• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سویس، بریتانیا او ناروې استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۱۲ GMT+۰

په اسلام‌اباد کې د سویس سفیر سټیفان ری، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي او په پاکستان کې د ناروې له سفیر سېګوالډ هاوګ سره د افغانستان د روان وضعیت او پر سیمه‌ییزو اغېزو یې خبرې کړې دي.

دغه درې اړخیزه غونډه د سویس سفارت په کوربه‌توب جوړه شوې وه او ګډونوالو په‌کې د افغانستان په اړه د نړۍوالې ټولنې پر دریځ خبرې کړې دي.
د سویس سفیر ویلي، چې باثباته افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی او د دغه ډول ثبات رامنځته کول پراخو هڅو ته اړتیا لري. هغه ټینګار کړی، چې د یادې موخې د ترلاسه کولو لپاره دوامداره نړۍوال تعامل، د نړۍوالو شریکانو ترمنځ نږدې همغږي او د سیمې له هېوادونو سره پرله‌پسې خبرې اترې ډېرې مهمې دي.
په اسلام‌اباد کې د سویس سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په ناسته کې د افغانستان د بدلېدونکي وضعیت بېلابېل اړخونه څېړل شوې او پر سیمه‌ییزو احتمالي اغېزو یې نظرونه تبادله شوي دي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت جرمني ته څلور نور ډېپلوماټان لېږي

۴

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۵

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

•
•
•

نور خبرونه

د کرېکټ پر خپرونو او خبرونو بندیز؛ کندهار کې ورزشي خبریالان د دندو پرېښودو ته اړ شوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۰
100%

په کندهار کې د طالبانو د محدودیتونو تازه څپې د سیمه‌ییزو رسنیو فعالیتونه نور هم محدود کړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په سیمه‌ییزو راډیوګانو کې د کرېکټ پر خبرونو، خپرونو او ژوندۍ تبصرې بندیز لګولی، چې له امله یې دوو ورزشي خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

په کندهار کې د یوې سیمه‌ییزې راډیو ورزشي خبریال ارشاد (مستعار نوم) وايي، له څو کلونو راهیسې یې د کرېکټ په برخه کې د خبرونو او خپرونو د چمتو کولو دنده ترسره کوله او دا یې د مسلکي فعالیت اصلي برخه وه؛ خو د طالبانو د بندیز له امله اوس اړ شوی چې خپل د خوښې مسلک پرېږدي.
نوموړی وايي: «ما کلونه د ورزشي خبریال په توګه کار کړی او تر ډېره مې د کرېکټ سیالۍ، خبرونه او خپرونې پوښلې دي. کرېکټ یوازې زما د کار برخه نه وه، بلکې ځانګړې مینه مې هم ورسره لرله؛ خو د طالبانو د بندیز له امله اوس نه شم کولای په دې برخه کې خپل مسلک ته دوام ورکړم او خپله دنده مې له لاسه ورکړې ده.»
په کندهار کې د خبریالانو د بنسټونو د شمېرو له مخې، د دغه ولایت په سیمه‌ییزو رسنیو کې تر لسو ډېر ورزشي خبریالان کار کوي، چې د ورزش، په ځانګړي ډول د کرېکټ په اړه د خبرونو، خپرونو او تبصرو د چمتو کولو مسوولیت لري. د دوی په وینا، تازه بندیزونو دغه ټول ورزشي خبریالان نهیلي کړي او د کار ترڅنګ یې پر ورځني ژوند هم منفي اغېز کړی دی.
د یوې بلې سیمه‌ییزې راډیو خبریال فرید (مستعار نوم) وايي، کرېکټ په کندهار کې ډېر مینه‌وال لري او ګڼو اورېدونکو به د لوبو د خبرونو او ژوندۍ تبصرې اورېدو لپاره راډیوګانې اورېدلې؛ خو اوس د یادې لوبې ټولې رسنیزې برخې منع شوې دي.
هغه دغه پرېکړه بې‌دلیله بولي او وايي، چې د سیمه‌ییزو رسنیو پر اقتصادي وضعیت یې هم منفي اغېز کړی دی. نوموړی وايي: «دا یوه ناسمه او بې‌دلیله پرېکړه ده. په کندهار کې ډېرو راډیوګانو د کرېکټ سیالیو د ژوندۍ تبصرې پرمهال اعلانونه خپرول او له همدې لارې یې عواید ترلاسه کول؛ خو اوس یې دا سرچینه هم له لاسه ورکړې ده. لاهم معلومه نه ده، چې ولې دا محدودیت یوازې په کندهار کې عملي کېږي او په نورو ولایتونو کې نه دی لګېدلی».
د کرېکټ پر خپرونو دغه بندیز داسې مهال لګېږي، چې په کندهار کې سیمه‌ییزې رسنۍ له پخوا راهیسې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د خبریالانو په وینا، د تصویرونو او ویډیوګانو خپرول منع دي، د موسیقۍ او ان د خپرونو په بګرونډ کې د ساده موسیقۍ کارولو اجازه هم نه شته. دغه راز د ښځو د غږ خپرول هم بند شوي دي؛ هغه محدودیتونه چې د ښځو د ستونزو او ټولنیزو موضوعاتو د انعکاس مخه یې هم نیولې ده.
افغان خبریالان وايي، دغو محدودیتونو نه یوازې د رسنیو کاري ساحه محدوده کړې؛ بلکې د سیمه‌ییزو راډیوګانو پر عوایدو یې هم منفي اغېز کړی دی. د دوی په وینا، د کرېکټ پر خبرونو او ژوندۍ تبصرې بندیز د اعلانونو یوه مهمه سرچینه هم له‌منځه وړي او د خبریالانو د بې‌کارۍ ګواښ زیاتوي.
د رسنیو کارکوونکي د طالبانو د امر بالمعروف د محتسبینو له چلند څخه هم شکایت کوي. د دوی په وینا، د یادې ادارې کارکوونکي هره اوونۍ راډیوګانو ته ورځي، د کارکوونکو د ظاهري بڼې او ږیرو په اړه ترې پوښتنې کوي او سپارښتنې ورته کوي. په ځینو مواردو کې د کارکوونکو د نیولو او له ځان سره د بېولو پېښې هم شوې دي.
د یوې سیمه‌ییزې راډیو کارکوونکي وايي، د دغو پرله‌پسې محدودیتونو او فشارونو له امله ګڼ خبریالان اړ شوي چې خپلې رسنیزې دندې پرېږدي او ځینې نور هم د خپل مسلک پرېښودو په اړه فکر کوي.
د کندهار خبریالان اندېښنه لري، چې د بندیزونو دوام به د سیمه‌ییزو رسنیو پاتې فعالیتونه هم له جدي ګواښ سره مخ کړي، د خبریالانو کاري فرصتونه به له‌منځه یوسي او د خلکو معلوماتو ته لاسرسی او د ټولنیزو ستونزو د انعکاس امکانات به نور هم محدود کړي.

