• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په برېتانیا کې دوه افغانان پر ۱۴ کلنې نجلۍ په جنسي تېري تورن شوي دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۴ GMT+۰

د برېتانیا په لندن ښار کې یوې محکمې دوه افغانان پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ په جنسي تېري او جنسي ځورونې تورن کړي دي.

د برېتانیا د ترانسپورټ پولیسو په وینا، ۲۵ کلن بریالی رحیمي او ۲۹ کلن میرعبدالرحمان سادات د روان کال د فبرورۍ په پنځمه د کېنټ سیمې په سټري تمځي کې له دغې نجلۍ سره مخ شوي او وروسته له هغې سره په یوه اورګاډي کې سپاره شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، رحیمي په اورګاډي کې لومړی پر نجلۍ جنسي تېری کړی او وروسته یې هغه سادات ته سپارلې چې د هغه له‌خوا هم جنسي ځورول شوې ده.
پولیس وايي، دغه نجلۍ د پېښې پرمهال څو ځله دواړو کسانو ته د «نه» ځواب ورکړی او خپل عمر یې هم ۱۴ کاله ښودلی و.
د برېتانیا د ترانسپورټ پولیسو په اورګاډي کې د لګول شوې امنیتي کمرې پرمټ د ثبت شویو انځورونو او د قرباني نجلۍ د څرګندونو پربنسټ دواړه کسان تورن پېژندلي او د فبرورۍ په ۱۰مه یې د لندن په لوېدیځ کې نیولي دي.

ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۵

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

•
•
•

نور خبرونه

د اروپا پارلمان استازې: د طالبانو سیاستونه له جنسیتي توپیر پرته بل څه نه‌دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۳ GMT+۰
•
طاهر قادري
100%

له افغانستان سره د اړیکو لپاره د اروپا پارلمان د پلاوي مرستیاله الساندرا مورتي وايي، اروپا باید تر هغه وخته له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه‌کړي؛ څو چې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو حقونو وضعیت ښه شوی نه وي.

هغې ټینګار کړی، چې «د ښځو حقونه باید هېڅکله د سیاسي معاملاتو قرباني نه‌شي». مورتي له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په خبرو کې ویلي، طالبانو په منظم ډول ښځې له زده‌کړو، کار او په ټولنه کې له ګډون محرومې کړې دي.

هغې د طالبانو دغه سیاست «جنسیتي توپیر» بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې بشري مرستې روانې وساتي، پر طالبانو ډیپلوماتیک فشار زیات کړي او د ښځو د حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ باسي.

اروپايي چارواکو سره له دې چې د ښځو په اړه یې د طالبانو پر کړنو نیوکې کړې او د یادې ډلې اداره یې په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو یې له طالبانو سره تعامل کړی دی.

نیوکه کوونکي وايي، دغه ډول چلند په نړۍوالو اړیکو کې د طالبانو د عادي کېدو لامل کېږي او دغه ډلې ته مشروعیت وربښي.

الساندرا مورتي چې د اروپا پارلمان د ښځو د حقونو او جنسیتي برابرۍ د کمېټې غړې هم ده، ویلي چې د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه‌دی. هغې زیاته کړې: «د افغانستان وضعیت یوازې یو بشري ناورین نه؛ بلکې د بشري حقونو ژور ناورین هم دی، په ځانګړي ډول هغه ناورین چې ښځې ورسره مخ دي».

د نوموړې په وینا، له زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې له ګډون څخه د ښځو محرومول نور د جلا، جلا محدودیتونو ټولګه نه؛ بلکې پر یوه منظم نظام بدل شوی دی. هغې ویلي: «دا یوازې ساده تبعیض نه‌دی؛ بلکې هغه څه دي چې جنسیتي توپیر یې بللی شو».

په وروستیو کلونو کې د «جنسیتي توپیر» په توګه د افغانستان د وضعیت پېژندلو موضوع د اروپايي بنسټونو او د بشري حقونو د سازمانونو د بحثونو پر یوه مهم محور بدله شوې ده. د اروپا پارلمان هم په خپلو پرېکړه‌لیکونو کې غوښتنه کړې، چې جنسیتي توپیر دې د بشریت ضد جرم په توګه په رسمیت وپېژندل شي.

100%

پنځه کاله بې‌پایلې نړۍوالې غندنې

اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله د طالبانو سیاستونه غندلي دي. خو له دغه ټولو غندنو سره، سره پر ښځو لګېدلي اساسي محدودیتونه لاهم پر خپل ځای پاتې دي او په ځینو برخو کې لا سخت شوي هم دي.

