فضل الرحمان د خپلو غړو د نیولو پر دوام حکومت ته د لاریونونو ګواښ وکړ

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان حکومت ته خبرداری ورکړی چې د ګوند د غړو پر ضد دې اقدامات ودروي که نه نو سړکونو ته به راوځي او د نیول کېدو او زنداني کېدو پروا به هم ونه کړي.
مولانا فضل الرحمان په مفتي محمود مرکز کې د ګوند غړو ته د وینا پر مهال وویل چې جمعیت علمای اسلام ګوند به له حکومت سره سیاسي مبارزه په سیاسي ډګر او د سیاسي لارو چارو له مخې پر مخ وړي.
د هغه په وینا، د ګوند غړي په احساساتي غبرګونونو نه بلکې د نظم، یووالي او منظمې تګلارې له مخې عمل کوي.
هغه زیاته کړه چې که حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند پر غړو خپل اقدامات بند نه کړي نو د لاریونونو له لارې به خپل غږ پورته کړي او د زندانونو ډکولو ته به هم چمتو شي.
فضل الرحمان د حکومت د زندانونو په اړه وویل: «د حکومت زندانونه به ختم شي خو زموږ غړي به ختم نه شي.» نوموړي ټینګار وکړ چې جمعیت علمای اسلام ګوند به له خپل سیاسي دریځ څخه شاته نه شي.
فضل الرحمن خپلو غړو ته د یووالي او په یوه لیکه کې د درېدو سپارښتنه هم وکړه او ویې ویل چې په اوسنیو شرایطو کې باید د ګوند غړي په ګډه او د یوې منظمې تګلارې له مخې مبارزې ته دوام ورکړي.
بل لور ته، د دغه ګوند ویاند اسلم غوري د مولانا فضل الرحمان او مولانا اسعد محمود د امنیتي ساتونکو د بېرته اخیستو پر پرېکړې نیوکه کړې او هغه یې د منلو وړ نه ده بللې.
اسلم غوري ویلي چې دواړه مشران له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او حکومت باید د هغوی امنیتي ساتونکي بېرته وګماري.
هغه له حکومته غوښتي چې د دواړو مشرانو د امنیت د ټینګښت لپاره ژر تر ژره اړین ګامونه واخلي.