محصلان په جوماتونو کې پناه اخلي؛ د هبت‌الله د ملاتړ غونډې لپاره د لیلیو د خالي کولو کیسه

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۰۴ GMT+۰
100%

طالبانو د یادې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د ملاتړ په موخه د یوې غونډې د جوړېدو لپاره د کابل پوهنتون د یوې اوونۍ لپاره تړلی او د محصلانو لیلیې یې هم په لنډمهالي ډول خالي کړې دي.

یوشمېر محصلانو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۵مه) د یادې غونډې د جوړېدو په لومړۍ ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون د تړلو ناڅاپي پرېکړې هغوی د استوګنې او زده‌کړو له ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه غونډه د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په لارښوونه، د ریاست‌الوزرا دفتر او څو نورو وزارتونو په همکارۍ جوړېږي. د سرچینو په وینا، د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه شاوخوا ۴زره ملا امامان او دیني عالمان کابل ته د ګډون لپاره بلل شوي دي.

کابل پوهنتون د شنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) په یوه بېړنۍ خبرتیا کې اعلان وکړ، چې د لیسانس د ورځې او شپې دورو او د ماسټرۍ محصلان به د یکشنبې (د لړم له ۲۴مې، د پنجشنبې د لړم تر ۲۸مې) رخصت وي او باید لیلیې هم خالي کړي.

پوهنتون په خپله خبرتیا کې د یادې رخصتۍ د لامل په اړه څه نه دي ویلي. خو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالب چارواکو د کابل پوهنتون محصلان له لیلیو ایستلي او د هغوی پر ځای یې غونډې ته بلل شوي ملا امامان او دیني عالمان په لیلیو کې ځای پر ځای کړي دي.

د لیلیو بېړنۍ تخلیه

د کابل پوهنتون یوه محصل حمیدالله (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د لیلیې مسوولانو د یکشنبې په ورځ د ماسپښین په دوو بجو هغوی ته خبر ورکړی چې باید د مازدیګر تر څلورو بجو پورې خپل د اوسېدو ځایونه خالي کړي.

100%

هغه وویل، کله چې محصلانو د خپل راتلونکي استوګنځي په اړه پوښتنه وکړه، مسوولانو ورته ځواب ورکړ چې د بل ځای پیدا کول د دوی خپله دنده ده.

د دغه محصل په وینا، وروسته له هغې چې یوشمېر محصلانو اعتراض وکړ او ویې ویل چې په شخصي لیلیو کې د اوسېدو لپاره کافي پیسې نه لري، هغوی ته وړاندیز وشو چې د پولي‌تخنیک پوهنتون لیلیې ته ولاړ شي؛ خو هلته هم د طب پوهنځي شاوخوا ۴۰۰ محصلان ځای پر ځای شوي وو او د نورو لپاره خالي ځای نه و.

نوموړي وویل، د بدخشان یوشمېر محصلان اړ شول چې د کارته‌سخي جومات ته پناه یوسي او ځینې نور بیا شخصي لیلیو ته ولاړ شي.

احمد (مستعار نوم)، چې د کابل پوهنتون له لیلیې ایستل شوی افغانستان انټرنشنل ته ویلي، یادې پرېکړې د خپل ولایت پر لور د بېرته ستنېدو پرمهال له مالي او استوګنیزو ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه وویل، کله چې له کابل نه روانېده یوازې ۲۰۰ افغانۍ ورسره وې؛ په داسې حال کې چې د ده تر ولایت پورې د موټر کرایه شاوخوا ۴۰۰ افغانۍ وه. د دغه محصل په وینا، اړ شو چې له یوه کابل مېشتي ټولګیوال څخه پیسې پور کړي؛ خو د موټرو د حرکت وخت ته د نه رسېدو له امله یې خپل ولایت ته سفر ونه شو کړای او شپه یې په کاپیسا کې د خپلو ملګرو په یوه خونه کې تېره کړه. هغه وویل، د دوشنبې په ورځ وتوانېد خپل کور ته ستون شي.

