په جاپان کې د کاکا مراد د ژوند په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندې شو

د جاپاني ډاکټر او مرستندوی تېتسو ناکامورا چې په افغانستان کې د «کاکا مراد» په نوم پېژندل کېده، د ژوند او فعالیتونو په اړه یو مستند فلم د جاپان په کوماموتو ښار کې نندارې ته وړاندې شو.
د دغه پروګرام موخه په افغانستان او پاکستان کې د ناکامورا د فعالیتونو په اړه د خلکو د پوهاوي زیاتوالی وو. دغه مستند فلم د شنبې په ورځ (د لړم ۳۰مه) نندارې ته وړاندې شو.
د جاپان «اېناېچکې» ټلوېزیون د راپور له مخې، د ډاکټرانو یوې ډلې او نورو جوړوونکو د دغه مراسمو په جوړولو کې ونډه اخیسته وه. ناکامورا تر وژل کېدو پورې ۳۵کاله په افغانستان او پاکستان کې د جګړو او ناروغیو له امله زیانمنو شویو خلکو ته د مرستې او خدمتونو په برابرولو بوخت و.
دغه ۹۰ دقیقې مستند کنجي یاتسو جوړ کړی دی. په فلم کې هغه انځورونه کارول شوي، چې د ناکامورا د ۲۱ کلنو فعالیتونو پرمهال ثبت شوي وو. دغه راز په فلم کې داسې ناچاپ شوي انځورونه او نوې ویډیوګانې هم شاملې دي، چې د هغه د فعالیتونو له ساحې اخیستل شوې دي.
ناکامورا په افغانستان کې د «کاکا مراد» په نوم پېژندل کېده. هغه د ناروغانو د درملنې ترڅنګ، د څښاک اوبو برابرولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره هم کار کاوه. د څاګانو کېندل او د اوبو لګولو کانالونو جوړول یې د مهمو فعالیتونو برخه وه.
نوموړي د «جاپان د سولې روغتیايي خدمتونو» په نوم د بنسټ مشري کوله او د خپلو خدمتونو له امله یې د افغانستان افتخاري تابعیت هم ترلاسه کړی و. ناکامورا د ۱۳۹۸کال د لېندۍ په ۱۳مه، هغه مهال د وسلهوالو کسانو په ډزو کې ووژل شو چې په جلالاباد ښار کې د خپل کار ځای پر لور روان و. په دغه برید کې د هغه موټرچلوونکی او څلور ساتونکي هم ووژل شول. ناکامورا د وژل کېدو پر مهال ۷۳ کلن و.
د جاپان عامه راډیو ټلوېزیون د ۱۴۰۳کال په غويي کې راپور ورکړی و، چې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د ناکامورا د وژنې په اړه څېړنې درول شوې دي.
