افغانستان ته د قزاقستان د غنمو صادرات ۶۳۲ زره ټنو ته لوړ شوي

قزاقستان د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کرنیز کال په لومړیو دوو میاشتو کې افغانستان ته د غنمو صادرات ۱،۶ برابره زیات کړي او ۶۳۲ زره ټنو ته یې رسولي دي؛ د دغه هېواد د کرنې وزارت وايي، په همدې موده کې د قزاقستان د غنمو ټول صادرات هم ۷،۴ سلنه زیات شوي دي.
د قزاقستان د کرنې وزارت د شمېرو له مخې، چین ته د غنمو صادرات هم ۱،۸ برابره زیات شوي او ۴۳۶ زره ټنو ته رسېدلي دي. په منځنۍ اسیا کې ازبکستان د قزاقستان د غنمو تر ټولو لوی پېرودونکی پاتې شوی ازبکستان ته صادرات ۸،۸ سلنه زیات شوي او ۱،۳۹ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي.
همدارنګه له دغه هیواد بیا تاجکستان ته د غنمو صادرات ۹،۶ سلنه زیات شوي او ۴۱۷ زره ټنو ته رسېدلي دي. دا شمېرې ښيي چې قزاقستان په خپلو دودیزو بازارونو کې د غنمو صادرات زیات کړي او په ورته وخت کې یې د چین او افغانستان په بازارونو کې هم خپل حضور پراخ کړی دی.
د قزاقستان د کرنې وزارت وايي، د غنمو او اوړو ټول صادرات، چې د غنمو د معادل وزن له مخې حساب شوي، نږدې ۱۶ میلیونه ټنو ته رسېدلي دي. دا اندازه په تېر کرنیز فصل کې ۱۵،۳ میلیونه ټنه وه، چې د شاوخوا ۷۰۰ زره ټنو یا ۴،۶ سلنه زیاتوالي ښکارندويي کوي.
د قزاقستان د کرنې وزیر، ایداربېک ساپاروف، ویلي چې د دغه هېواد له مهمو موخو څخه یوه په دودیزو بازارونو کې د خپل حضور پیاوړتیا او نویو بازارونو ته د صادراتو پراخول دي. د هغه په وینا، د بزګرانو لپاره د غنمو د پلور د باوري او اټکل وړ شرایطو برابرولو ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.
ساپاروف زیاته کړې چې چین، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د صادراتو نور زیاتوالی به قزاقستان ته د خپلو صادراتي بازارونو د پراخولو او په سیمهییزو بازارونو کې د خپل حضور د پیاوړتیا زمینه برابره کړي.