نوموړي زیاته کړه، چې تر دې مخکې هم له لیلیې ایستل شوی و. د هغه په وینا، د طالبانو د دعوت او ارشاد ادارې کارکوونکو یو ځل د ږیرې د خریلو له امله د شپې په لسو بجو له لیلیې اېستی و.

دغه محصل په پای کې وویل: «په افغانستان کې محصل په هېڅ ډول له کوم حق، حقوقو او ارزښت څخه برخمن نه دی».

د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون رخصتي

د کابل پوهنتون د رخصتۍ پرېکړه داسې مهال شوې، چې محصلان د سمستر وروستیو اوونیو ته رسېدلي او یو شمېر یې د زده‌کړو د دوام او په کابل کې د ژوند د لګښتونو برابرولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

نصیر (مستعار نوم)، د اقتصاد پوهنځي یوه محصل افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د پوهنتون د رخصتۍ خبرتیا د رخصتۍ له پیلېدو یوه ورځ مخکې ماښام خپره شوه او محصلانو ته د پلان جوړولو لپاره کافي وخت نه و ورکړل شوی.

د هغه په وینا، هغه محصلان چې کورنۍ یې په کابل کې ژوند کوي، خپلو کورونو ته ستانه شوي؛ خو د ولایتونو د محصلانو وضعیت توپیر لري او یو شمېر یې بېلابېلو ځایونو ته تللي دي.

دغه محصل ویلي، د سمستر په وروستیو اوونیو کې د پوهنتون یوه اوونیزه رخصتي د زده‌کړو بهیر ګډوډولی شي او لا هم معلومه نه ده چې د نه‌تدریس شویو درسونو برخلیک به څه وي.

هغه زیاته کړې، د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله یو شمېر محصلان چې په کابل کې یې په کرایي خونو کې د تودوخې برابرولو امکانات نه لرل، د پوهنتون د رخصتۍ په تمه وو، څو خپلو ولایتونو ته ستانه شي؛ خو دې ناڅاپي پرېکړې د هغوی ستونزې لا زیاتې کړې دي.

دغه محصل همدارنګه ویلي، په کابل پوهنتون کې د ږیرې او خولۍ اړوند محدودیتونه د محصلانو له لویو ستونزو څخه دي. هغه زیاته کړې، د پوهنتون یوې اوونیزې رخصتۍ د محصلانو پخوانۍ ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

په سویډن کې د پوهنې او روزنې متخصصې فریده سعید افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د سمستر په دې حساسو وروستیو پړاوونو کې د پوهنتون یوه اوونیزه رخصتي د محصلانو د زده‌کړو بهیر او درسي مهالوېش ګډوډوي او د هغو محصلانو ستونزې زیاتوي چې له خپلو کورونو لرې زده‌کړې کوي.

مېرمن سعید ویلي، د طالبانو دغه بې‌غوري د یادې ډلې له نورو پرېکړو او سیاستونو سره یوځای ښيي چې دوی د محصلانو مالي ستونزو او د هغوی د زده‌کړو وضعیت ته ارزښت نه ورکوي.

هغه کارپوهان چې د یادې پرېکړې د پایلو په اړه یې له افغانستان انټرنشنل سره خبرې کړې وايي، د محصلانو اقتصادي او ښوونیز وضعیت ته نه پاملرنه، سیاسي او تبلیغاتي پروګرامونو ته لومړیتوب ورکول د دې لامل کېږي چې محصلان، په ځانګړي ډول د ټیټ عاید لرونکي کسان د داسې پرېکړو درنه بیه پرې کړي.

په نورو هېوادونو کې د لیلیو د تخلیې پرمهال د محصلانو لپاره کوم تدابیر نیول کېږي؟

پوهنتونونه ښايي د بېړنیو حالاتو، بیارغونې یا امنیتي ستونزو له امله اړ شي چې لیلیې تخلیه کړي. خو په یو شمېر هېوادونو کې داسې مقررات شته چې پوهنتونونه مکلفوي؛ څو محصلانو ته له مخکې خبر ورکړي او د هغوی د استوګنې او زده‌کړو د دوام لپاره لازم تدابیر ونیسي.

د بېلګې په توګه په بریتانیا کې د لندن پوهنتون کالج (UCL) د استوګنې د مقرراتو له مخې، که د بېړنیو ترمیماتو یا نورو ستونزو له امله د یوه محصل خونه د اوسېدو وړ نه وي، پوهنتون باید هغه بدیل استوګنځي ته ولېږدوي. پوهنتون مکلف دی، چې د شرایطو تر اجازې پورې محصل له مخکې خبر کړي او د هغه د استوګنې د تړون له شرایطو سره ورته بدیل ځای برابر کړي.

پنځه اروپايي هېوادونه روانډا ته د رد شویو کډوالو پر لېږدولو خبرې کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۱۹ GMT+۰
100%

د اتریش حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دا هېواد له جرمني، هالنډ، ډنمارک او یونان سره یوځای د رد شوو کډوالو د لېږد د یوه مرکز جوړولو لپاره له روانډا سره د بېړنیو خبرو اترو د پیلولو اراده لري.

د دغې اعلامیې پر بنسټ، د رد شوو کډوالو لومړۍ ډله به په ۲۰۲۷ کال کې دغه مرکز ته ولېږل شي.

