ډېرو تمه لرله چې د طالبانو مشر به په دې سفر کې د هېواد د مهمو ستونزو، لکه د خپلمنځي اختلافونو، اقتصادي کړکېچ، بهرنیو اړیکو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په اړه نوی دریځ څرګند کړي، خو داسې ونه شول.
د طالبانو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، کابل ته د هبتالله دا سفر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د هغه دویم رسمي سفر و. د طالب چارواکو په وینا، نوموړي په دغه درې ورځني سفر کې په کابل پوهنتون او د طالبانو د دفاع وزارت کې ویناوې وکړې، د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل او د دوو جوماتونو او یوې «جهادي مدرسې» د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې یې ګډون وکړ.
کابل ته لومړی سفر؛ تاریخي خو پټه وینا
د هبتالله د وروستي سفر ارزښت هغه مهال ښه څرګندېږي چې په کابل کې یې د جمهوریت له سقوط وروسته له لومړي حضور سره پرتله شي. د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د جولای په لومړۍ نېټه کابل ته لاړ، څو د طالب پلوه علماوو په لویه غونډه کې ګډون وکړي او د زرګونو دیني عالمانو په وړاندې وینا وکړي. دغه وینا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغه له مهمو عامه څرګندونو څخه ګڼل کېده.
خو طالبانو پلازمېنې ته د هبتالله د سفرونو هېڅ انځور نه دی خپور کړی.
کابل پوهنتون؛ د طالبانو د مشر د فرمانونو د دودولو لپاره یوه غونډه
د هبتالله د فرمانونو د ارزونې غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې پیل شوه. دغه پروګرام د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په مدیریت جوړ شوی و او د بېلابېلو ولایتونو لسګونو ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو پکې ګډون کړی و.
د دې غونډې د جوړېدو لپاره کابل پوهنتون څو ورځې رخصت شو او محصلان اړ شول چې لیلیې خالي کړي. یو شمېر محصلانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دې پرېکړې د سمستر په وروستیو اوونیو کې ورته جدي ستونزې جوړې کړې دي. ځینې محصلان اړ شول چې په خپل لګښت خپلو ولایتونو ته ستانه شي او ځینو نورو شپه په جوماتونو یا د ملګرو په کورونو کې تېره کړه.
طالبانو اعلان وکړ چې هبتالله د غونډې په دویمه ورځ د ګډونوالو په وړاندې وینا وکړه. په دې پروګرام کې یو شمېر طالبپلوو دیني عالمانو یو ځل بیا له هغه سره بیعت وکړ او د «شیخالاسلام» لقب یې ورکړ.
د خپلمنځيږ نیوکو په وړاندې غیرمستقیم ځواب
کابل ته د هبتالله سفر په داسې حال کې وشو چې د هغه تر وینا یوه ورځ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په همدې غونډه کې ویلي وو چې ډېر خلک د طالبانو د مشر له سیاستونو سره موافق نه دي. هغه خبرداری ورکړی و چې په یوه کس پورې د نظام تړل خطرناک دي.
هبتالله په خپله وینا کې د دغو څرګندونو له مستقیم یادولو پرته پر رهبرۍ اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو غړي باید د «امیر» پر وړاندې مخالف دریځ ونه نیسي. هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د واک او مقام پر سر له سیالۍ ډډه وکړي.
د طالبانو مشر له سیاسي مخالفانو هم وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي. هغه ادعا وکړه چې وړ کسان کولای شي د طالبانو په اداره کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي. نوموړي یو ځل بیا د عمومي عفوې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په تېرو شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوونکي کسان هم په دې عفوې کې شامل دي.
محصلانو، ملایانو او جنګیالیو ته د رول ټاکل
په کابل پوهنتون کې د هبتالله د وینا یوه مهمه برخه د طالبانو په حکومت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د رول ټاکلو ته ځانګړې شوې وه. هغه له محصلانو وغوښتل چې د نظام او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د نن ورځې پوهه ترلاسه کړي. د هغه په اند، محصلان د حکومت د اقتصادي برخې د پیاوړتیا مسوولیت لري، ملایان باید د حکومت دیني مشروعیت وساتي او جنګیالي د امنیت د ټینګښت مسوول دي.
د طالبانو مشر په پوهنتونونو کې له پلي شویو نصابي بدلونونو هم دفاع وکړه او ژمنه یې وکړه چې د محصلانو او استادانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د طالبانو د جزایي اصولنامې تدوین هم د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې دغه احکام خلکو ته تشریح کړي.
