لورا لومر له طالبانو سره د سنیکو د لیدنې په اړه د امریکا د اقدام غوښتنه وکړه

امریکايۍ ښياړخې سیاسي فعاله او څېړنیزه خبریاله لورا لومر له طالبانو سره د انلاین خپرونو چلوونکي سنیکو د لیدنې په غبرګون کې د امریکا له حکومت غوښتي چې د نوموړي پر وړاندې اقدام وکړي او امریکا ته تر ستنېدو وروسته یې پاسپورټ لغوه کړي.
لومر د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې سنیکو، چې په نیویارک کې ژوند کوي، افغانستان ته تللی او د طالبانو له مشرانو سره یې لیدلي دي. هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، کورني امنیت وزارت او فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) باندې نیوکه کړې چې ولې یې تر اوسه په دې اړه اقدام نه دی کړی.
هغې په ځانګړي ډول د انس حقاني نوم یاد کړی او هغه یې د حقاني شبکې د بنسټګر جلالالدین حقاني زوی او د طالبانو د مشرتابه یو مهم غړی بللی دی. لومر ادعا کړې چې سنیکو په خپله انلاین خپرونه کې د اسلامي وسلهوالو ډلو تبلیغ کوي او د هغو فعالیتونو ملاتړ کوي چې د امریکا له خوا ترهګریز بلل شوي دي.
لومر د امریکا د ملي استخباراتو د رییس دفتر د معلوماتو په حواله لیکلي چې د امریکا حکومت په ۲۰۱۲ کال کې حقاني شبکه د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه نومولې وه. د یاد دفتر په وینا، د دې پرېکړې لامل په افغانستان کې د وسلهوال پاڅون، پر امریکايي پوځي او ملکي کارکوونکو او لوېدیځو ګټو د بریدونو او له طالبانو او القاعدې سره د دې شبکې اړیکې وې.
نوموړې له مارکو روبیو غوښتي چې امریکا ته د سنیکو له ستنېدو وروسته یې پاسپورټ لغوه او نوم یې د الوتنو د ممنوع کسانو په نوملړ کې شامل کړي.
هغې همداراز ادعا کړې چې سنیکو د «کېک» (Kick) پر انلاین خپرنیز پلاتفورم د وسلهوالو ډلو تبلیغاتي مطالب خپروي او دغه پلېتفارم د امازون د وېبخدمتونو له زېربنا څخه کار اخلي.