الساندرا مورتي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړۍوالو غندنو په عملي ډګر کې څه پایله لرلې، ویلي چې د اروپا دنده دا وه چې نړۍواله ټولنه پرېنږدي افغانستان او ښځې یې هېرې کړي.

د نوموړې په وینا، د افغان ښځو غوښتنې، له زده‌کړو او ازادۍ نیولې، په ټولنه کې تر ګډون پورې، د هر انسان له بنسټیزو حقونو څخه دي. هغې ویلي: «دوی د زده‌کړو، ازادۍ، انساني کرامت او په ټولنه کې د ګډون په څېر هغه حقونه غواړي چې د هر انسان طبیعي حقونه دي».

مېرمن مورتي ټینګار کړی، چې اروپا باید په افغانستان کې د ښځو له روان وضعیت سره عادت نه‌شي او دغه هېواد باید د نړۍ د ګڼو نورو ناورینونو په منځ کې هېر نه‌شي.

100%

ایا له طالبانو سره تعامل د طالبانو د منلو په معنا دی؟

د افغانستان په تړاو د اروپا د بهرنۍ پالیسۍ یوه له مهمو ننګونو څخه دا ده، چې څنګه له طالبانو سره اړیکې وساتي؛ خو په ورته وخت کې دغه ډلې ته مشروعیت ورنه کړي.

اروپايي ټولنه له یوې خوا د بشري مرستو رسولو، امنیتي مسایلو او د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره له طالب چارواکو سره اړیکو ته اړتیا لري؛ خو له بلې خوا ټینګار کوي چې دغه اړیکې د طالبانو د ادارې د رسمیت پېژندلو په معنا نه‌دي.

اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱کال راهیسې له طالبانو سره د اړیکو لپاره پنځه معیارونه ټاکلي دي: د افغانستان د خاورې له کارولو څخه د نورو هېوادونو پرضد د وسله‌والو فعالیتونو مخنیوی، د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو درناوی، د ټول‌ګډونه حکومت جوړول او بشري مرستو ته د لاسرسي ډاډمنول.

خو له دې سره، سره جرمني او د اروپا یوشمېر نورو هېوادونو د طالبانو پر سیاستونو د نیوکو ترڅنګ د یادې ډلې ډیپلوماتان هم منلي دي. دغه هېوادونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د قونسلي خدمتونو او کډوالۍ په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

مېرمن مورتي باور لري، چې د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په وضعیت کې له واقعي بدلون پرته باید له طالبانو سره اړیکې د عادي کېدو پړاو ته ونه رسېږي.

د اروپا پارلمان په وروستیو کلونو کې د طالبانو د سیاستونو غندلو په موخه څو پرېکړه‌لیکونه تصویب کړي دي. په دې لړ کې یو له وروستیو پرېکړه‌لیکونو څخه د غويي ۳۱مې نېټې هغه پرېکړه‌لیک دی، چې د طالبانو له‌خوا د محاکمو د اجرااتو د نوي قانون تر تصویب وروسته په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت ته ځانګړی شوی و.

دغه پرېکړه‌لیک د ۴۸۰ موافقو، پنځو مخالفو او ۸۳ ممتنعو رایو په پایله کې تصویب شو. د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه‌لیک کې د طالبانو نوی قانون په کلکه غندلی او د هغه د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

100%

د اروپا پارلمان همدارنګه د اروپايي ټولنې له شورا او کمېسیون څخه غوښتي، چې د هغه طالب مشرانو پر وړاندې بندیزونه پراخ کړي چې د ښځو د ځورونې او ځپلو مسوول دي. په دغه بندیزونو کې د سفر بندیز او د هغوی د شتمنیو کنګل شامل دي.

واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو پنځه کاله وروسته، یوه مهمه پوښتنه دا ده که نړۍوالو غندنو ونه شوای کړای د یادې ډلې سیاستونه بدل کړي؛ نو نړۍوالې ټولنې ته د فشار راوړلو لپاره نورې کومې وسیلې پاتې دي؟

الساندرا مورتي وايي، د داسې یوې تګلارې موندل چې وکولای شي په افغانستان کې د ښځو وضعیت ښه کړي اسانه کار نه دی؛ خو نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار راوړلو هڅې ونه دروي.

