ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز پيغام کې ادعا کړې، چې دا مهال دغه څوکۍ تشه ده او یوه لویه «تشه» یې رامنځته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې دغه څوکۍ تشه نه ده؛ بلکې په ملګرو ملتونو سازمان کې د تېر جمهوري نظام یو ديپلومات نصیراحمد فایق د افغانستان په استازیتوب خپلې دندې ته دوام ورکوي.
طالب ویاند په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازي نه شتون د افغانانو په حق کې ښکاره «حقتلفي» بللې ده.
مجاهد ټینګار کړی، کله چې په دغه نړیوال سازمان کې تورونه او بېلابېلې ادعاوې مطرح کېږي، د دوی د استازي د نشتوالي له کبله ټولې بېځوابه پاتې کېږي.
ملګرو ملتونو سازمان مخکې ټینګار کړی و، چې طالبانو ته به د افغانانو د حقونو تر نه تامېنیدو او د نړیوالې ټولنې د غوښتنو تر نه پوره کولو د افغانستان د استازیتوب څوکۍ ونه سپاري.
افغانستان ۸۰ کاله وړاندې د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه نېټه د بنسټ اېښودونکو هېوادونو له ډلې وروسته د لومړنیو هېوادونو په توګه د ملګرو ملتونو سازمان رسمي غړیتوب ترلاسه کړی و. له هغه وخته راهیسې دغه هېواد د ملګرو ملتونو په بېلابېلو غونډو او کنفرانسونو کې رسمي حضور درلود، خو په وروستیو کلونو کې په یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ د پرېکړې موضوع لا هم جنجالي پاتې ده.
بېوزلي او بېځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کمعمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زدهکړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.
د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.
متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.
د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
په افغانستان کې زدهکړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.
سرچینه وایي، ګډونوالو ځانګړي کارتونه لرل او د غونډې ځای ته د هر ډول وسایلو له وړلو مخنیوی کېده او د هبتالله اخوندزاده د ناستې له څوکۍ سره هم د قلمونو اېښودو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او خلکو هم تالار ته د موبایلونو، اوسپنیزو وسایلو او حتا قلمونو د وړلو اجازه نه درلوده.
د غونډې د یوه برخه وال په وینا، د غونډې په منځ کې څو ځله ځینې ګډونوال له خپلو ځایونو پورته شول، د هبتالله اخوندزاده ستاینه یې وکړه او ځینو یې د احساساتو له امله ژړل او ویل یې: «ځان مې له تا قربان دی».