کابل ته د هبتالله سفر په داسې حال کې وشو چې د هغه تر وینا یوه ورځ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په همدې غونډه کې ویلي وو چې ډېر خلک د طالبانو د مشر له سیاستونو سره موافق نه دي. هغه خبرداری ورکړی و چې په یوه کس پورې د نظام تړل خطرناک دي.
هبتالله په خپله وینا کې د دغو څرګندونو له مستقیم یادولو پرته پر رهبرۍ اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو غړي باید د «امیر» پر وړاندې مخالف دریځ ونه نیسي. هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د واک او مقام پر سر له سیالۍ ډډه وکړي.
د طالبانو مشر له سیاسي مخالفانو هم وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي. هغه ادعا وکړه چې وړ کسان کولای شي د طالبانو په اداره کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي. نوموړي یو ځل بیا د عمومي عفوې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په تېرو شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوونکي کسان هم په دې عفوې کې شامل دي.
محصلانو، ملایانو او جنګیالیو ته د رول ټاکل
په کابل پوهنتون کې د هبتالله د وینا یوه مهمه برخه د طالبانو په حکومت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د رول ټاکلو ته ځانګړې شوې وه. هغه له محصلانو وغوښتل چې د نظام او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د نن ورځې پوهه ترلاسه کړي. د هغه په اند، محصلان د حکومت د اقتصادي برخې د پیاوړتیا مسوولیت لري، ملایان باید د حکومت دیني مشروعیت وساتي او جنګیالي د امنیت د ټینګښت مسوول دي.
د طالبانو مشر په پوهنتونونو کې له پلي شویو نصابي بدلونونو هم دفاع وکړه او ژمنه یې وکړه چې د محصلانو او استادانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د طالبانو د جزایي اصولنامې تدوین هم د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې دغه احکام خلکو ته تشریح کړي.
په دفاع وزارت کې پټه ناسته
هبتالله بله ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ته ولاړ او د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو، والیانو او پوځي قوماندانانو سره یې ولیدل. په غونډه کې د ګډونوالو د معلوماتو له مخې، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ګډونوالو ته اجازه نه وه چې ګرځنده ټلیفونونه، فلزي توکي او ان قلم هم تالار ته دننه کړي.
په غونډه کې د ګډونوالو سرچینې وايي چې د هبتالله د وینا د پام وړ برخه د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر ساتلو، د مقام پر سر د اختلافاتو پر مخنیوي او په ټولنه کې د دیني عالمانو د نفوذ پر پراخولو راڅرخېده. هغه له ملایانو وغوښتل چې بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي او د ده فرمانونه او لیدلوري خلکو ته تشریح کړي.
جوماتونه او مدرسې؛ د سفر مهمې پروژې
ښايي د دې سفر تر ټولو څرګنده عملي پایله د دیني مرکزونو جوړولو ته د طالبانو د مشر پاملرنه وه. هغه د دفاع وزارت په غونډه کې څو ځله په کابل کې د جوماتونو د کمښت یادونه وکړه او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
وروسته هبتالله د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې دیني مدرسې او په چمن حضوري او میرویس میدان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې. طالبانو د دغو پروژو د لګښتونو، مالي سرچینو او د بشپړېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرو تمه لرله د طالبانو مشر به پلازمېنې ته په سفر کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، کډوالۍ کړکېچ، بهرنیو اړیکو او د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي. خو د هغه اصلي تمرکز د دیني بنسټونو پر پراختیا او د رهبرۍ پر اطاعت ټینګار و.
هبتالله ولې له خلکو سره ونه لیدل؟
سره له دې چې طالبانو د دغه سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل، هبتالله اخوندزاده په کابل کې د خپل حضور پر مهال له هېڅ خپلواکې ټولنیزې ډلې، مدني فعالانو، سوداګرو، ښځو، د رسمي غونډو له چوکاټه بهر د پوهنتون استادانو یا د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ونه لیدل.
د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ جسدونه موندل شوي دي. د ۱۵ کسانو کورنیو ویلي، چې خپل اولادونه یې د موندل شویو جسدونو په منځ کې پېژندلي، خو د پنځو نورو جسدونو هویت لا هم نه دی معلوم.
