په څېر جرمونو کې هم تورن کېدای شي.
اېډ بټلر ویلي، د پلټنو او معلوماتو خپرېدل ښايي د ځانګړو ځواکونو د غړو هویت افشا کړي او دا کار د هغوی او د کورنیو لپاره «ریښتینی امنیتي خطر» رامنځته کوي.
د هغه په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو رسنیو او عامو معلوماتو د نښلولو له لارې د سرتېرو پېژندل تر پخوا اسانه شوي او «دښمن هېوادونه او وسله‌والې ډلې» کولای شي له دې حالته ګټه واخلي.
راپور وايي، د افغانستان د جګړې پر مهال د برېتانیا ځانګړي ځواکونه په ۲۰۱۰ کال کې د هلمند په ګډون د افغانستان سوېلي سیمو ته استول شوي وو. د دوی یو مهم ماموریت د هغو طالب شبکو له منځه وړل وو چې د سړک غاړې ماینونه یې جوړول او د بریتانوي ځواکونو پر ضد یې کارول.
د اېس اې اېس د پوځي ټولنې په لیک کې د سوریې یوه بله قضیه هم یاده شوې، چې پکې پنځه ځانګړي سرتېري د داعش د یوه غړي د وژلو په تور تر پلټنو لاندې راغلي وو، خو وروسته بې‌ګناه ثابت شول.
بل لور ته، د برېتانیا د محافظه کار ګوند مشرې کېمي بېډنوک له حکومته غوښتي چې د ځانګړو ځواکونو د سرتېرو پر ضد روانې پلټنې ودروي. هغې دغه بهیر «د جادوګرو ښکار» بللی او ویلي یې دي چې د ځانګړو ځواکونو سرتېري د کلونو پخوانیو عملیاتو له امله تر فشار لاندې دي.
خو د برېتانيا د دفاع وزارت ویلي، د څېړنې په بهیر کې د سرتېرو د هویت د خوندي ساتلو لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي. یاد وزارت ویلي، تړلې غونډې، مستعار هویتونه او د معلوماتو د ساتنې ځانګړي اصول پلي کېږي او هر څوک چې دا اصول مات کړي، له قانوني اقدام سره به مخ شي.
د افغانستان د جګړې په اړه دغه څېړنه د بریتانیا د پوځي ماموریتونو له تر ټولو حساسو حقوقي دوسیو څخه بلل کېږي او تمه کېږي چې پایلې یې د ځانګړو ځواکونو پر راتلونکي او د افغانستان د جګړې پر ارزونې اغېز ولري.