• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

«هزاره‌ټاون» مستند فلم د امستردام د مستندو فلمونو په نړیوال فېستیوال کې دوه جایزې ګټلي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۵۶ GMT+۰

د خادم دای په لارښوونه او د الیاس یورش په تولید جوړ شوي «هزاره‌ټاون» مستند فلم د امستردام د مستندو فلمونو په ۳۹م نړیوال فېستیوال (ایدفا) کې دوه جایزې او یوه ځانګړې ستاینه ترلاسه کړې ده.

دغه مستند د غوره لومړي فلم جایزه، د فلمي نقادانو د نړیوال فدراسیون (فیپرشي) جایزه او د نړیوالې سیالۍ په برخه کې ځانګړې ستاینه ګټلې ده.

د ایدفا فېستیوال د ګټونکو د رسمي نوملړ له مخې، د غوره لومړي فلم جایزه د دغه مستند د جوړولو له امله خادم دای ته ورکړل شوې ده. «هزاره‌ټاون» د فیپرشي جایزه هم ګټلې او د نړیوالې سیالۍ په برخه کې یې ځانګړې ستاینه ترلاسه کړې ده.

د دغه پړاو د جایزو د ګټونکو د نومونو د اعلان مراسم د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) د هالنډ په پلازمېنه امستردام کې ترسره شول.

«هزاره‌ټاون» د افغانستان زېږېدلي فلم‌جوړوونکي خادم دای لومړنی اوږد مستند فلم دی، چې د پاکستان د کوټې په ښار کې د یوې هزاره کورنۍ ژوند انځوروي.

دغه فلم د بلجیم، اسټرالیا او جرمني په ګډه پانګونه جوړ شوی او د لومړي ځل لپاره د ایدفا فېستیوال د نړیوالې سیالۍ په برخه کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

د «سکرین ډېلي» د راپور له مخې، خادم دای په دغه مستند فلم کې د خپلو دوو خویندو د زامنو، د هغوی د مور او نیکه او انا ژوند انځور کړی دی. دا هغه کورنۍ ده چې د تاوتریخوالي او ګواښونو په زیاتېدو سره اړ شوې، د یو بل تر څنګ د پاتې کېدو او د امنیت موندلو لپاره په جلا جلا توګه د کډوالۍ ترمنځ یوه سخته پرېکړه وکړي.

الیاس یورش د بلجیم د «کوونګو» شرکت په استازیتوب د دغه فلم د تولید چارې پر غاړه درلودلې. خادم دای د اسټرالیا د «میفان فیلمز» شرکت ګریم آیزاک او د جرمني د «یوتي فیلم» شرکت انکه پیترسن او لیلیان تیتین هم د دغه فلم په جوړولو کې همکاري کړې ده.

خادم دای د فلم د لارښوونې ترڅنګ، د ویډیو او غږیزې برخې چارې هم ترسره کړې دي. د فلم اېډېټ ژویل الکسیس او موسیقي یې اتنا اشتیاقي جوړه کړې ده.

په پراګ کې مېشت د «فیلموټور» شرکت د دغه مستند فلم د نړیوال پلور مسوولیت پر غاړه لري.

ډېر لیدل شوي

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي
۱
ځانګړی راپور

د ایران او ترکیې په پوله د ۲۰ افغانانو جسدونه موندل شوي او لسګونه لادرکه دي

۲

پاکستان د اسیان سرمنشي ته: د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو په اړه اندېښمن یو

۳

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

۴

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

۵

د پاکستان ادعا: په تېرو ۳ کلونو کې له افغانستان څخه وسله‌والو بریدونو ۴۷۰۰ پاکستانیان وژلي

•
•
•

نور خبرونه

سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۱۴ GMT+۰
100%

په افغانستان کې د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر وايي، له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.

سویسي چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته د پیسو له ورکړې پرته اړمنو خلکو ته رسېږي.

په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پاملا ستاتاکیس له سویس‌اېن‌فو رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري مرستو د فعالیتونو او د مرستو رسولو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په کابل کې د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو په لرلو فعالیت کوي.

