دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان څو ځله د طالبانو اداره تورنه کړې چې په افغانستان کې یې وسلهوالو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې او دغه ډلې د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي. خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي، اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد وکارول شي.
چارو پوهان وایي، که څه هم د جوماتونو جوړول د مسلمانانو له دیني ارزښتونو څخه دي، خو د یوه حکومت مسوولیت یوازې د عبادت ځایونو جوړول نه دي. د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول، د بېوزلۍ کمول، د روغتیا او زدهکړو د خدمتونو پراخول او د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول هم د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
د طالبانو د چارو ادارې مشر په خپله لیکنه کې د جوماتونو جوړول د اسلامي تمدن د ودې، دیني زدهکړو او ټولنیز اصلاح لپاره مهم بللي، خو د خلکو د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې د حکومت د مشخصو پروګرامونو یادونه نه ده کړې.
په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د کار، ډوډۍ، روغتیا او زدهکړو په ګډون له ګڼو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي، پوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت ولې د جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ورته پراخې او روښانه برنامې نه اعلانوي؟
د جومات جوړول په خپل ذات کې د نیوکې موضوع نه ده؛ خو د خلکو د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په وړاندې د حکومت چوپتیا او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د څرګندو برنامو نشتوالی هغه مسلې دي چې د طالبانو د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د لیکنې د لیکوالانو په وینا، د طالبانو له پوځي واک ته رسېدو وروسته دوی د دغه ډلې پالیسۍ او کړنې، په ځانګړي ډول د افغانانو پر بشري حقونو او انساني کرامت محدودیتونه رد کړي دي.
اندیشه او دلیل وايي، طالبان د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی نه کوي او د روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د دوی په خبره، له همدې امله په ژنیو، نیویارک او ویانا کې د افغانستان استازولۍ لا هم د هغو ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د افغانستان د وروستي اساسي قانون لرونکي حکومت له لوري معرفي شوي وو.
دوی ټینګار کړی چې له طالبانو څخه لارښوونې نه اخلي، د هغوی استازیتوب نه کوي او د ملګرو ملتونو منشور او هغو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن دي چې افغانستان په تېرو ۸۰ کلونو کې لاسلیک کړي دي.
په لیکنه کې راغلي: «موږ د طالبانو استازیتوب نه کوو او له هغوی څخه هېڅ ډول لارښوونې نه اخلو؛ بلکې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوو او د ملګرو ملتونو منشور او هغو اړوندو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن یو چې زموږ هېواد په تېرو ۸۰ کلونو کې لاسلیک کړي دي».
په لیکنه کې راغلي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو منع کړې او ښځې یې له ډېرو کاري فرصتونو، روغتیايي خدمتونو، مدني فعالیتونو او د تګ راتګ او بیان له ازادیو محرومې کړې دي.