• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني لپاره الترناتیو ګوند د افغانانو په ګډون د ۲.۶ مېلیونه کډوالو د اېستلو غوښتنه کړې

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د جرمني لپاره د الترناتیو ښي‌اړخي افراطي ګوند یوه مشر تینو کروپالا له دغه هېواده د ۲.۶ مېلیونه افغان، سوریایي او اوکرایني پناه‌غوښتونکو د اېستلو غوښتنه کړې. هغه ویلي، په دغه هېوادونو کې د جګړې تر پای ته رسېدو یا امنیتي وضعیت ښه کېدو وروسته باید یاد کسان خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

کروپالا له «بیلد» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د هغه پناه‌غوښتونکو ترڅنګ چې د استوګنې قانوني اسناد نه‌لري او بهرني مجرمان دي؛ د افغانستان، سوریې او اوکراین وګړي هم باید د پناه غوښتنې لاملونو تر له‌منځه تلو وروسته جرمني پرېږدي.
هغه د دغه کسانو شمېر ۲.۶ مېلیونه ښودلی دی. د نوموړي یادې غوښتنې ته د جرمني یوشمېر وګړو مخالفت ښودلی دی. د جرمني د کنستانس پوهنتون د کډوالۍ د حقونو استاد ډانیل تیم ویلي، په قانوني توګه په ډله‌ییز او چټک ډول د مېلیونونه کسانو اېستل شونې نه‌دي.
هغه څرګنده کړې، چې د هر پناه‌غوښتونکي وضعیت باید جلا وڅېړل شي او په یوه هېواد کې د امنیتي وضعیت ښه کېدل په خپله د هغه هېواد د ټولو وګړو د استوګنې د حق پای ته رسېدو معنا نه‌لري. دغه حقوقي کارپوه د ۲.۶ مېلیونه کسانو شمېر هم تر هغه ډېر لوړ بللی، چې په رښتیا یې له جرمني اېستل شونې دي.
د جرمني لپاره الترناتیو ګوند بل غړي ماکسیمیلیان کراه هم تر دې مخکې د کډوالو د اېستلو په اړه د غیرواقعي ژمنو پر وړاندې خبرداری ورکړی و. هغه ویلي و، ان د ۲۰۰زره کسانو بېرته ستنول به هم له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته په اروپا کې د دغه ډول تر ټولو لوی عملیات وي.
د جرمني لپاره الترناتیو د دغه هېواد یو ښي‌اړخی افراطي ګوند دی، چې له پراخې کډوالۍ سره مخالفت کوي او د پناه غوښتنې قوانینو سختولو او د کډوالو د اېستلو پراخې څپې غوښتنه کوي.

ډېر لیدل شوي

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې
۱

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۲

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۳

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

۴

طالبانو د بلخ د نصرت‌اباد ښارګوټي په یوه برخه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې

۵

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته په اشارې د مکې له دفاعي تړون ملاتړ وکړ

•
•
•

نور خبرونه

«یو مېلیون غږونه» کمپاین: نړۍ دې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۰
100%

د «افغان ښځو او نجونو لپاره یو مېلیون غږونه» کمپاین له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د افغان ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغه کمپاین په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

