د پاکستان ولسمشر د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ د غړو قانوني خوندیتوب او امتیازات محدود کړل

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري پنځه تقنیني فرمانونه صادر کړي، چې له مخې یې د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسمبلۍ د غړو قانوني خوندیتوب او امتیازات لغوه شوي دي. دغه فرمانونه په خیبر پښتونخوا کې د ځانګړو نوښتونو او پرمختیایي پروژو د څار او پلي کولو لپاره هم نوی قانوني چوکاټ رامنځته کوي.
د پاکستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د ایالتي اسمبلۍ د غړو د امتیازاتو په اړه د تعدیل شوي فرمان له مخې د اسمبلۍ د صلاحیتونو، خوندیتوب او امتیازاتو په قانون کې له ۴۰ مادو څخه ۲۱ مادې حذف شوې دي.
په لغوه شویو مادو کې د اسمبلۍ د غړو لپاره د توقیف پرمهال په غونډو کې د ګډون حق، له مدني او جنایي قضايي اجرااتو څخه خوندیتوب، د غړي تر نیولو مخکې د اسمبلۍ د رییس د اجازې شرط او د امتیازاتو د نقض اړوند احکام شامل دي.
دغه پرېکړه داسې مهال شوې، چې د والي واکمنۍ له پلي کېدو وروسته د خیبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی او د ایالتي اسمبلۍ رییس بابر سلیم سواتی په توقیف کې دي.
د راپورونو له مخې، په دوو نورو فرمانونو کې په خیبر پښتونخوا کې د ځانګړو نوښتونو او پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره د دوو جلا اجرایوي کمېټو جوړول تصویب شوي دي. یوه کمېټه به د هغه ۱۲ ولسوالیو چارې څاري، چې بېړنی حالت پهکې اعلان شوی او بله به د ایالت د پاتې سیمو د پروژو مسوولیت پر غاړه ولري.
د دغه کمېټو واکونه پراخ دي. هغوی کولای شي بېړنۍ او پرمختیایي پروژې وټاکي، بودجې او وړاندیزونه تصویب کړي او پوځي ادارې او دولتي بنسټونه د پروژو د پلي کولو لپاره وګماري.
د فرمانونو له مخې، مدني محکمې نه شي کولای د دغه قوانینو پر بنسټ د ترسره شویو اقداماتو او پرېکړو په چارو کې لاسوهنه وکړي. بل فرمان د ټولنو د نوملیکنې په قانون کې بدلون راولي. د دغه بدلون له مخې، هغه دیني مدرسې چې د پاکستان د فدرالي حکومت د دیني زدهکړو په عمومي ریاست کې ثبت شوې وي، په خیبر پښتونخوا کې د جلا نوملیکنې له شرط څخه معافېږي.