اروپايي ټولنه له کلونو راهیسې هڅه کوي چې د کډوالۍ قوانین لا سخت کړي، د هغو کډوالو شمېر کم کړي چې د دغې ټولنې ۲۷ غړو هېوادونو ته ننوځي، او د هغو کډوالو د شړلو بهیر ګړندی کړي چې په اروپا کې د استوګنې حق نه لري.

له اروپا بهر مرکزونو ته د کډوالو لېږدول، د دغه سیاست پر یو له مهمو محورونو بدل شوی دی.

اتریش، ډنمارک، جرمني، یونان او هالنډ د دغو مرکزونو د جوړولو لپاره د خبرو اترو مخکښان دي.

د اتریش لومړي وزیر کریستیان شټاکر د اروپايي هېوادونو د چارواکو او د روانډا د کورنیو چارو د وزیر په شتون کې وویل چې موخه یې، راتلونکی کال په رواندا کې د لومړي مرکز جوړول دي.

د ډنمارک لومړۍ وزیرې مته فردریکسن د هغه توافق په اړه چې اروپايي هېوادونه یې د وروستي کېدو هیله لري وویل: «زه فکر کوم چې دا توافق به یو مهم بدلون وي او موږ ته به اجازه راکړي چې د ناقانونه کډوالۍ له پراخو ننګونو سره مبارزه وکړو.»

هغې زیاته کړه: «موږ به د انسان د قاچاقبرانو فعالیت پای ته ورسوو، د خپلو پولو کنټرول به بېرته په لاس کې واخلو او د ناقانونه کډوالۍ انګېزې به له منځه یوسو.»

د بشري حقونو ډلو درېیمو هېوادونو ته د کډوالو مرکزونو یا زندانونو ته د لېږدولو پر طرحې نیوکې کړې دي.

هغوی وايي، چې اروپايي هېوادونه نه شي تضمینولی چې په دغو مرکزونو کې به د پناهجویانو حقونه مراعت شي.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افریقا لوړپوړې څېړونکې او د روانډا متخصصې کلمنټین دو مونتژوا په یوه اعلامیه کې وویل: «له اروپا بهر د پناهجویانو د شړلو مرکزونه، نورو هېوادونو ته د خپلو مسوولیتونو د ورسپارلو لپاره د اروپايي ټولنې د ریاکارانه هڅې تر ټولو نوې بېلګه ده.»

هغې زیاته کړه چې د دغه پروګرام د کوربه توب لپاره د روانډا حکومت ته د پیسو ورکول، نه یوازې دا چې لېږدول شوو کډوالو ته زیان رسوي، بلکې داسې یو حکومت ته مالي سرچینې او سیاسي نفوذ ورکوي چې د هغې په وینا، د رواندا دننه او بهر د بشري حقونو د جدي سرغړونو مسوول دی.

په مقابل کې، د دغې طرحې پلویان وايي چې تش په نامه دغه «د بېرته ستنېدو مرکزونه» د هغو کډوالو وضعیت ته د رسېدنې زمینه برابروي چې خپلو هېوادونو ته د ستنېدو امکان نه لري، خو اروپا ته د ننوتلو یا هلته د پاتې کېدو قانوني اساس هم نه لري.

اروپايي چارواکو ټینګار کړی چې د دغو مرکزونو فعالیت به د اروپايي ټولنې د قوانینو او نړیوالو حقوقو سره سم وي.

د اروپايي ټولنې قوانین په وروستیو کلونو کې، د کډوالۍ پر وړاندې د لا زیاتو سختو سیاستونو د غوره کولو لپاره د سیاسي فشارونو او د عامه افکارو د غوښتنو په پایله کې بدل شوي دي.

د اروپا پارلمان په جون میاشت کې غړو هېوادونو ته اجازه ورکړه چې په خپلواکه توګه یا د کوچنیو ایتلافونو په چوکاټ کې، له اروپايي ټولنې بهر د بېرته ستنېدو مرکزونه جوړ کړي او هغه کډوالو چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي، د هغوی د اصلي هېوادونو پر ځای دغو مرکزونو ته ولېږدوي.

اروپايي ټولنه د نویو غړو د منلو پر شرایطو بحث کوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۰
100%

د اروپايي ټولنې د دوره‌يي مشر په توګه ایرلنډ وړاندیز کړی چې د نویو غړو ازمایښتي دوره له ۱۵ کلونو نه ۱۰ کلونو ته راکمه شي. دا طرحه د پنځو کلونو لپاره د غځېدو امکان هم لري.

ایرلنډ چې د اروپايي ټولنې دوره‌يي مشري پر غاړه لري، غړو هېوادونو ته یوه نوې مسوده وړاندې کړې چې له مخې یې د دې ټولنې د نویو غړو ازمایښتي دوره له ۱۵ کلونو څخه ۱۰ کلونو ته راکمېږي.