د هغه په وینا، د بشري مرستو برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د هغوی د ژوند د معیشت ملاتړ د دغه دفتر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

نوموړي زیاته کړې، ښځې، نجونې او بې‌ځایه شوي کسان د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر نورو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.

پاملا ستاتاکیس ویلي، په افغانستان کې د سویس د دفتر ساحوي حضور دغه هېواد ته دا زمینه برابروي چې د خلکو اړتیاوې له نږدې وپېژني، خپلې پروژې له سیمه‌ییزو شرایطو او اړتیاوو سره برابرې کړي او د هغو د پلي کېدو څارنه وکړي.

د نوموړې په وینا، ښځې د روغتیا او درملنې، لومړنیو ښوونځیو او خصوصي کاروبارونو په ګډون په ځینو برخو کې لا هم فعالیت کوي.

هغې زیاته کړې، سویس د کندهار د ښځو د یوه پناه‌ځای او ښځینه خبریالانو ته د انلاین زده‌کړو د پروګرام په څېر پروژو ته هم مالي ملاتړ برابروي.

سویسي چارواکو د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) وتل یو له هغو لاملونو څخه بللي چې په افغانستان کې یې د مرستو رسولو بهیر ته زیان رسولی دی. دغه ادارې تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیايي او درملنیز نظام یوه لویه برخه تمویله کړه.

دوی ویلي، د سویس د مرستو ټولې پروژې د طالبانو د چارواکو په رسمي تایید پلې کېږي؛ خو دغه هېواد له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي او سیمه‌ییزو طالب چارواکو ته هېڅ پیسې نه ورکوي.

د دوی په وینا، له طالبانو سره اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ ته محدودې دي.

اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو له ادارو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او همدارنګه له سیمه‌ییزو بنسټونو سره همکاري کوي.

د هغه په وینا، سویس افغانستان ته د شاوخوا ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو، چې د ۲۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، په ځانګړې کولو سره د دغه هېواد د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه دی.

د افغانستان بېوزلي؛ ماشومان د کورنیو د لګښتونو لپاره کار کوي

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۰
100%

په افغانستان کې ګڼ ماشومان د بېوزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د زده‌کړو او لوبو پر ځای د خپلو کورنیو د لګښتونو برابرولو لپاره کار کوي؛ هغه وضعیت چې د ماشومانو د حقونو او زده‌کړو ته د هغوی د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتوي.

د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې ۱۳ کلن محمد ضمیر یو له دغو ماشومانو څخه دی چې هره ورځ له خپل کشر ورور سره د کابل په کوڅو کې دوسیې پلوري. هغه وايي، د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته کول یې پر غاړه اخیستې ده.

ضمیر د ښوونځي د درېیم ټولګي زده‌کوونکی دی او د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې عاید ترلاسه کوي. هغه وايي، د دوسیو له پلورلو ترلاسه شوې پیسې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ، غوړیو او نورو اړینو توکو په پېرلو لګوي.

نوموړي ویلي، پلار یې د افغانستان په تېرو جګړو کې له لاسه ورکړی خو دی لا هم غواړي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې انجنیر شي. هغه وايي، که څه هم د کورنۍ د ملاتړ لپاره کار کوي خو هیله لري چې زده‌کړې تر لوړې کچې ورسوي او د خپل جګړو ځپلي هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.

ضمیر د ماشومانو له نړیوالې ورځې او د ماشومانو له حقونو سره چندان بلدتیا نه لري خو وايي، دی هم غواړي له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي کاغذي پتنګونه والوزوي او فوټبال وکړي. خو اقتصادي ستونزو اړ کړی چې د خپلې کورنۍ د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کار وکړي.

د کابل په کوڅو کې ګڼ ماشومان لیدل کېږي چې بوټونه رنګوي، موټرونه پاکوي، په خښتو بټیو کې کار کوي بالونونه او پلاستیکي کڅوړې پلوري او یا هم په لاسي کراچیو کې مېوې پلوري.

