په ترکیه کې پخوانی پوځي: «افغانستان ته په ستنېدو وژل کېږم»

یو پخوانی افغان پوځي چې له څلورو کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، وايي: «که افغانستان ته واېستل شم، طالبان مې وژني». نوموړي ویلي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې ۱۳ کاله د پوځ په لیکو کې دنده ترسره کړې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ایران له لارې ترکیې ته تللی.
د هغه په وینا، د ۲۰۲۳کال په مئ میاشت کې یې له یوې ډلې افغان کډوالو سره د یونان لېسبوس ټاپو ته د تګ هڅه کړې؛ خو یوناني پولیسو نیولی او بېرته یې ترکیې ته سپارلی دی. نوموړی وايي، له هغه وروسته له یوه پنډغالي بل ته لېږدول شوی او د نړۍوال خوندیتوب ترلاسه کولو لپاره یې محکمې ته عریضه کړې ده. دغه پخوانی پوځي افسر ادعا کوي، چې د خپلې پوځي دندې اړوند اسنادو، د خدمت پاسپورټ او نورو شواهدو له وړاندې کولو سره، سره محکمې یې د نړۍوال خوندیتوب غوښتنه رد کړې ده.
د هغه په وینا، محکمې د طالبانو د عمومي عفوې اعلان ته په اشارې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د چا ژوند له ګواښ سره نه دی مخ. نوموړي پر یادې پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د عفوې له اعلان سره، سره په تېرو پنځو کلونو کې یې سلګونه پخواني پوځي ملګري وژل شوي دي.
هغه زیاتوي، چې محکمې ۴۵زره ترکي لیرې جریمه هم پرې لګولې؛ په داسې حال کې چې ثابت عاید نهلري او په افغانستان کې د خپلې مېرمنې او درېیو ماشومانو لګښتونه هم ورکوي.
دغه پخوانی افسر وايي، د ترکیې د کډوالۍ په اداره کې یې د استوګنې پته ثبت ده او هره شېبه د پولیسو لهخوا د نیول کېدو او افغانستان ته د اېستل کېدو وېره لري. نوموړي له ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ او نورو اړوندو بنسټونو غوښتي، چې د ده د خوندیتوب لپاره اقدام وکړي.
