کنډي: د پښتونخوا د کانونو د ناقانونه کېندنو ۸۰ سلنه عاید افغانستان کې وسلهوالو ته رسېدلی

د پاکستان د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ادعا کړې چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د دغه ایالت د سرو زرو په کانونو کې د ناقانونه کېندنو ۸۰ سلنه عواید «په افغانستان کې د ترهګرو» لاس ته ورغلي دي.
کنډي ویلي، چې د دغو ناقانونه کیندنو څارنه د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي ټي پی) کوله او د دې کیندنو اجازه د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند اړوند ایالتي حکومت ورکړې وه.
هغه د پاکستان تحریک انصاف حکومت تورن کړی چې د ترهګرۍ پر ضد یې له دولتي ادارو سره همکاري نه کوله او د امنیتي ځواکونو او وژل شویو کسانو ملاتړ یې نه کاوه.
د خیبر پښتونخوا والي ویلي، چې د ایالت پولیسو د تجهیزاتو او نورو اړتیاوو لپاره ۴۰ میلیارده روپۍ غوښتې وې، خو حکومت یوازې ۱.۲ میلیارده روپۍ ورکړې وې.
نوموړي زیاته کړې، د پولیسو نه تجهیزول په حقیقت کې د ترهګرو تجهیزول وو.
کنډي همداراز ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په ایالت کې د والي واکمني او بیړني حالت د نافذېدو په اړه ۹۹ سلنه مسوولیت د پاکستان تحریک انصاف پر غاړه و، ځکه د هغه په وینا، دغه ګوند د ترهګرۍ پر ضد د دولت تر څنګ نه و درېدلی.
نوموړي د خپلو دغو ادعاوو په تړاو کوم سند نه دی وړاندې کړی.
د پاکستان اوسنی حکومت او بېلابېل چارواکي وخت په وخت د عمران خان پر ګوند ورته تورونه لګوي، خو دغه ګوند داسې تورونه رد کړي وو.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ چارواکو هم د پاکستان دا ادعا وار وار رد کړې، چې ګواکې په افغانستان کې «ترهګرې ډلې» شته او د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.