۱۴ کلن عمر هم د هغو ماشومانو له ډلې دی چې د زده‌کړو ترڅنګ کار کوي. هغه هره ورځ دوه کیلو پخې شوې مټرې پلوري او د ورځې ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي چې ۲۰۰ افغانۍ یې ګټه ده.

عمر د ښوونځي د اتم ټولګي زده‌کوونکی دی. هغه وايي د پلار ناروغۍ اړ کړی چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ د لګښتونو په برابرولو کې مرسته وکړي. عمر د خپلې کورنۍ مشر زوی دی او هیله لري چې په راتلونکي کې ډاکټر شي. هغه وايي، له ښوونځي سره مینه لري او د ډاکټر کېدو خوب ویني خو د کورنۍ اقتصادي ستونزې یې کار کولو ته اړ باسي.

په افغانستان کې له څلورو لسیزو زیاتو جګړو او بهرنیو پوځي مداخلو ګڼې کورنۍ له خپلو سرپرستانو بې‌برخې کړې او اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړې دي. د همدې وضعیت له امله ځینې ماشومان اړ شوي چې د کورنیو د ملاتړ لپاره کار وکړي او د ماشومتوب یوه مهمه برخه له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر د اټکل له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې به د افغانستان ۲۱،۹ میلیونه وګړي چې د هېواد د نفوس شاوخوا ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

منتقد دیني عالم: د طالبانو په زندان کې مې پښتورګي له کاره ولوېدل

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۵۲ GMT+۰
100%

دیني عالم عبدالقادر قانت وايي، چې د طالبانو په زندان کې له یوه کال تېرولو وروسته په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي. هغه وايي، هغه څه چې ده د طالبانو په زندانونو کې تجربه کړي، «سراسر ظلم، وحشت او بربریت» و.

ښاغلي قانت د جمعې په ورځ، د لړم پر ۲۹مه، له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو پر تګلارو له نیوکې او د یوه ملي ټولشموله حکومت د جوړېدو، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو او د پنجشېر پر خلکو د ظلم د پای ته رسولو له غوښتنې وروسته ونیول شو.

هغه وویل، چې له اوو ورځو وروسته د پنجشېر د مخورو په منځګړیتوب خوشې شو، خو د طالبانو د استخباراتو ځواکونو بیا د هغه د کور له مخې هغه «وتښتاوه».

قانت وویل، چې د طالبانو ځواکونو هغه د استخباراتو ادارې ته ولېږداوه او د څو ورځو لپاره نه پوهېده چې چیرته ساتل کېږي.
دغه دیني عالم وویل، چې د پوښتنو ګروېږنو پر مهال په زندان کې شپه او ورځ نه وه معلومه او د کوټې څراغ یوازې د څېړنو پر مهال لګېده.

هغه زیاته کړه، چې هر ډول روحي او رواني شکنجه یې تجربه کړې او طالبانو په زندان کې هغه ته پیچکارۍ او درمل یې ورکړي، خو تر اوسه نه پوهېږي چې دا درمل د څه لپاره وو.

قانت وویل، چې طالبانو د هغه سر وخرېیه او د زندان زیړ کالي یې ورواغوستل.

هغه زیاته کړه چې ۵۰ ورځې یې په یوه کوټه کې یوازې تېرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو محکمې لومړی هغه په ۲۰ کاله بند محکوم کړ، خو د خلکو له منځګړیتوب او غوښتنې وروسته یې د بند موده یوه کال ته راکمه شوه.

نوموړی وروسته د بګرام زندان ته ولېږدول شو؛ هغه ځای چې د ده په وینا، ۴۵ بندیان په یوه کوټه کې ساتل کېدل.
یاد دیني عالم وویل، چې بندیان د ناروغۍ پر مهال هم له سپکاوي ډک چلند سره مخ وو او ډاکټر ته د وړلو لپاره به یې پر سرونو تورې کڅوړې ور اغوستلې. قانت زیاته کړه، چې د زندان د شرایطو په پایله کې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوی او پښتورګي یې له کاره لوېدلې دي.