هغې پر څو لومړیتوبونو ټینګار کړی دی: د بشري مرستو دوام، پر طالبانو د ډیپلوماتیک فشار زیاتول، د بشري حقونو د سرغړونو عاملین ځواب ویلو ته اړ کول، د افغان ښځو او مدني ټولنې ملاتړ او په سیاسي معاملاتو کې د ښځو د حقونو د قرباني کېدو مخنیوی.

مورتي وايي، بشري مرستې اړینې دي، خو یوازې دغه مرستې د افغانستان د ناورین د حل لپاره بسنه نه‌کوي. هغې ټینګار کړی: «بشري مرستې باید دوام وکړي؛ خو دغه مرستې د سیاسي فشار او د بشري حقونو د سرغړونو د عاملینو د ځواب ویلو د بهیر بدیل نه‌شي کېدای».

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو او د بشري حقونو مدافعانو خبرداری ورکړی، چې په وروستیو کلونو کې د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو او ناورینونو له زیاتېدو سره نړۍوالو سیاست‌والو او رسنیو د افغانستان وضعیت ته لږه پاملرنه کړې ده.

خو مورتي له دې ارزونې سره موافقه نه‌ده. هغې ویلي، د اروپا په پارلمان کې هڅې روانې دي چې په افغانستان کې د ښځو غږ واورېدل شي او اروپايي سیاست‌وال خپلې پرېکړې د همدې ښځو د تجربو او روایتونو پر بنسټ ونیسي.

نوموړې ټینګار کړی: «موږ باید هغو افغان ښځو ته غوږ ونیسو، چې په خپل هېواد کې ژوند کوي. هغوی تر بل هر چا ښه پوهېږي، چې له کومو ستونزو سره مخ دي».

په همدې تړاو، د افغانستان لپاره د اروپا پارلمان د اړیکو پلاوی هم له هغو بنسټونو دی، چې هڅه کوي د افغانستان موضوع د اروپا په سیاسي اجنډا کې ژوندۍ وساتي او د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو په برخه کې ملاتړ وکړي.

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۹ GMT+۰
100%

د ماشومانو د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د اغېزمن ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جنسي تېري او تاوتریخوالي، جبري ودونو، د ماشومانو د ودولو او د هلکانو د جنسي استثمار بېلابېلې پېښې مستندې کړې دي.

د نومبر ۱۸مه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیواله درجه‌بندۍ کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.

دا ورځ په حقیقي ژوند او انلاین فضا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. خو په افغانستان کې له زده‌کړو محرومیت، بېوزلي، بې‌ځایه کېدل او جبري ودونه د ګڼ شمېر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د زیان‌منېدو خطر زیاتوي.

یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زده‌کړو محرومې شوې دي. د ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې له زده‌کړو او د ودې له فرصتونو محرومیت د ماشومانو پر وړاندې د کم‌عمره ودونو او بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي خطر زیاتولی شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپور شوی، په افغانستان کې د جبري ودونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. له ملګرو ملتونو سره مرکه شویو کسانو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو تړل کېدل د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه بللي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۴ کالني راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلو رسمي څرګندونو خلاف، ماشومان په خپلو وسله‌والو ځواکونو کې جذب کړي او پوځي روزنه یې ورکړې ده.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ څخه زیات ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي وو، چې ځینې یې په جنګي او ځینې نور یې په مرستندویه دندو کې ګومارل شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو د سرتېرو ګومارل او بچه‌بازي لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په وسله‌والو نښتو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.

په ورته شرایطو کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار هم د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. بچه‌بازي، د هلکانو جنسي استثمار او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه هغه موارد دي چې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپورونو کې یاد شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د ۲۴ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغو ماشومانو کې ۱۶ نجونې او اته هلکان شامل دي.

ملګري ملتونه وايي، له ټولنیز پېغور، غچ اخیستنې، ټولنیز رد کېدو او زیان‌رسوونکو ټولنیزو دودونو څخه وېره هغه خنډونه دي چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د نه راپور کېدو لامل کېږي.

طالبانو د «د زوجینو ترمنځ د بېلتون د اصولو» تر سرلیک لاندې د ۳۱ مخونو د مقرراتو په تصویب سره د کورنۍ د قوانینو په چوکاټ کې د ماشومانو ودول په رسمي توګه منلي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وايي، د طالبانو دغه اصول‌نامه د ماشومانو د جبري ودونو لپاره زمینه برابروي.

