ندا محمد ندیم: د ملا هبتالله ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم کابل پوهنتون کې د هبتالله د فرمانونو د اغېزو او ملاتړ غونډه کې وویل، د ملا هبتالله اخوندزاده ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی. د هغه په باور د هبتالله قوانین ټول له قران څخه را اخیستل شوي دي. نوموړي پر نظام نیوکه کوونکي «بېدینه» وبلل.
ندا محمد ندیم د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) په کابل پوهنتون کې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د اغېزو او ملاتړ غونډې په څلورمه او وروستۍ ورځ کې وویل: «د خپلو ادارو د قوانینو ملاتړ او پيروي، د هبتالله اخوندزاده ملاتړ دی او د امیر ملاتړ د الله تعالی ملاتړ دی، ځکه چې د هبتالله اخوندزاده قوانین ټول له قران څخه راخیستل شوي دي».
ندیم د نظام د ساتنې لپاره د سرونو قرباني هم وړه خبره بللې او زیاته کړې یې ده: «موږ تر دې لوړو قربانیو ته تیار یو، ځکه دا نظام په ډېرو تکالیفو راغلی نظام دی».
نوموړي د دوی پر نظام نیوکه کوونکي «بېدینه» وبلل او زیاته کړه: «هغه دښمنان، نړۍ او بېدینه کړۍ چې زموږ د نظام پر وړاندې تبلیغات کوي د دغو راټولو شویو علماوو د حضور او اتحاد په برکت به مخ توري شي».
په دې غونډه کې د کابل مرکزي دارالافتاء لپاره د طالبانو رییس سردار محمد وویل: «په هغو نظامونو کې چې علماء کرام وي، هغو نظامونو بقا پیدا کړې ده چې علماء کرام ترې وتلي دي، ړنک شوي دي».
له دې سره سم، د کندوز پوهنتون لپاره د طالبانو رییس عبدالهادي همت وویل،د دښمن د فکري او تبلیغاتي جګړې ډېرې موخې دي، خو اساسي موخې یې په ټولنه کې د منکراتو ترویج، د شعایر الله تحریف، د ځوانانو منحرفول، ژبني او سمتي تعصب ته لمن وهل او د جهاد او مجاهد پر وړاندې دریځ نیول د فکري او تبلیغاتي جګړې اساسي موخې دي.
هغه زیاته کړه: «په دې کې شک نهشته چې د شل کلن اشغال په لړ کې پرديپالو رسنیو د شعایرو د سپکاوي او پردی کلتور ترویج لپاره کار کړی دی. د فکري جګړې تر ټولو قوي ژبه رسنۍ او تبلیغات دي».
بېوزلي او بېځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کمعمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زدهکړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.
د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.
متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.
د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
په افغانستان کې زدهکړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.
سرچینه وایي، ګډونوالو ځانګړي کارتونه لرل او د غونډې ځای ته د هر ډول وسایلو له وړلو مخنیوی کېده او د هبتالله اخوندزاده د ناستې له څوکۍ سره هم د قلمونو اېښودو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او خلکو هم تالار ته د موبایلونو، اوسپنیزو وسایلو او حتا قلمونو د وړلو اجازه نه درلوده.
د غونډې د یوه برخه وال په وینا، د غونډې په منځ کې څو ځله ځینې ګډونوال له خپلو ځایونو پورته شول، د هبتالله اخوندزاده ستاینه یې وکړه او ځینو یې د احساساتو له امله ژړل او ویل یې: «ځان مې له تا قربان دی».