د هغه په وینا، اوس جراحي عملیات ته اړتیا لري.

دغه دیني عالم وویل: «د طالبانو په زندان کې ظلم و، بربریت و، وحشت و. یوازې د اسلام نوم دی. له اسلام څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هر ډول وحشت ترسره کوي.»

هغه وویل، چې له زندانه تر خوشې کېدو وروسته له افغانستانه وتلی او اوس په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي.

د قانت په وینا، د ده روحي، جسمي او اقتصادي وضعیت ناسم دی او یو شمېر کارګران د ده د کوټې کرایه او ورځني لګښتونه ورکوي. قانت وویل، چې شپږ میاشتې په کابل کې او اوس له افغانستانه بهر تر درملنې لاندې دی، خو له زندانه رامنځته شوي جسمي او رواني زیانونه نه جبرانېدونکي بولي.

هغه ټینګار وکړ، چې د نیول کېدو او زنداني کېدو یوازینی لامل یې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او د افغانستان د مظلومو خلکو د غږ پورته کول وو.

قانت وویل، سره له دې چې پر ده څه تېر شوي، له مبارزې به لاس وانخلي.

د جرمونو نړۍوالې محکمې څارنوال افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیې تړل کېدو پرېکړه ننګولې

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۶ GMT+۰
100%

د جرمونو محکمې څارنوال د افغانستان د جګړې پر مهال د امریکا د پوځي ځواکونو، سي‌آی‌اې او د پخواني افغان حکومت ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د څېړنو د دوسیو د تړلو پرېکړه ننګولې او د هغې د عملي کېدو د ځنډ غوښتنه یې کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې دویمې مقدماتي څانګې د نومبر پر ۱۲مه د هغو څېړنیزو دوسیو د تړلو حکم وکړ چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په افغانستان کې د امریکا د پوځي ځواکونو او استخباراتي ادارې، د پخواني افغان حکومت ځواکونو او نورو ښکېلو لورو د احتمالي جنګي جرمونو په اړه وې.
د بشري حقونو د څار سازمان د نومبر پر ۱۷مه په یوه بیان کې ویلي، د محکمې څارنوال د نومبر پر ۱۳مه، د پرېکړې یوه ورځ وروسته، د هغې پر وړاندې استیناف کړی او د حکم د ځنډولو غوښتنه یې کړې ده.
د دغه سازمان د نړیوال عدالت څانګې مشرې لېز ایونسن خبرداری ورکړی چې د افغانستان د اوږدې جګړې د احتمالي جنګي جرمونو قربانیان څو ځله له عدالت ته د رسېدو پر وړاندې له خنډونو سره مخ شوي دي. ایونسن ویلي، د محکمې د قاضیانو دغه پرېکړه ښايي د امریکا د ځواکونو او د پخواني افغان حکومت د ځواکونو د احتمالي جرمونو په اړه د راتلونکي حساب ورکولو پر وړاندې خنډونه نور هم زیات کړي. د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، قاضیانو د محکمې پر یوې نوې مقرره تکیه کړې چې له مخې یې د څېړنو دوسیې هغه مهال تړل کېدای شي چې څارنوال محکمې ته خبر ورکړي، نورې څېړنې یا د قضایي تعقیب اقدامات نه کوي.
خو څارنوال د قاضیانو له دغه تفسیر سره مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د دوسیو د تړلو لپاره اړین رسمي خبرتیا یې نه ده ورکړې.
قاضیانو د خپلې پرېکړې لپاره د شواهدو د ترلاسه کولو محدودیتونه هم یاد کړي او ویلي یې دي چې څارنوال لا د اسلامي دولت خراسان څانګې یا داعش خراسان د احتمالي جرمونو په اړه د نیولو حکمونو غوښتنلیکونه نه دي وړاندې کړي.