بېوزلي او بې‌ځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بې‌ځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کم‌عمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زده‌کړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.

د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.

متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.

د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

په افغانستان کې زده‌کړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.

د طالبانو په توقیف‌خونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی

د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د دارالتأدیب یا هغو قانوني توقیف‌ځایونو په توګه پېژندل کېږي چې د جرمونو په تور نیول شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.

دغه شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه په ۱۴۰۴کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.

له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي. دې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

هبت الله اخوندزاده: د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۶ GMT+۰
100%

هبت‌الله اخوندزاده نن په کابل کې د دې ډلې په دفاع وزارت کې د دیني عالمانو او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته مخامخ شاوخوا دوه ساعته غږېدلی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې امنیتي تدابیر سخت وو او ګډونوالو تالار ته د قلمونو د وړلو اجازه هم نه درلوده.

افغانستان انټرنشنل ته دوو سرچینو، چې یوې یې په نننۍ غونډه کې ګډون کړی و، وویل، چې د هبت‌الله اخوندزاده د وینا ډېره برخه پر اطاعت، د فرمانونو پر تطبیق، یووالي او د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو راڅرخېده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده دې غونډې ته یوه ۵۲ مخیزه رساله ولوسته، چې د غونډې ټولو برخه والو ته واردمخه وېشل شوې وه.

ددې رسالې محتوا د هغې وینا برخې وې، چې نوموړي د کندهار د عالمانو یوې غونډې ته کړې.

په دې رساله کې د دیني موضوعاتو، د مخکینیو حکومتونو د کمزورۍ د عواملو، د اسلامي نظام د ځانګړتیاوو او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د دیني عالمانو او چارواکو د مسوولیتونو په اړه بحثونه شامل وو.د سرچینې په وینا، په رساله کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، امامت کبری او صغری، د فتنو مخنیوي، اسلامي ورورولۍ او یووالي پر موضوعاتو خبرې شوې وې.

همدارنګه د حجاب، غلاوو، ځانمرګو بریدونو او ترافیکي پېښو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پر اړتیا او په ټولنه کې د ځینو ناسمو کړنو پر پایلو هم بحث شوی.

هغه د پخوانیو حکومتونو د سقوط لاملونه فتنې، اختلافونه او د څوکیو پر سر شخړې وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې له ورته وضعیت څخه ځانونه وساتي.

نوموړي دیني عالمانو ته ویلي چې کلیو او سیمو ته ولاړ شي، د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي او د ده فرمانونه خلکو ته ورسوي.

100%

د جوماتونو او مدرسو پر جوړولو ټینګار

د غونډې د یوه ګډونوال په وینا، هبت‌الله اخوندزاده د وینا پر مهال څو ځله د جوماتونو او مدرسو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په کابل کې به د یوې لویې عیدګاه او مدرسې د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدي.

هبت الله له غونډې وروسته په حضوري چمن کې په خپل نامه د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.

د سرچینې په وینا هبت الله وویل، چې «جوماتونه او مدرسې جوړ کړئ، زه کابل ته راغلی یم، تر هغه نه ځم چې دلته یو ستر جومات او مدرسه جوړ نه کړم».

هغه په کابل ښار کې د جوماتونو له کم شمېر نه شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي.

هبت‌الله اخوندزاده په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ته ویلي چې د جوماتونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.هغه زیاته کړې چې د کابل ښاروال به هم له خپلې بودجې څخه شاوخوا شپږ لوی جوماتونه جوړ کړي.

د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د عیدګاه ستر جومات او شاوخوا ګڼ نور جوماتونه له کلونو راهیسې فعال دي.

هبت الله اخوندزاده د طالبانو د ځینو غړو پوښتنو ته هم ځوابونه ویلي دي.

سرچینې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې هبت الله څه ډول خبرې وکړې، وویل، چې نوموړي خلکو ته مخامخ خبرې وکړې.

د غونډې امنیتي تدابیر

د غونډې د یوه ګډونوال په وینا، د دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د دې ناستې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

سرچینه وایي، ګډونوالو ځانګړي کارتونه لرل او د غونډې ځای ته د هر ډول وسایلو له وړلو مخنیوی کېده او د هبت‌الله اخوندزاده د ناستې له څوکۍ سره هم د قلمونو اېښودو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او خلکو هم تالار ته د موبایلونو، اوسپنیزو وسایلو او حتا قلمونو د وړلو اجازه نه درلوده.

