بلاول بوټو: افغانستان کې پاتې امریکايي وسلې په پاکستان کې د «ترهګرۍ» د زیاتېدو لامل شوې

د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتلو څرنګوالی او د پرمختللو وسلو پاتې کېدل ویجاړوونکي بللي دي. هغه ویلي، چې تور بازارونه له دغه وسلو ډک دي او اوسمهال په افغانستان او پاکستان کې د وسلهوالو ډلو لاس ته هم ورغلې دي.
بلاول بوټو له «ټيارټي ورلډ» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې د دغه هېواد د وسلهوالو ډلو لهخوا کارول کېږي او پاکستان ته هم لېږدول شوې دي.
هغه زیاته کړې، چې دغه وسلو په پاکستان کې وسلهوالو بریدونو او فعالیتونو ته زمینه برابره کړې ده. د بلاول بوټو په وینا، وسلهوالو ډلو داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړې چې ان د هغو وسلو پرتله پیاوړې دي چې د دغه ډلو پر وړاندې جنګېدونکي پولیس یې لري.
هغه دغه وضعیت د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه بللې او ویلي یې دي، چې وسلهوالې ډلې لاهم په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو فعالیت کوي. نوموړي زیاته کړې، چې طالبان یا د دغه ډلو د فعالیتونو د مخنیوي وړتیا نهلري او یا هم نه غواړي چې په اغېزمنه توګه ورسره مبارزه وکړي.
د بلاول بوټو په خبره، که څه هم دامهال پاکستان د دغه وسلهوالو فعالیتونو تر ټولو ډېر زیان زغمي؛ خو دغه ګواښ یوازې تر پاکستان نه محدود نه پاتې کېږي او ښايي د نړۍ نورې سیمې هم تر اغېز لاندې راولي.
پاکستان تر دې وړاندې هم په وار، وار ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځینې نورې وسلهوالې ډلې له افغانستان نه فعالیت کوي او د امریکايي ځواکونو پاتې وسلې په خپلو بریدونو کې کاروي.
خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه کارول کېږي. دوی په پاکستان کې ناامني د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې ده.
