د راپور له مخې، په دغه قضیو کې د داعش انلاین تبلیغاتو خپرول، د یادې ډلې د غړیتوب لپاره د کسانو هڅول، له پلویانو سره اړیکې او د احتمالي بریدونو پلانول شامل دي. راپور کاږي، دغه پېښې د داعش د وړتیا ښکارندويي کوي چې د خپلې ځمکنۍ واکمنۍ له لاسه ورکولو سره، سره د انلاین فعالیتونو له لارې د نویو کسانو افراطي کولو او جذبولو ته دوام ورکوي.
هسپانیا
د راپور له مخې، د اکټوبر په ۲۰مه د هسپانیا پولیسو د بارسلونا او تاراګونا په ولایتونو کې دوه کسان د «ترهګریزو» افکارو د خپرولو او روزنې په تور نیولي دي. ویل کېږي، چې دغه کسانو په وار، وار د جهادي ډلو اړوند وېبپاڼې کتلې او د داعش تبلیغاتي مطالب یې لوستي وو.
د امریکا فدرالي څېړنیزې ادارې (FBI) هسپانوي پولیسو ته د تاراګونا د یوه اوسېدونکي د افراطي کېدو په اړه معلومات ورکړي وو. د څېړنو پرمهال پولیس وتوانېدل، نوموړی له یوه بل کس سره چې په بارسلونا کې اوسېده ونیسي. د شکمنو کسانو ځینې انلاین فعالیتونه منځني ختیځ ته د سفر او په جهادي فعالیتونو کې د ګډون پر احتمال راڅرخېدل.
همدارنګه، د نومبر په درېیمه پولیسو د بارسلونا په راوال سیمه کې یو بل کس د ترهګریزو افکارو د خپرولو په تور نیولی دی. نوموړی تر دې مخکې په ۲۰۱۸کال کې هم د ترهګرۍ د ملاتړ په تور نیول شوی و؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د څار تر شرایطو لاندې خوشې شوی و.
کاناډا
د کاناډا پولیسو د اکټوبر په ۲۶مه د البرټا ایالت یو ۱۷ کلن ځوان د «ترهګرۍ» اړوند جرم په تور نیولی دی. د راپور له مخې، د پولیسو د ملي امنیت څېړنیزې ډلې د روان کال په فبرورۍ کې وروسته له هغې څېړنې پیل کړې چې د شکمن ځوان او داعش پورې تړلو کسانو ترمنځ انلاین اړیکې وموندل شوې.
دغه ځوان د کاناډا د قوانینو له مخې، د هویت د خوندي پاتې کېدو په موخه نهدی پېژندل شوی او ټاکل شوې وه د نومبر په درېیمه محکمې ته حاضر شي.
اېټالیا
د راپور له مخې، د نومبر په څلورمه د اېټالیا د کارابینیري پولیسو د وارېزه ولایت په یوه عملیات کې د تونس اصله ۲۷ کلن کس نیولی دی. نوموړی د داعش د غړیتوب د هڅونې او د «ترهګریزو» مطالبو د ساتلو په تور نیول شوی دی.
د هغه په اړه څېړنې وروسته له هغې پیل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د خپل کور ترڅنګ یوه بڼ ته د کراسبو (غشي ویشتونکې وسلې) څو غشي ویشتي وو. پولیسو د کور د پلټنې پر مهال وسله او مهمات ترلاسه کړي وو. وروسته د شکمن کس د خواله رسنیو په حسابونو کې د داعش تبلیغاتي مطالب وموندل شول. د راپور له مخې، د هغه په ټیلیګرام حساب کې د داعش د بېرغ انځور هم خپور شوی و.
اسراییل
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اکټوبر په ۱۳مه د دغه هېواد په شمال کې د امالفحم ښار یو ۱۸ کلن اوسېدونکی د اسراییلي سرتېرو پر ضد د برید د پلانولو په تور نیول شوی و. ویل کېږي، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی و او د پولیسو د یو میاشتني څېړنیز بهیر په ترڅ کې یې د برید د پلانولو شواهد موندل شوي دي.
همدارنګه، د نومبر په دویمه اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د شفارم ښار ۲۱ کلن محمد سویطات د سپټمبر په ۲۸مه د پولیسو او شینبت امنیتي ادارې په ګډو عملیاتو کې نیول شوی و.
د راپور له مخې، د سویطات له نیول کېدو وروسته په پلټنو کې څرګنده شوې، چې نوموړي له داعش سره بیعت کړی، د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب یې انلاین خپاره کړي، له پلویانو سره یې اړیکې ساتلې او هڅه یې کړې چې خپل ملګري هم یادې ډلې ته جذب کړي.
راپور زیاتوي، چې دغه دوه نیونې په اسراییل کې د روان کال له اګست میاشتې راهیسې د داعش اړوند اوومه پېښه ده.
سویډن
د سویډن چارواکو د نومبر په شپږمه اعلان وکړ، چې یو ۱۹ کلن ځوان یې د ترهګریز برید د چمتو کولو، په ترهګریز سازمان کې د جدي ګډون او د ترهګرۍ د عامه هڅونې په تور محاکمې ته معرفي کړی دی.
د څېړونکو په وینا، شکمن کس د مارچ له لومړۍ څخه د اپرېل تر ۱۳مې پورې د دغه هېواد په لوېدیځ کې د هالمستاد ښار پر یوه لېسه د چړې برید پلان کړی و. نوموړي له داعش سره د بیعت ترڅنګ د یادې ډلې تبلیغاتي مطالب هم خپرول.
د راپور له مخې، دغه ځوان د اپرېل په میاشت کې د نیول کېدو پر مهال ۱۸ کلن و.
داعش خراسان او په افغانستان کې یې فعالیتونه
داعش خراسان د داعش سیمهییزه څانګه ده، چې په ۲۰۱۵کال کې یې په افغانستان او شاوخوا سیمه کې فعالیت پیل کړ. یادې ډلې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم خپل فعالیتونه او د کسانو د جذب هڅې روانې ساتلې دي.
د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې (EUAA) د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د څار ډلې په ۲۰۲۵کال کې د داعش خراسان د جنګیالیو شمېر شاوخوا دوه زره اټکل کړی و. د راپور له مخې، د یادې ډلې شبکې په ځانګړي ډول د افغانستان په شمالي او شمالختیځو ولایتونو کې خواره واره فعالیت کوي او په بدخشان او کندوز کې یې د پلویانو او ملاتړو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.
د اروپایي ټولنې د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د داعش خراسان بریدونه د ۲۰۲۲کال له لوړې کچې وروسته کم شوي؛ خو یادې ډلې لاهم په ځینو ولایتونو کې بریدونه کړي او د طالبانو پر امنیتي ځواکونو او مذهبي لږکیو یې بریدونو دوام موندلی دی.
ورته مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۰۲۶کال د اګست په میاشت کې د داعش په اړه په یوه راپور کې ویلي، داعش خراسان له هغو ضربو سره، سره چې د طالبانو او پاکستان د عملیاتو له امله وررسېدلې؛ د افغانستان له خاورې بهر د بریدونو اراده لري او د پراخو مرګژوبلو د بریدونو لپاره د خپلو وړتیاوو د بېرته پیاوړتیا هڅې کوي.