په دفاع وزارت کې پټه ناسته
هبتالله بله ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ته ولاړ او د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو، والیانو او پوځي قوماندانانو سره یې ولیدل. په غونډه کې د ګډونوالو د معلوماتو له مخې، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ګډونوالو ته اجازه نه وه چې ګرځنده ټلیفونونه، فلزي توکي او ان قلم هم تالار ته دننه کړي.
د وینا له پیل مخکې د ګډونوالو ترمنځ ۵۲ مخیزه کتابچې ووېشل شوې چې ډېره برخه یې د رهبرۍ، اطاعت، امر بالمعروف، یووالي، د دیني عالمانو د رول او د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي په اړه د طالبانو د مشر پخواني لیدلوري رانغاړل.
په غونډه کې د ګډونوالو سرچینې وايي چې د هبتالله د وینا د پام وړ برخه د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر ساتلو، د مقام پر سر د اختلافاتو پر مخنیوي او په ټولنه کې د دیني عالمانو د نفوذ پر پراخولو راڅرخېده. هغه له ملایانو وغوښتل چې بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي او د ده فرمانونه او لیدلوري خلکو ته تشریح کړي.
جوماتونه او مدرسې؛ د سفر مهمې پروژې
ښايي د دې سفر تر ټولو څرګنده عملي پایله د دیني مرکزونو جوړولو ته د طالبانو د مشر پاملرنه وه. هغه د دفاع وزارت په غونډه کې څو ځله په کابل کې د جوماتونو د کمښت یادونه وکړه او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
وروسته هبتالله د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې دیني مدرسې او په چمن حضوري او میرویس میدان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې. طالبانو د دغو پروژو د لګښتونو، مالي سرچینو او د بشپړېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرو تمه لرله د طالبانو مشر به پلازمېنې ته په سفر کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، کډوالۍ کړکېچ، بهرنیو اړیکو او د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي. خو د هغه اصلي تمرکز د دیني بنسټونو پر پراختیا او د رهبرۍ پر اطاعت ټینګار و.
هبتالله ولې له خلکو سره ونه لیدل؟
سره له دې چې طالبانو د دغه سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل، هبتالله اخوندزاده په کابل کې د خپل حضور پر مهال له هېڅ خپلواکې ټولنیزې ډلې، مدني فعالانو، سوداګرو، ښځو، د رسمي غونډو له چوکاټه بهر د پوهنتون استادانو یا د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ونه لیدل.
هغه یوازې په هغو غونډو کې ګډون وکړ چې ګډونوال یې تر ډېره دیني عالمان، د طالبانو چارواکي، پوځي قوماندانان او د دې ډلې پلویان وو.
په دې توګه، کابل ته د طالبانو د مشر دویم سفر هم د هغه د ۲۰۲۲ کال د لومړي سفر په څېر، له افغان ټولنې سره د تعامل د فرصت پر ځای، د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر نندارې او د دې ډلې د رهبرۍ پر مقام د بیا ټینګار لپاره ځانګړی شو.
په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د ارزونې غونډه دوام لري
په کابل پوهنتون کې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د ارزونې غونډه د هغه تر وینا وروسته هم دوام وکړ. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې د دې پروګرام په درېیمه ورځ ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو په لسو بېلابېلو برخو کې ۱۳۲ څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
د دې غونډې ډېره برخه د طالبانو د رهبرۍ د ځایګي او د دې ډلې د مشر د فرمانونو د پلي کولو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه. په یوه غونډه کې د کابل د جهادي مدرسې مشر محمداسماعیل رحماني د واکمنانو او خلکو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې واکمنان د امنیت د تأمین، ثبات د ساتلو او د خلکو د حقونو د رعایتولو مسؤولیت لري؛ خو په ورته وخت کې یې د دیني عالمانو دنده د طالبانو د مشر د فرمانونو تشریح او تفسیر او د خلکو دنده د دغو فرمانونو پیروي وبلله.
خو د پروګرام محتوا ښودله چې د غونډې اصلي تمرکز د طالبانو د مشر د فرمانونو پر ترویج او تشریح او د دې ډلې په سیاسي جوړښت کې د هغه د ځایګي پر پیاوړتیا و.
هبتالله ارګ ته لاړ
هبتالله د چهارشنبې په ماښام ارګ ته لاړ او د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د طالبانو له ریسالوزرا محمدحسن اخوند، یو شمېر وزیرانو او د طالبانو د ادارې له لوړپوړو مسوولانو سره خبرې کړې دي. خو طالبانو د دغو لیدنو او احتمالي پرېکړو د جزییاتو په اړه معلومات خپاره نه کړل.
طالبانو کابل ته د هبتالله اخوندزاده د سفر هېڅ انځور نه دی خپور کړی.