دغه وړاندیز، چې د پنځو نورو کلونو لپاره د غځېدو وړتیا هم لري، د مونټه‌نېګرو د یوځای کېدو د تړون لپاره د مشورتي بنسټ په توګه چمتو شوی او ټاکل شوې ده چې سفیران پرې بحث وکړي. په داسې حال کې چې د دغه منځګړي وړاندیز ملاتړ شوی، خو د غړو هېوادونو ترمنځ د نویو غړو د رایې ورکولو حق د ځنډولو، د څارنې د څرنګوالي او د دې تدابیرو د پلي کېدو د تګلارې پر سر ژور اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
د یورونیوز د راپور له مخې، په دغه خپاره شوي سند کې راغلي چې د نویو تدابیرو پر سر د غړو ترمنځ وېش شتون لري. د هالنډ په مشرۍ د اروپايي ټولنې پنځو بنسټ اېښودونکو هېوادونو د خورا سختو محافظتي تدابیرو غوښتنه کړې څو په راتلونکي کې د نویو غړو د احتمالي سرغړونو او د شاتګ مخه ونیول شي، خو بل پلو د ایټالیا په ګډون د «لوېدیځ بالکان ملګرو» ډله بیا د یوه متناسب چلند غوښتونکې ده چې نوي غړي په نابرابره او کمزورې موقعیت کې واقع نه شي. همدارنګه په سند کې یادونه شوې چې غړي هېوادونه د جدي سرغړونو په صورت کې د نویو ورغلو هېوادونو د رایې ورکولو د حق پر ځنډولو ټینګار کوي، خو د ګوتو په شمېر هېوادونه لا هم له دغه انتخاب سره مخالفت ښيي.
د اروپايي کمېسیون د لومړني پلان پر بنسټ، وړاندیز شوی و چې سرغړونو ته د غبرګون دغه اقدامات په اتومات ډول پیل شي، خو ایرلنډ د یوه منځني حل په توګه د ځانګړي اکثریت (QMV) د کارولو وړاندیز کړی دی. سند ښيي چې د غړو هېوادونو ترمنځ دا پوښتنه هم راپورته شوې چې ایا د الحاق د ځنډولو موده باید د اړوند هېواد د چمتووالي له کچې سره برابره شي او که دا چاره دې د یوه کال لپاره پیل او وروسته د اړتیا په صورت کې د وضعیت تر اصلاح پورې وغځول شي. یو شمېر هېوادونو بیا له دې سره مخالفت ښودلی چې د «صادقانه همکارۍ» د اصل د نقض په صورت کې دې بنسټیز اقدامات فعال شي، ځکه د دغه اصل عادلانه او دقیق ارزول ستونزمن ګڼل کېږي.
د غړیتوب څخه د مخکې څارنې په برخه کې، د اروپايي ټولنې د بنسټیزو ارزښتونو، د قانون د واکمنۍ او د قضايي خپلواکۍ د څارنې په اړه پراخ ملاتړ شتون لري. سربېره پر دې، څو غړو هېوادونو غوښتنه کړې چې د ټولنې له ګډ بهرني او امنیتي سیاست سره همغږي هم باید د څارنې په شرطونو کې شامله شي څو دغه هېوادونه د بهرنیو قدرتونو خوا ته تمایل ونه مومي. ایرلنډ همدارنګه څرګنده کړې چې د غړیتوب څخه وروسته د څارنې جلا میکانیزم یې له قانوني متن څخه ایستلی دی، ځکه دا چاره د شته تدابیرو سره د تداخل او نندریو لامل کېدای شوه. په داسې حال کې چې د ځنډ د پړاو پر سر لا هم د یوه او درېیو کلونو د محدودیت او یا د وضعیت تر سمون پورې د غځېدو بحثونه روان دي، خو د لس کلنې ازمایښتي دورې تایید ته د غړو تمایل زیات شوی دی.

هبت‌الله په پنځو کلونو کې ۴۰ ځله وینا وکړه خو په عام محضر کې هیچا ونه لید

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۹ GMT+۰
100%

هبت‌الله اخوندزاده ته د منسوبو ویناوو او ناستو په اړه د افغانستان انټرنشنل څېړنه ښيي چې د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د دې ډلې له بېرته راستنېدو راهیسې تر دې دمه لږ تر لږه ۴۰ ویناوې کړې دي.

هغه په خپلو ویناګانو کې چې عموما په پښتو ژبه دي، د قران له ایتونو، د اسلام د پیغمبر له لارښوونو او کله ناکله له پښتو متلونو ګټه اخلي.

د هغه د وینا بڼه هدایتي، لارښوونکې او ټینګار کوونکې ده.

د طالبانو په اداره کې د هبت‌الله اخوند زاده حکومتداري پر دوو بنسټونو ولاړه ده؛ فرمان او وینا.

د هغه فرمانونه د طالبانو لپاره د قانون حیثیت لري او د دې ډلې ډېری جنجالي سیاستونه، له ټولنیزو محدودیتونو نیولې د شرعي حدودو تر پلي کولو پورې د همدې فرمانونو پر بنسټ توجیه کېږي.

د دې تر څنګ د طالبانو د مشر ویناګانې د دې ډلې د حکومتي ادارو، جنګیالیو، علماوو او چارواکو د لارښوونې بله وسیله ګڼل کېږي.

د دغو ۴۰ ویناګانو څېړنه ښيي چې هغه له عقیدتي او جنګي مسایلو نیولې تر مالیاتو، استخباراتو، لوړو زده‌کړو، د حج چارو، سیمه‌ییزې حکومتدارۍ او بهرنیو اړیکو پورې نږدې د حکومت د ټولو برخو په هکله څرګندونې کړې دي.