د دغو کسانو د مړینې لامل او د ورکېدو پېښو او موندل شویو جسدونو ترمنځ احتمالي اړیکه لا هم روښانه نه ده. د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او په ایران او ترکیه کې مسوولو چارواکو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.
د هغو معلوماتو له مخې چې کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، د ډېری دغو کسانو وروستی اړیکې له خپلو کورنیو سره د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې نیول شوي دي او کورنیو په وینا، چې له هغه وروسته یې د خپلو اولادونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي. د ځینو کسانو د ورکېدو یا مړینې کره نېټه لا هم نه ده معلومه.
د مړه شویو ډېری کسان د ژوند په دویمه او درېیمه لسیزه کې وو. لږ تر لږه دوه تر ۱۸ کلونو کمعمره ځوانان هم په مړه شویو کې شامل دي.
د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او د دغو ځوانانو د مړینې اصلي لامل معلوم نه دی. ښايي د مړه شویو شمېر تر ۲۰ کسانو هم ډېر وي؛ خو د طالبانو حکومت، ترکیې او ایران تر اوسه په دې اړه په علني توګه څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د مړه شویو کسانو د کره شمېر او هویت په اړه له تهران او انقرې څخه پوښتنې کړې دي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د ترکیې د وان ولایت کې چې اته جسدونه پکې موندل شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دې موضوع په اړه د معلوماتو ورکول د دوی د صلاحیت په حدودو کې نه دي او په دې اړه باید د افغانستان له سفارت او قضايي ادارو څخه پوښتنې وشي. په انقره کې د افغانستان سفارت او د وان لویې څارنوالۍ تر اوسه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
په همدې حال کې، لږ تر لږه ۱۶ نورو افغان کورنیو هم له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د هغو اولادونو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې په تېرو اوونیو کې د ایران او ترکیې پر پوله ورک شوي دي.
د ایران او ترکیې پوله، په ځانګړې توګه د ترکیې د وان ولایت غرنیزې سیمې او له ایراني خاورې څخه دغو سیمو ته غځېدلې لارې، اروپا ته د افغان کډوالو د تګ له خطرناکو لارو څخه دي. په دې مسیر کې سړه هوا، لوړې غرنۍ سیمې، واورې او توپانونه، د غرنیو سیمو له لارې ناقانونه تګ، د انسانانو قاچاق او د سرحدي ځواکونو چلند د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
هېڅ رسمي بنسټ د افغانستان او ایران په پوله کې د کډوالو د مړینې او ورکېدو پېښې په هراړخیز ډول نه ثبتوي.
کورنۍ ډېری وخت یوازې دومره پوهېږي چې اولادونه یې له پولې اوښتي او وروسته یې اړیکه ورسره پرې شوې ده او دا ورته نه څرګندیږي چې هغوی په غرونو کې مړه شوي، نیول شوي، د قاچاق وړونکو لاس ته ورغلي، بېرته ایران یا افغانستان ته ستانه کړل شوي او که په کوم نامعلوم ځای کې ښخ شوي دي.
د ترکیې د وان ولایت او د ایران سرحدي سیمې غرنیزې او امنیتي سیمې دي. د پېښو ځایونو ته د خبریالانو خپلواک لاسرسی، له ژوندي پاتې شویو سره مرکې او د سرحدي ځواکونو د چلند په اړه د ادعاوو ارزونه ستونزمنه ده. له همدې امله، دغه پېښې په رسنیو کې لږې خپرېږي او له رسنیز پوښښ لرې د هېرېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
د ایران او ترکیې په پوله د افغان ځوانانو ورکېدل نوې پدیده نه ده.
لسګونو افغان کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې اولادونه د ایران او ترکیې له پولې د تېرېدو پر مهال ورک شوي دي او د میاشتو په تېرېدو سره لا هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.
د دغو ځوانانو مړینه او ورکېدل یوه تکراري بڼه لري او په تېرو کلونو کې هم د افغان کډوالو د مړینې او ورکېدو په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو شمېر دغه کډوال د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوي او کورنۍ یې له څو کلونو تېرېدو وروسته هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.