د راپور له مخې، دغې جبهې د طالبانو د دودیز ځواک او نفوذ پر اصلي مرکزونو، کندهار او هلمند، تمرکز زیات کړی او د څارونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
د افغانستان متحده جبهه چې په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې جوړه شوې، د ۲۰۲۶ کال له اګست میاشتې راهیسې یې عملي پوځي بریدونه پیل کړي دي. دغه جبهه د خپلو موخو په اړه وایي چې غواړي د طالبانو واکمني پای ته ورسوي، له افراطي ډلو سره مبارزه وکړي او هېواد بېرته د اساسي قانون پر بنسټ یو نظام ته ستون کړي. د راپور له مخې، یادې جبهې ادعا کړې چې د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۱۳مې پورې یې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې ۱۲۶ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۳۵ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
ډېپلوماټ لیکي چې د دې جبهې د بېلتون اصلي ټکی په کندهار او هلمند ولایتونو کې د عملیاتو زیاتوالی دی؛ هغه دوه ولایتونه چې د طالبانو اصلي سیاسي او پوځي مرکزونه بلل کېږي. د یادې ډلې د شمېرو له مخې، له ټولو ۱۲۶ بریدونو څخه ۳۷ په کندهار او ۲۷ نور په هلمند کې شوي دي. دا جبهه برخلاف د نورو مخالفو ډلو چې خپل بریدونه یې یوازې په ځانګړو سیمو پورې محدود کړي، خپل فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو برخو ته غځولي او په بدخشان، غزني، غور، پروان او زابل کې یې هم د بریدونو ادعاوې کړې دي.
د ډېپلوماټ د معلوماتو پر بنسټ، د دې جبهې ډېری بریدونه د کمینونو، هدفي وژنو او د طالبانو پر پوستو او مرکزونو د چټکو بریدونو په بڼه ترسره شوي دي. په ورته وخت کې دغې مجلې ټینګار کړی چې د افغانستان د متحدې جبهې دا شمېرې او ادعاوې په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي. طالبانو هم تر اوسه د دې ادعا شوو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او معمولاً د خپلو مخالفو وسلهوالو ډلو د بریدونو په اړه چوپتیا غوره کوي.
د افغانستان د وضعیت په اړه څارونکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې وسلهوالې او سیاسي جبهې فعالې دي، لکه د افغانستان د ازادۍ جبهه چې په بدخشان او نورو سیمو کې یې پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی. طالبانو د دغو مخالفتونو په غبرګون کې د ځپلو هڅه کړې او د هغوی مشر هبتالله اخوندزاده په خپلو وروستیو ویناوو کې پر مخالفانو غږ کړی چې هېواد ته بېرته ستانه شي، خو د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې دغه ډول بلنې د خپلو پوځي فشارونو پایله بللې او د طالبانو انحصاري واکمني یې رد کړې ده.