د هبت‌الله اخوند زاده اړوند د ۴۰ ثبت شویو ویناګانو د افغانستان انټرنشنل ارزونه ښيي، چې د طالبانو مشر د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه د دې ډلې د بیا واکمنېدو له مهاله د ۲۰۲۶ کال تر اکتوبر پورې د طالبانو په کورنیو ناستو کې ګام په ګام ډېر حضور موندلی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې له هغه څخه یوازې یوه وینا ثبت شوې وه، خو دا شمېره په ۲۰۲۲ کال کې پنځو، په ۲۰۲۳ کال کې درېیو، په ۲۰۲۴ کال کې اوو، په ۲۰۲۵ کال کې ۱۶ او په ۲۰۲۶ کال کې تراوسه اتو مواردو ته رسېدلې ده.

د دغو ویناګانو ډېره برخه په کندهار کې او د طالبانو د چارواکو، علماوو، قاضیانو او اداري مسوولینو په غونډو کې شوې ده.

د دغو ویناګانو د ترسره کېدو ځای ته کتنه ښيي، چې د طالبانو د واک اصلي مرکز لاهم په کندهار کې دی.

د دغو ۴۰ ویناګانو لویه برخه په کندهار کې ترسره شوې ده؛ له قاضیانو او وزیرانو سره له لیدنو نیولې د والیانو، ولسوالانو، استخباراتي مسوولینو، د پوهنتون استادانو، د دیني مدرسو طالبانو او پوځي قوماندانانو تر ناستو پورې.

دا په داسې حال کې ده چې کابل د افغانستان د پلازمېنې په توګه د وزارتونو، بهرنیو سفارتونو او حکومتي بنسټونو کوربه دی.

له دې سره سره، د طالبانو مشر د هېواد اداره تر ډېره له کندهار څخه مخته وړې ده.

په کابل کې لومړنی سفر او وینا

د دغو ۴۰ ویناګانو په منځ کې د ۲۰۲۲ کال د جولای پر لومړۍ نېټه په کابل کې د افغانستان د علماوو په لویه غونډه کې د هغه وینا ځانګړی ځای لري.

دا د جمهوریت له نسکورېدو وروسته لومړی ځل و چې هبت‌الله اخوند زاده کابل ته لاړ او د زرګونو دیني عالمانو په وړاندې یې خبرې وکړې.

په هغې ناسته کې هغه د «اسلامي امارت» پر مشروعیت، د طالبانو له مشرۍ څخه پر اطاعت او د نړیوالې ټولنې له فشارونو سره پر مخالفت ټینګار وکړ.

د دې حضور له اهمیت سره سره طالبانو د هغه ژوندی انځور خپور نه کړ او یوازې د وینا غږیز فایل د رسنیو په واک کې ورکړل شو.

100%

د طالبانو د مشر د ویناوو بل مهم پړاو د ۲۰۲۲ کال په نوامبر کې رامنځته شو؛ هغه مهال چې د طالبانو د قاضیانو په غونډه کې یې د حدودو، قصاص او د شریعت د احکامو پر پلي کولو ټینګار وکړ.

ډېری کتونکي دا وینا د طالبانو د نظام په جوړښت کې د هغه یو له خورا اغېزناکو مستقیمو لاسوهنو بولي؛ هغه ګام چې د دې ډلې د قضايي سیاست لوری یې لا ډېر روښانه کړ.

اخترونه د وینا لپاره پلمه

دیني مناسبتونه هم د طالبانو د مشر تر ټولو مهم تریبونونه پاتې شوي دي. په دغو پنځو کلونو کې د کوچني اختر او لوی اختر پیغامونه او ویناوې د هغه تر ټولو اوږده او خورا سیاسي دریځونه ګڼل کېږي.

په دغو پیغامونو کې هغه په وار وار د طالبانو پر بریا، د «کفارو» پر ماتې، د نظام پر ساتنې، له امیر څخه پر اطاعت، داخلي یووالي او د اسلامي امارت د واکمنۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۳ کال د لوی اختر په پیغام کې یې هم د ښځو په وړاندې د طالبانو له تګلارو دفاع وکړه؛ هغه موضوع چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د طالبانو واک ته د بېرته راستنېدو د کلیزې ویناګانې هم د هبت‌الله په سیاسي روایت کې ځانګړی ځای لري.

هغه د ۲۰۲۴ کال په اګسټ کې، په کندهار کې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مراسمو کې یو ځل بیا د دې ډلې بریا د «جهاد او قربانۍ» پایله وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د واکمن نظام ملاتړ وکړي.

یوه ورځ وروسته یې هم د زمري د ۲۴مې په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې وینا وکړه او خبرداری یې ورکړ چې هېڅوک باید د طالبانو د نظام د ساتنې په اړه بې‌پروا پاتې نه شي.

شمال ته لومړنی سفر او وینا

د افغانستان شمال ته د هغه سفر هم د ډېرو پام ځان ته واړاوه.

دغه سفر چې د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په اتمه ثبت شوی، له کندهاره بهر د طالبانو د مشر له ډېرو کمو تحرکاتو څخه ګڼل کېږي.

هغه په دې سفر کې په شمال کې د دې ډلې د والیانو په شتون سره وینا وکړه او د دې ډلې د لاسته راوړنو پر ساتلو یې ټینګار وکړ.

ځینو کتونکو دا د طالبانو د مرکزي واک د ښودلو او د دې ډلې د داخلي یووالي د ساتلو لپاره د یوې هڅې په توګه تعبیر کړه.

په کندهار کې د وزیرانو ناسته او د وزارتونو له مسوولینو ته وینا

د ویناګانو د نوملړ ارزونه ښيي چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو د مشر د څرګندونو د پام وړ برخه حکومتي چارواکو ته متوجه وه.

