د خیبر پښتونخوا په بېړنیو ولسوالیو کې ۱۶۲۳ روغتیايي کارکوونکي غیرحاضر دي

د خیبر پښتونخوا د بېړني حالت لاندې ولسوالیو کې د عامې روغتیا ریاست لږ تر لږه ۱۶۲۳ کارکوونکي له خپلو دندو غیرحاضر پېژندل شوي دي. د يادو ولسواليو سکرتريت ویلي چې څوک هم معاش اخلي دنده به ترسره کوي.
د سیمه ییزې پرمختیا سکرتریت د پوهنې او ټولنیزې څانګې سکرتر ټولو اړوندو ولسوالیو روغتیایي چارواکو ته لارښوونه کړې، چې د دغو کارکوونکو پر ضد دې ژر تر ژره قانوني اقدامات پیل کړي.
د رسمي ارقامو له مخې، تر ټولو ډېره ناحاضري په لکي مروت کې ثبت شوې، چې هلته ۵۵۸ روغتیایي کارکوونکي پر دندو حاضر نه وو. همدارنګه په مهمند کې ۲۱۰ کارکوونکي، په بنو کې ۲۰۸، په ډېره اسماعیل خان کې ۱۲۰، په شمالي وزیرستان کې ۱۰۱ او په خیبر کې ۹۵ کارکوونکي له خپلو دندو غیرمجاز غیرحاضر موندل شوي دي.
په نورو سویلي او قبایلي ولسوالیو کې هم لسګونه کارکوونکي پر خپلو دندو نه وو حاضر شوي.
د معلوماتو پر بنسټ، په بره سویلي وزیرستان کې ۸۹، په ټانک کې ۷۷، په کوزه او منځنۍ کرمه کې ۶۸، په اورکزو کې ۴۳، په بره کرمه کې ۳۲ او په کوزه سویلي وزیرستان کې ۱۸ کارکوونکي غیرحاضر وو، په داسې حال کې چې تر ټولو کمه غیرحاضري په باجوړ کې وه چې یوازې څلور کسان پر دندو نه وو.
د سیمه ییزې پرمختیا سکرتریت چارواکو د روغتیا چارواکو ته امر کړی، چې له ټولو غیرحاضرو کارکوونکو څخه د درېیو ورځو په ترڅ کې لیکلې سپیناوی وغواړي. چارواکو خبرداری ورکړی، چې په بیړني حالت کې له خپلو مسوولیتونو څخه غفلت او بېاجازې پاتې کېدل د منلو وړ نه دي او له سرغړونکو سره به اصولي چلند وشي.