د افغانستان د جګړې په اړه د نړیوالې جزایي محکمې څېړنې د ۲۰۱۷ کال په نومبر کې پیل شوې. مقدماتي قاضیانو په ۲۰۱۹ کال کې د څېړنو د اجازې غوښتنه رد کړه، خو د استیناف څانګې په ۲۰۲۰ کال کې دغه پرېکړه لغوه او د څېړنو اجازه ورکړه.
د څېړنو ساحه په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نېټې راهیسې د احتمالي جرمونو او د روم اساسنامې غړو هېوادونو کې د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د هغو اړوندو جرمونو په اړه وه.
په دغو څېړنو کې د امریکا د پوځي ځواکونو او سي‌آی‌اې له لوري د شکنجې او جنسي تاوتریخوالي ادعاوې، او د پخواني افغان حکومت د ځواکونو له لوري د جبري ورکېدو، له محکمې پرته وژنو او نورو سرغړونو ادعاوې شاملې وې.
په ۲۰۲۱ کال کې د محکمې څارنوال اعلان وکړ چې د امریکا د ځواکونو او پخواني افغان حکومت د ځواکونو د احتمالي جرمونو څېړنې به د لومړیتوب په توګه نه تعقیبوي او تمرکز به د طالبانو او داعش خراسان د احتمالي جرمونو پر څېړنو وي.
په ۲۰۲۲ کال کې د دې څېړنو بهیر د دې اختلاف له امله بېرته پیل شو چې ایا پخوانی افغان حکومت د دغو جرمونو په اړه خپله قضایي څېړنه ترسره کوله که نه.
د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې محکمې د افغانستان د قضیې څېړنې په دوو برخو ووېشلې؛ یوه د ۲۰۲۱ کال د اګست له واکمنېدو وروسته د طالبانو د احتمالي جرمونو په اړه او بله د پخوانیو څېړنو د پاتې برخو په اړه.
د دوسیو د تړلو پرېکړه د امریکا د پوځي یا استخباراتي کارکوونکو برات نه ګڼل کېږي او نه هم دا ثابتوي چې د شکنجې په اړه ادعاوې بې‌بنسټه وې.
افغان د بشري حقونو سازمانونو د نړیوالې جزایي محکمې غوښتي چې د څېړنو د تړلو پرېکړه بېرته وڅېړي. د بشري حقونو د څار سازمان او د قربانیانو کورنیو هم خبرداری ورکړی چې د جګړې د ښکېلو لورو د جرمونو په اړه انتخابي څېړنې د نړیوال عدالت په برخه کې دوه‌ګونی معیار رامنځته کولی شي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د امریکا حکومت پر نړیوالې جزایي محکمې فشارونه زیات کړي دي. د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا او اسرائیلو د پوځي او حکومتي چارواکو په اړه د محکمې د څېړنو په مخالفت کې پر محکمې، ځینو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان او درې نورو ادارو دغه بندیزونه په امریکا کې په فدرالي محکمه کې ننګولي دي.
د نړیوالې جزایي محکمې څارنوال د نومبر پر ۱۳مه د لنډمهاله ځنډ په غوښتنلیک کې غوښتنه کړې چې د دوسیو د تړلو پرېکړه دې وځنډول شي، څو د استیناف څانګه د حکم د ځنډولو په اړه د څارنوال غوښتنه وڅېړي او پرېکړه وکړي.

د تاجکستان ولسمشر پوتین ته له افغانستان سره د پولې په اړه معلومات ورکړل

۲۹ لړم ۱۴۰۵ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۵۵ GMT+۰
100%

د کرملین ویاند وايي، د تاجکستان ولسمشر په دوشنبه ښار کې ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې نوموړي ته له افغانستان سره د خپل هېواد د پولې د وضعیت په اړه معلومات ورکړل. د هغه په وینا، د تاجکستان او افغانستان په پوله امنیتي پېښې لا هم دوام لري او قاچاقبران خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