هغه په کندهار کې د وزیرانو شورا په غونډه کې د ۳۴ ولایتونو د والیانو په راټولېدو کې د مالیې د مسوولینو، د استخباراتو د مسوولینو، ښاروالیو او بېلابېلو حکومتي ادارو په ځانګړو ناستو کې ویناوې کړې دي او په ډېری مواردو کې یې د مشرتابه پر اطاعت، له فساد سره پر مبارزې، د شریعت پر پلي کولو او ددې ډلې دننه پر همغږۍ ټینګار کړی دی.

د هغه ډېرې ویناګانې په کوم کال کې وشوې؟

په ۲۰۲۵ کال کې د هغه د ویناګانو لمن نوره هم پراخه شوه.

هغه د وزیرانو، والیانو او د استخباراتو له مسوولانو سره پر لیدنو سربېره، د کندهار په پوهنتون کې د دیني او عصري زده‌کړو په اړه خبرې وکړې، د جهادي مدرسو له استادانو سره یې ناسته وکړه، قاضیانو ته یې وینا وکړه او د دیني عالمانو په څو ځانګړو سیمینارونو او فقهي مجلسونو کې حاضر شو.

دا موضوع ښيي چې د طالبانو مشر د امنیتي او سیاسي موضوعاتو ترڅنګ د خپل نظر وړ دیني او ښوونیزو جوړښتونو بیارغونې ته ځانګړې پاملرنه درلودلې ده.

د ۲۰۲۶ کال د ویناګانو نوملړ هم همدا بهیر جاري ساتي.

د کندهار د ولسوالیو له عالمانو سره لیدنه، د مالیې وزارت مسوولانو ته وینا، له درنو عالمانو سره ناسته د پوځي او ملکي مسوولانو ځانګړې غونډه په دیني مدرسو کې شتون او بالاخره د ۲۰۵ البدر قول اردو جنګیالیو ته وینا دا ټول ښيي چې د هبت‌الله اخندزاده اصلي مخاطبان لاهم د طالبانو حکومتي، امنیتي او مذهبي کړۍ دي.

هبت‌الله له دې ویناوو سره د څه په لټه کې دی؟

د هبت‌الله اخندزاده د ۴۰ ثبت شویو ویناوو او پیغامونو کتنه ښيي چې د طالبانو مشر له عامه ډګر څخه د نږدې بشپړ غیبت سره سره، د هدفمندو فرمانونو او ویناوو له لارې د دې ډلې په لارښوونه کې محوري رول لوبوي.

هغه د طالبانو د څه باندې پنځه کلنې واکمنۍ په اوږدو کې نه کومه مرکه کړې، نه په خبري ناسته کې حاضر شوی او نه د عامه افکارو لپاره په یوه د لاسرسي وړ څېره بدل شوی دی؛ له دې سره سره ویناوې یې ښيي چې د طالبانو په خورا مهمو سیاسي، دیني، قضايي، امنیتي او اداري مسایلو کې مستقیمه لاسوهنه لري او له کندهار څخه د دې ډلې د قدرت پر جوړښت څارنه کوي.

د دغو ویناوو د منځپانکې څېړنه همدارنګه ښيي چې د هبت‌الله اخوند زاده اصلي مخاطبان عام خلک نه بلکې وزیران، والیان، قاضیان، دیني عالمان، د مدرسو طالبان، امنیتي مسوولین او د طالبانو جنګیالي وو.

په کابل کې د علماوو له لویې غونډې او د وزیرانو شورا له ناستو نیولې تر قاضیانو، د مالیې له مسوولینو، استخباراتو او پوځي قوماندانانو سره تر لیدنو پورې، هغه تل درې ثابت پیغامونه تکرار کړي دي: د «اسلامي امارت» ساتنه او پیاوړتیا، د طالبانو له مشرتابه څخه اطاعت او د شریعت په اړه د دې ډلې د تعبیر پلي کول.

په پایله کې د طالبانو د مشر ویناوې د دې ډلې د ادارې د اصلي لومړیتوبونو او تګلارو هنداره بلل کېدای شي؛ هغه خبرې چې که څه هم ډېر لږ د ولس په وړاندې کېږي، خو په عمل کې د طالبانو پر لویو سیاستونو او پرېکړو مستقیم اغېز لري.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوند زاده د ویناوو نوملړ:

۱. ۹ لړم ۱۴۰۰ — د جمهوریت له سقوط وروسته د کندهار په حکیمیه مدرسه کې لومړنی علني حضور؛ واک ته د طالبانو د رسېدو په مناسبت مبارکي.

۲. ۱۱ غويي ۱۴۰۱ — د کندهار په لوی جامع جومات کې د کوچني اختر د لمانځه په خطبه کې وینا؛ د طالبانو بریا او د اسلامي نظام ټینګښت.

۳. ۱۰ جنګاښ ۱۴۰۱ — په کابل کې د افغانستان د عالمانو په لویه غونډه کې وینا؛ په دې غونډه کې لومړی ګډون او د طالبانو پر دریځونو، له هغې ډلې د نړیوالې ټولنې په وړاندې ټینګار.

۴. ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۱ — د لوی اختر په مناسبت وینا؛ له بهرنۍ لاسوهنې سره مخالفت او د طالبانو د حکومت د نړیوال رسمیت پېژندنې غوښتنه.

