د پېښور فرقې قوماندان: که په طبیعي زیرمو پسې وزیرستان ته راغلی اوسم، الله دې مې تباه کړي

د پاکستان د پوځ د پېښور فرقې قوماندان، جنرال محمد نعیم اختر، د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان ولسوالۍ کې د قبایلي مشرانو سره په یوه ګډه دعا کې ویلي، چې که دی سیمې ته د طبیعي زیرمو د نیولو یا د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره استول شوی وي، نو الله دې د هغه دنیا او آخرت تباه کړي.
د رسنیو د استازو، ځوانانو او قبایلي مشرانو په حضور کې د دعا پر مهال نوموړي وویل، که د خیبر پښتونخوا د خاورې حتی یو انچ یې د پنجاب، سند، بلوچستان، ګلګت بلتستان او ازاد کشمیر په څېر د ارزښتناکې خاورې په توګه نه وي اندازه کړی، نو د هغه معاش به حرام وي.
هغه وویل، که دولت نوموړی د کوم پټ هدف لپاره سیمې ته استولی وي، یا یې د سولې له هدف څخه د انحراف او د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره ګمارلی وي، او یا یې د زیرمو د نیولو په موخه استولی وي، نو له الله تعالی څخه یې د دنیا او آخرت د تباهۍ غوښتنه وکړه.
د فرقې قوماندان په دعا کې د قبایلي مشرانو په اړه وویل چې هغوی د سولې پلوي دي او له هېواد سره مینه لري، او له الله تعالی څخه یې د هغوی د ثابت قدمۍ او بخښنې غوښتنه وکړه.
نوموړي دغه دعا په شمالي وزیرستان کې د سیمهییزو قبایلي مشرانو په یوه غونډې په مهال کړې ده.
د پښتونخوا ګڼ پښتانه ملتپال سیاستوال د پاکستان پوځ تورنوي، چې ګواکې د پښتونخوا طبیعي زېرمو ته یې سترګې دي.
دوی د دغې سیمې د طبیعي زېرمو د استخراج په اړه د پاکستان د مرکزي حکومت پر پلانونو توندې نیوکې کړې دي.
