په ایران او پاکستان کې مېشتو ۱۲۰ افغان ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ په لومړۍ نېټه، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په یوه پرانیستي لیک کې په دغو هېوادونو کې د خپل ستونزمن وضعیت په اړه د هغه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده. تر اوسه نږدې ۶۰۰ کسانو، د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو د وګړو په ګډون، د دغه لیک ملاتړ کړی دی.
په لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د لیک د لاسلیک کوونکو یو شمېر ښځې، چې د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالانې، قاضیانې، د پوهنتون استادانې او پخوانۍ ښځینه افسرانې پکې شاملې دي، په ایران او پاکستان کې له ستونزمن وضعیت او د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.
دغو ښځو ویلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدل یې ژوند په مستقیم ډول له خطر سره مخ کولای شي. د دوی په وینا، د نومونو لېست یې مخکې په رسمي توګه د فرانسې ولسمشر ته استول شوی او د کډوالۍ دوسیې یې هم د ارزونې په تمه دي.
د لیک لاسلیک کوونکو د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون څخه غوښتي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او په اسلاماباد او تهران کې سفارتونه دې د خطر له ګواښ سره مخ ښځو د منلو ظرفیت لوړ کړي. دوی لیکلي چې د بشري ویزو ونډه باید زیاته او د دوی د کډوالۍ دوسیې په بېړني ډول وڅېړل شي.
دوی وایي چې فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د یو شمېر افغان ښځو ملاتړ کړی او د هغوی ترڅنګ ولاړه پاتې شوې ده؛ خو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته په نږدې کېدو سره، چارواکو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. دا موضوع د هغو ښځو د اندېښنې لامل شوې چې د خپلو کډوالۍ دوسیو په اړه د پرېکړې په تمه دي.
د پاریس ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په وروستیو کې د دغه ښار په شلمه ناحیه کې یو ځای د «هغو افغان ښځو په نوم ونوماوه چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي». فرانسې غوښتل د دې اقدام له لارې هغو ښځو ته درناوی وکړي چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.
همدارنګه، د پاریس ښار شورا د لړم په ۲۸مه، د یوې رسمي پرېکړې په تصویب سره، د افغانستان ښځو او نجونو ته د «پاریس افتخاري تابعیت» ورکړ. د پاریس ښاروالۍ ویلي چې د دې اقدام موخه د تبعیض، محرومیت او سیستماتیک ځپنې پر وړاندې د افغان ښځو د مبارزې په ملاتړ کې د خپل ټینګ پیوستون څرګندول دي.
په همدې وخت کې، باخبره سرچینو د لړم په ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپل څلور دیپلوماتان په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته لېږي. د دغو سرچینو په وینا، یاد دیپلوماتان اوس مهال د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښایي راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته ورسېږي.
له دې سره سره، د افغان ښځو په لیک کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ کې د فرانسې د حکومت د دریځونو ستاینه شوې ده؛ خو د لیک د لاسلیک کوونکو په باور، له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو او تماسونو هممهالي د دغو ملاتړونو د دوام په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.
دغو ښځو د پاریس ښاروالۍ له خوا د افغانستان ښځو ته د افتخاري تابعیت د ورکړې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات په یوازې ځان د دوی بېړنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای. دوی وایي چې اوس ورته د بشري ویزو صادرول، خوندیتوب او د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حقونو لپاره د نړیوالې ټولنې سیاسي ملاتړ اړین دی.
د معلوماتو له مخې، د دغه لیک یوه کاپي د فرانسې لومړۍ مېرمنې، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، ملي شورا او د دغه هېواد سناتورانو ته هم استول شوې ده.