د غونډې د یوه برخه وال په وینا، د غونډې په منځ کې څو ځله ځینې ګډونوال له خپلو ځایونو پورته شول، د هبت‌الله اخوندزاده ستاینه یې وکړه او ځینو یې د احساساتو له امله ژړل او ویل یې: «ځان مې له تا قربان دی».

د غونډې ډېری ګډونوال د طالبانو د ادارو رییسان او د جوماتونو ملا امامان وو ، خو په غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني او د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د طالبانو د کابینې غړي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.

په غونډه کې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي، ۲۰۱ خالد بن ولید، ۲۰۹ الفتح، ۲۰۵ البدر، ۲۱۵ عزم، ۲۱۷ عمري، ۲۰۷ الفاروق او ۲۰۳ منصوري قول اردوګانو قوماندانانو او د کابل، کندهار، هرات، بلخ، کندوز، ننګرهار او پکتیا ولایتونو والیانو هم ګډون کړی و.

د بلوچستان سیاسي ګوندونه د ناامنۍ، هدفي وژنو او د لارو بندېدو پر ضد اعتصاب کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۰
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د پاکستان په بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو د ټول‌ګوندي غونډې له پرېکړې سره سم، د نومبر په ۱۹مه به په ټول ایالت کې عمومي اعتصاب او مظاهرې وشي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زېري افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په ګډه پرېکړه به د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، په ټول بلوچستان کې کاري اعتصاب او احتجاجي مظاهرې وشي.
زېري وویل، بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ له زیاتېدونکو پېښو سره مخ دی او په زیارت، هرنايي، قلعه عبدالله او یو شمېر نورو سیمو کې خلک د وسله‌والو فعالیتونو او امنیتي وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د هغه په وینا، په ګڼو سیمو کې خلکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی او سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. نوموړي ادعا وکړه چې له حکومتي چارواکو په وار وار غوښتنه شوې چې د خلکو د سر او مال امنیت خوندي کړي، خو تراوسه اغېزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي.
زېري زیاته کړه چې په بلوچستان کې وسله‌والې ډلې په ښکاره فعالیت کوي او د ایالتي حکومت واک تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د هغه په خبره، په ځینو سیمو کې لویې لارې د وسله‌والو ډلو تر اغېز لاندې دي او خلک د سفر پر مهال وېرېږي.
نوموړي وویل، د کوټې ـ کراچۍ لویه لار، د چمن لاره، د تفتان مسیر او د بلوچستان یو شمېر نورې مهمې لارې د امنیتي ستونزو له امله اغېزمنې شوې دي. د هغه په وینا، د باروړونکو موټرو سوځول، د مسافرو تښتول او له سوداګرو د پیسو اخیستل د سیمې اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي دي.
زیري ویلي،چې له افغانستان او ایران سره د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري سخته ځپلې ده. د هغه په باور، سوداګر نه شي کولای خپل مالونه په عادي ډول ولېږدوي او زرګونه کسان چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې یې ژوند چلاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه سیاسي فعال زیاتوي، د اعتصاب لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د سیاسي ګوندونو له لوري غونډې، خبري کنفرانسونه او د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شوي دي.
بلخوا، د عوامي نېشنل ګوند ایالتي عمومي منشي مابت کاکا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې بلوچستان دا مهال له ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو، اقتصادي رکود او د سوداګریزو لارو له بندېدو سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسېږي.
هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو بندېدو د بلوچستان اقتصاد سخت زیانمن کړی، سوداګري یې ټکنۍ کړې او د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې یې اغېزمنې کړې دي.
په ورته وخت کې، د نېشنل ګوند مرکزي غړي سعد دیوار ویلي، چې په بلوچستان کې نه یوازې امنیتي وضعیت خراب شوی، بلکې د خلکو اساسي او قانوني حقونه هم له جدي ننګونو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د بلوچستان پر لویو لارو ناامني، د وسایطو سوځول، هدفي بریدونه او د وسله‌والو فعالیتونه د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
دیوار ویلي، د بلوچستان ستونزه یوازې امنیتي نه ده او یوازې د عملیاتو له لارې نه شي حل کېدای. هغه ټینګار کړی چې د ستونزو د حل لپاره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اقدامات اړین دي.
د سیاسي ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، د احتجاج لړۍ به دوام ومومي او د نورو اعتراضي ګامونو په اړه به هم پرېکړې وشي.
دوی له خلکو، سوداګرو، ترانسپورټرانو او دوکاندارانو غوښتي چې د نومبر د ۱۹مې په عمومي اعتصاب او احتجاجي مظاهرو کې ګډون وکړي.