د روسیې ټاس خبري اژانس د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه د کرملین د ویاند له قوله راپور ورکړی، چې پوتین او رحمان واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د افغانستان او تاجکستان د پولې پر وضعیت خبرې کړې دي. د کرملین ویاند زیاته کړې، چې له ستونزو سره سره، په پوله کې تر یوه بریده ثبات او د وضعیت د اټکل وړتیا شته.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، قاچاقبران او هغه کسان چې هڅه کوي له پولې نشه‌يي توکي ولېږدوي، تل موجود وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، دوشنبې ته ورسېد او د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره یې ولیدل.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وویل، رحمان په دې لیدنه کې له پوتین سره د افغانستان او تاجکستان د پولې له امنیتي وضعیت خبر کړی دی. د هغه په وینا، امنیتي پېښې او قاچاق لا هم دوام لري.

د پسکوف په وینا، له دغو فعالیتونو سره د مبارزې لپاره د روسیې او تاجکستان د سرحدي ځواکونو او استخباراتي ادارو ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده.

په همدې حال کې، د تاجکستان د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې پوتین او رحمان په دې لیدنه کې د سیمې د امنیتي ګواښونو په اړه هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د تاجکستان او روسیې مشرانو د ترهګرۍ، افراطیت، سایبري ګواښونو او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړې دي.

پوتین دوشنبې ته تر سفر مخکې ویلي وو، چې د افغانستان وضعیت او په تاجکستان کې د روسیې د ۲۰۱مې پوځي اډې فعالیت به له امام علي رحمان سره د خبرو له موضوعاتو څخه وي.

په دوشنبه کې د خبرو یو له مهمو موضوعاتو څخه د افغانستان په برخه کې همکاري او د دغه هېواد د شاوخوا وضعیت ارزونه ده.

د روسیې ولسمشر له خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي وو: «زموږ دولتي پلاوی، چې مشري یې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک کوله، افغانستان ته تللی و. غواړم امام علي رحمان د دغه سفر له پایلو او هغو فرصتونو خبر کړم، چې د افغانستان په برخه کې د همکارۍ د پراختیا لپاره یې وینو.»

دغه لیدنه د جمعې په ورځ، د لړم ۲۹مه، ترسره شوه.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

دا په روانه میاشت کې د روسیې او تاجکستان د ولسمشرانو دویمه لیدنه ده.

رحمان په دې وروستیو کې د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د مشرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی و او په کرملین کې یې له پوتین سره هم لیدلي وو. خو د روسیې د ولسمشر په وینا، په مسکو کې د پروګرامونو د ګڼوالي له امله د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو اړیکو د اجنډا ټول موضوعات ونه څېړل شول.

ولادیمیر پوتین د ډله‌ییز امنیت تړون سازمان د مشرانو په غونډه کې ویلي وو، چې د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو پولو د امنیت د پیاوړتیا د هڅو په چوکاټ کې د افغانستان وضعیت په ځانګړي ډول تر څارنې لاندې دی.

امام علي رحمان هم په هغې غونډه کې ټینګار کړی و، چې د افغانستان او تاجکستان د پولې د امنیت پیاوړتیا د دغه سازمان له لومړیتوبونو څخه ده.

د دواړو هېوادونو د مشرانو د خبرو په اجنډا کې د تاجکستان د روسي وسله‌والو ځواکونو د ۲۰۱مې پوځي اډې د فعالیت دوام هم شامل دی. پوتین دغه اډه په سیمه او ټوله منځنۍ اسیا کې د امنیت یو مهم تضمین بللی دی. په دې لیدنه کې د دوه‌اړخیزو اړیکو پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او راتلونکې ګډې پروژې هم څېړل کېږي.

پوتین تاجکستان ته تر تګ مخکې د نومبر په ۱۸مه او ۱۹مه د چین په شېن‌جن ښار کې د اپېک په غونډه کې ګډون کړی و او د دغه سفر په ترڅ کې یې د چین او امریکا له مشرانو سره درې‌اړخیزې خبرې هم کړې وې.