۵. ۹ لیندۍ ۱۴۰۱ — د طالبانو د قاضیانو په ناسته کې وینا؛ د حدودو، قصاص او شریعت تطبیق.

۶. ۱ غويي ۱۴۰۲ — په کندهار کې د کوچني اختر په مناسبت وینا؛ یووالی او د مشرتابه اطاعت.

۷. ۷ چنګاښ ۱۴۰۲ — د لوی اختر په مناسبت وینا؛ د ښځو په اړه د طالبانو له تګلارو دفاع.

۸. ۱ لیدنۍ ۱۴۰۲ — په کندهار کې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا.

۹. ۲۸ مرغومي ۱۴۰۲ — د طالبانو د فرمانونو پر علني نیوکې د بندیز په اړه وینا.

۱۰. ۲۲ وري ۱۴۰۳ — په کندهار کې د کوچني اختر په لمانځه کې وینا؛ د امیر د فرمانونو اطاعت.

۱۱. ۱۱ زمري ۱۴۰۳ — د طالبانو د اردو له ۶۰۰ څخه زیاتو مسوولانو لپاره په اصلاحي ناسته کې وینا

۱۲. ۲۵ زمري ۱۴۰۳ — د طالبانو د رسنیو له لارې د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مراسمو کې د وینا نشرول

۱۳. ۲۶ زمري ۱۴۰۳ — د زمري ۲۴مې په مناسبت د کندهار په هوايي ډګر کې وینا.

۱۴. ۳۰ زمري ۱۴۰۳ — په کندهار کې د ټولو ولایتونو د والیانو په ناسته کې وینا.

۱۵. ۱۸ وږي ۱۴۰۳ — د افغانستان شمال ته سفر او د شمالي ولایتونو له مسوولانو سره د ناستو جوړول او د وینا وړاندې کول

۱۶. ۲۵ سلواغې ۱۴۰۳ — د کندهار په پوهنتون کې د دیني او عصري زده‌کړو په اړه وینا.

۱۷. ۱۰ وري ۱۴۰۴ — د کوچني اختر په مناسبت وینا؛ فرایض، شرعي احکام او له بېوزلو سره مرسته.

۱۸. ۲۴ وري ۱۴۰۴ — په کندهار کې د حاجیانو د ښوونکو په سیمینار کې وینا.

۱۹. ۱۲ غويي ۱۴۰۴ — د کابل ولایت د مسؤلانو په روزنیز سیمینار کې وینا. ۲۰. ۲۱ ثور ۱۴۰۴ — د استخباراتو د مسؤلانو په سیمینار کې وینا.

۲۱. ۳۱ غويي ۱۴۰۴ — په کندهار کې د ښاروالیو د مسوولانو په سیمینار کې وینا.

۲۲. ۹ غبرګولي ۱۴۰۴ — د پکتیکا ولایت د مسولانو په سیمینار کې وینا.

۲۳. ۲۵ غبرګولي ۱۴۰۴ — د جهادي مدرسو د استادانو او مسؤلانو په سیمینار کې وینا.

۲۴. ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ — په کندهار کې د قاضیانو په درې ورځني روزنیز سیمینار کې وینا.

۲۵. ۱۶ زمري ۱۴۰۴ — د کندهار ښار د ۱۵ ناحیو له عالمانو او خطیبانو سره په ناسته کې وینا.

۲۶. ۱۵ تلې ۱۴۰۴ — د ۳۴ ولایتونو د والیانو او ولسوالانو په سیمینار کې وینا.

۲۷. ۱۰ لړم ۱۴۰۴ — د افغانستان د فقهي مجالسو په روزنیز سیمینار کې وینا.

۲۸. ۱۵ لړم۱۴۰۴ — د قضا او افتا برخې د مسؤلانو او فاضلانو په غونډه کې وینا.

۲۹. ۲۴ لړم ۱۴۰۴ — د «اسلامي ثقافت مضامینو د تدریس ارزښت او اغېزې» په کنفرانس کې وینا.

۳۰. ۲۸ لړم ۱۴۰۴ — د افغانستان د فقهي مجالسو د عالمانو په دوه ورځني سیمینار کې وینا.

۳۱. ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ — د وزارتونو او ادارو د مسؤلانو په اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا.

۳۲. ۲۸ سلواغې ۱۴۰۴ — د کندهار ولایت د ولسوالیو د عالمانو په ناسته کې وینا.

۳۳. ۲۹ سلواغې ۱۴۰۴ — د کندهار ولایت د ولسوالیو د عالمانو په ناسته کې بیا وینا.

۳۴. ۱۷ وريې ۱۴۰۵ — د جنوب زون د حاجیانو د ښوونکو او غړو په سیمینار کې وینا.

۳۵. ۹ غويي ۱۴۰۵ — د مالیې وزارت په اصلاحي او روزنیز سیمینار کې وینا.

۳۶. ۱۱ وږي ۱۴۰۵ — په کندهار کې د دیني عالمانو په سیمینار کې وینا.

۳۷. ۲۶ وږي ۱۴۰۵ — د کندهار د پوځي او ملکي مسوولانو په سیمینار کې وینا.

۳۸. ۲۴ تلې ۱۴۰۵ — د کندهار په دیني مدرسو کې وینا؛ د شرعي دندې په توګه زده‌کړه.

۳۹. ۳۰ تلې ۱۴۰۵ — د ۲۰۵ البدر قول اردو جنګیالیو ته وینا.