د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان: کډوالۍ افغان ماشومان خوارځواکه کړي او د زده‌کړو محروم کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۰
100%

د ماشومانو د ژغورنې یا ملاتړ نړیوالې ادارې سېو د چلډرن په تازه راپور کې ویلي، چې بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو لوږه او خوارځواکي زیاته کړې ده.

سېو د چلډرن د «خوځنده ماشومان» په نوم راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بې‌ځایه کېدو د ماشومانو پر ژوند پراخ منفي اغېز کړی او ګڼ ماشومان اوس د لوږې، خوارځواکۍ او بې‌وزلۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
راپور چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په سروې کې د ګډون کوونکو له لسو څخه تر نهو ډېر ماشومان د کډوالۍ یا بې‌ځایه کېدو تجربه لري.
د سروې له مخې، ۵۵ سلنه ماشومانو ویلي چې له خپلو مېنو تر بې‌ځایه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده. همداراز ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی او ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي چې د ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.
راپور وايي، سره له دې چې اړتیاوې زیاتې شوې، ډېری ماشومان لا هم مرستو ته لاسرسی نه لري. له لسو څخه یوازې یوه ماشوم ویلي چې کومه مرسته یې ترلاسه کړې، خو ۹۰ سلنه ماشومانو د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د مرستې اړتیا ښودلې ده.
د یادې ادارې په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ۶.۶۷ میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، چې دې چارې پر هغو کورنیو او ټولنو نور فشار هم زیات کړی چې لا له وړاندې له فقر او د خوړو له کمښت سره مخ وې.
راپور څرګندوي چې اقتصادي ستونزې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو تر ټولو مهم لامل دي. ۴۹ سلنه ماشومانو ویلي چې کورنۍ یې د کار او عاید د نشتوالي له امله کډه کولو ته اړ شوې او نږدې درېیمې برخې د خوړو کمښت د بې‌ځایه کېدو لامل بللی دی.
سروې ښيي چې په وروستیو درېیو کلونو کې نږدې ۷۰ سلنه ماشومانو دوه یا تر دوو ډېر بحرانونه تجربه کړي دي؛ په دغو بحرانونو کې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې شاملې دي.
راپور د ماشومانو د خوندیتوب په اړه هم خبرداری ورکوي.
د سروې له مخې، ۱۱ سلنه ماشومانو ویلي چې د ماشومانو له کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي یا کم عمره ودونو په څېر خطرونو سره مخ شوي دي. د ماشومانو سرپرستانو ویلي چې نجونې د سفرونو او بې‌ځایه کېدو پر مهال له ځانګړو خطرونو سره مخ وي.
په راپور کې د اته کلنې نوریا کیسه هم شامله ده، چې سږ کال له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې ده.
نوریا ویلي: «موږ په پاکستان کې کور درلود او ډېر ملګري مې لرل. افغانستان هم خوښوم، خو خپل ښوونځی او ملګري مې یادېږي. غواړم داسې ښوونځی ولرو چې خپلې زده‌کړې پکې دوام ورکړو.»
د هغې مور نازو ویلي چې مېړه یې کار نه لري او کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
هغې ویلي: «هره ورځ اندېښنه لرم چې د راتلونکي خواړه به له کومه شي. کله چې په یوه هېواد کې وزېږېږې او هلته ژوند جوړ کړې، هغه ځای ستا کور وي. خو چې هر څه دې ناڅاپه له لاسه ووځي، ژوند دې ړنګېږي.»
د ماشومانو د ژغورنې ادارې د افغانستان مشر اشیش ډاملي ویلي، د دغې ادارې موندنې ښيي چې بې‌ځایه کېدل د ماشومانو ستونزې نه حلوي او د نوې سیمې موندل د خوندي ژوند معنا نه لري.
هغه ویلي: «هغه ماشومان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، باید له دغو خطرونو سره یوازې پرېنښودل شي. دوی یوازې د ژوندي پاتې کېدو نه، بلکې د خوندیتوب، زده‌کړو او د خپل ژوند د بېرته جوړولو حق هم لري.»
راپور داسې مهال خپرېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو شمېر پکې تر ټولو لوړ دی او میلیونونه ماشومان د فقر، لوږې او بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ دي.