امنیتي سرچینې: د کوهاټ پولیسو پر مرکز د برید طراح په ګډون درې وسله وال وژل شوي

د خیبر پښتونخوا پوليسو ادعا کړې چې د دغه ايالت د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي) او د کوهاټ پولیسو په یوه ګډو استخباراتي عملیاتو کې د «اتحاد المجاهدین پاکستان» په نوم ډلې درې وسلهوال، چې پکې د کوهاټ د پوليسو په مرکز د ځانمرګي برید طراح کوونکی هم شامل دی، وژلي دي.
سي ټي ډي په خبرپاڼه کې ويلي، دا نښته د جمعې په ماښام، د نومبر پر ۲۰مه، د کوهاټ ولسوالۍ د بازید خېلو پر سړک د منکاره غونډۍ ترڅنګ رامنځته شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده سيمه کې د وسله والو سره د نښتې پر مهال د متقابلو ډزو په پایله کې درې تنه وسلهوال ووژل شول.
په وژل شویو کې د کوهاټ اوسېدونکی عبدالحی شامل دی، چې د پولیسو په وینا د کوهاټ د پولیس پر مرکز د ځانمرګي برید طراح او د «بلي ټنګ» بانک په شوکه کې مطلوب و.
همدارنګه د شمالي وزیرستان د دته خېلو اوسېدونکی عبدالرشید د نور محمد خان زوی هم وژل شوی، چې هغه هم د یاد بانک په شوکه کې د لاس لرلو په تور تر تعقیب لاندې و.
پولیس چارواکو وویل چې د نښتې له ځایه درې میله وسلې (ایس اېم جي) او ۹ شارژورونه ترلاسه شوي دي. د درېیم وژل شوي وسلهوال د پېژندنې چارې لاهم روانې دي او د هغوی یو شمېر ملګري له سیمې تښتېدلي دي. د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي چې د تښتېدلو کسانو د موندلو او نیولو لپاره په ټوله سیمه کې پراخ چاڼیز عملیات دوام لري.
ياده دې وي په کوهاټ کې د سپټمبر په ۱۸مه نېټه د پوليسو په مرکز چاودنه او بريد کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۱۰۳ نور ټپیان شوي وو، چې زياتره يې پوليس سرتيري وو.
د «اتحاد مجاهدین پاکستان» په نوم یوې ډلې د برید مسوولیت منلی و.
