افغان مېرمنو په کابل کې پټ ښوونځي او سینګارتونونه جوړ کړي دي

په کابل کې یو شمېر افغان مېرمنو د طالبانو د سختو بندیزونو او نيولو د ګواښونو سربېره پټ ښوونځي او سینګارتونونه پرانيستي او خپلو کارونو او پټو زدهکړو ته یې دوام ورکړی دی.
اسوشیټډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته پر ښځو د لګول شویو سختو محدودیتونو سره هم ښځې هڅه کوي په پټه خپل ورځنی ژوند او فعالیتونه پر مخ یوسي. دغه بندیزونه د پارکونو، ورزشي تالارونو، سینګارتونونو او له لومړنیو ټولګیو پورته د نجونو پر زدهکړو لګېدلي دي.
یوې ۴۰ کلنې مېرمنې چې پخوانی پټ سینګارتون یې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو له خوا کشف او ټول وسایل ترې ضبط شوي وو، بیا په یو بل اپارتمان کې پټ کار پیل کړی دی.
هغې ویلي، چې مېړه یې بېکاره دی او اړ ده د خپلې کورنۍ د نفقې لپاره کار وکړي، چې دا مهال ورسره اووه نورې نجونې هم کار کوي.
له بلې خوا، د نجونو د فوټبال د ملي لوبډلې یوې پخوانۍ لوبغاړې ویلي، چې د سپورت له بندیز وروسته یې په خپل کور کې د ماشومانو لپاره د فوټبال او بوکس پټ روزنیز پروګرام جوړ کړی، خو راتلونکې ته ناهیلې ده.
همدارنګه په یو بل شخصي کور کې یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د خپلې کشرې خور په مرسته د نجونو او ماشومانو لپاره پټ ټولګي جوړ کړي او شاوخوا ۳۰ زدهکوونکو ته تاریخ، ساینس، ریاضي، ژبې او د قرانکریم درسونه ورکوي.
د دغو ټولګیو یوه ښوونکې وایي، سره له دې چې له تدریس سره د نیول کېدو سخته وېره لري، خو غواړي نجونو ته هیلې وبښي او ښوونیز چاپېریال ورته برابر کړي.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد اسلم بدریوال ادعا کړې، چې هغوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو د خوندیتوب او حقونو ساتنې ته بشپړ ژمن دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد تر دې وړاندې ویلي و، چې د پوهنې د هغې برخې د ستونزو د حل هڅه کوي چې نیمګړتیاوې لري، خو د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو په برخه کې کوم عملي پرمختګ نه دی لیدل شوی.
زدهکوونکي او ښوونکي په وار وار د خپل تګ راتګ وختونه بدلوي، ترڅو د ګزمې کونکو محتسبینو شک پر دوی راپورته نه شي.
ډېری دغه مېرمنې دا مهال د بېوزلۍ، ناهیلۍ او د طالبانو له خوا د احتمالي نیول کېدو له سختې وېرې سره مخ دي.
