تحریک انصاف ګوند: د نویو ایالتونو د جوړولو لپاره د ټولپوښتنې وړاندیز مسخره او بېګټې دی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د نویو ایالتونو د جوړېدو په اړه د ټولپوښتنې وړاندیز بېګټې بللی او له دې سره سم یې د پیپلز ګوند له مشر بلاول بټو زرداري څخه غوښتنه کړې چې ګوند ته یې ځانګړې شوې څوکۍ بیرته ورکړي او فیصل کریم کنډي د پښتونخوا د والي له دندې څخه لرې کړي
د تحریک انصاف ګوند د اطلاعاتو مرکزي سکرټر شیخ وقاص اکرم په یوه بیان کې ویلي، چې په پارلمان کې د قانون جوړولو پر ځای د ریفرنډم نظر وړاندې کول د ګوند د هغه اوږدمهاله دریځ تصدیق کوي چې اوسنۍ اسمبلۍ قانوني حیثیت نه لري او د «فارم 47» د پایلو له لارې د «غلا شوي واک او غصب شویو څوکیو» له مخې رامنځته شوې ده.
هغه ادعا وکړه: «څرنګه چې اوسني قانون جوړوونکي د خلکو استازي نه دي، نو د اوسني نظام لاندې ترسره کېدونکی هر ریفرنډم به هم هومره جعلي وي لکه څنګه چې دا اسمبلۍ په خپله ده.»
د ګوند داخلي مشورتي بهیر تشریح کولو په ترڅ کې، شیخ وقاص اکرم وویل چې د ریفرنډم په اړه به پارلماني ګوند، سیاسي کمیټه او کور کمیټه غور وکړي، خو حتمي اختیار یوازې او یوازې په بند کې د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان په لاس کې دی.
هغه روښانه کړه چې ګوند به د نویو ایالتونو د جوړولو په اړه خپله پالیسي یوازې هغه وخت جوړه کړي چې د ګوند مشرانو ته عمران خان ته مستقیم لاسرسی ورکړل شي، او د هغه منظوري به حتمي وي.
هغه په ګوته کړه چې که څه هم عمران خان او تحریک انصاف ګوند تل د کوچنیو اداري واحدونو ملاتړ کړی دی، خو ګوند به هېڅکله د هغو پرېکړو ملاتړ ونه کړي چې پرته له اساسي قانون له جواز، دیموکراتیکه اجماع او د خلکو رضایت څخه مسلطې شوې وي. هغه خبرداری ورکړ چې هغو خلکو چې حکومتونه رد کړي دي، پر هغوی دې ته ورته حکومتونه مسلط کول به د اداري اصلاحاتو هدف پخپله ناکام کړي