د افغان ښځو د څلورمې ناستې جوړوونکو د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې دغه اعلامیه چمتو کړې او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره یې د یو مېلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
ټاکل شوې، چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د فوزیه کوفي په مشرۍ د «افغانستان د ښځو بنسټ» دغه ناسته د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په دویمه) په مادرید کې جوړه کړي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکي وايي، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوازې د اندېښنې څرګندول بسنه نه‌کوي. دوی له هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو د محدودیتونو پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي او د خپلو اقداماتو د پایلو په اړه خلکو ته راپور ورکړي.
د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو محاکمه کول، په سیاسي پرېکړو کې د ښځو ګډون، د ښځو د حقونو د فعالانو ملاتړ او بشري مرستو ته د ښځو برابر لاسرسی د یادې اعلامیې له مهمو غوښتنو څخه دي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکي وايي، طالبان د خلکو په رایو واک ته نه دي رسېدلي او د هېواد وګړي، په ځانګړي ډول ښځې یې له سیاسي ګډونه بې‌برخې کړي دي. د دوی په وینا، د طالبانو مشر له اوږدې مودې راهیسې په عام محضر کې نه‌دی څرګند شوی او کړنې یې د خلکو له څار لرې پاتې دي.
دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د یوه سیاسي بهیر په رامنځته کولو کې مرسته وکړي؛ څو د ټول‌ګډونه ټاکنو لپاره زمینه برابره شي او افغانان وکولای شي خپل استازي په خپله وټاکي.
په اعلامیه کې له هېوادونو غوښتل شوي، چې له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د ښځو د حقونو د وضعیت له ښه‌والي سره مشروطې کړي، د پرمختګ ارزونې لپاره روښانه معیارونه وټاکي او د خپلو ارزونو پایلې په منظم ډول له خلکو سره شریکې کړي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په اشارې ویلي، دغه شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې محدودوونکې تګلارې لغوه کړي.
دوی د هغو خپلواکو بنسټونو د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې، چې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبتوي او څېړي. لاسلیک‌کوونکو ټینګار کړی، چې د دغه سرغړونو شواهد باید وساتل شي او عاملان یې د جرمونو نړۍوالې محکمې په ګډون په کورنیو او نړۍوالو محکمو کې محاکمه شي.
د دوی په وینا، هېوادونه باید د قانون په چوکاټ کې او په همغږۍ د بشري حقونو د جدي سرغړونو د عاملانو پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو دغه اقدامات باید د افغانانو د بشري مرستو بهیر له ستونزو سره مخ نه‌کړي.
د نړۍوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر یا «جنسي اپارتاید» په رسمیت پېژندل د یادې اعلامیې بله غوښتنه ده. لاسلیک‌کوونکي وايي، قربانیان په ځانګړي ډول ښځې او قومي لږکۍ باید د حقیقت موندنې او انتقالي عدالت په بهیر کې ونډه ولري.
د هغه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره چې د نیول کېدو، ځورونې او غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي، لاسلیک‌کوونکو له هېوادونو غوښتي چې ډېرې بشري ویزې ورکړي او د خوندي لېږد او بیا مېشتېدو پروګرامونه پراخ کړي. دوی ټینګار کړی، هېڅوک باید په زور داسې ځای ته ونه لېږل شي چې هلته د ځورونې له ګواښ سره مخ وي.
لاسلیک‌کوونکو همدارنګه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د یوه نړۍوال صندوق د جوړېدو وړاندیز کړی دی. د دوی په وینا، دغه صندوق باید د ښځو د زده‌کړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ وکړي او د افغانستان دننه او بهر د بشري حقونو د سرغړونو پېښو په ثبتولو کې مرسته وکړي.
دوی وايي، ښځې باید د دغه صندوق د لومړیتوبونو په ټاکلو، د بودجې لګولو په اړه پرېکړو او د پروګرامونو په جوړولو کې ونډه ولري. لاسلیک‌کوونکو د دغه صندوق لپاره د دوامدارې بودجې برابرولو، سرچینو ته د ښځو د لاسرسي او د مرستو د برابر غوښتنه هم کړې ده.
په اعلامیه کې د اقتصادي برخې په اړه د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو د طالبانو د ټولو محدودیتونو د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه شوې ده. لاسلیک‌کوونکو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو، مسلکي او سوداګریزو زده‌کړو او د ښځینه سوداګرو په ملاتړ کې پانګونه وکړي.
د دوی په وینا، دغه پانګونه باید انلاین سوداګرۍ ته لاره هواره کړي او د ښځو مالي سرچینو او کورنیو او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي. دوی همدارنګه غوښتي، چې ښځې د اقتصادي پروګرامونو په جوړولو او د پراختیايي مرستو لګولو په اړه په پرېکړو کې ونډه ولري؛ څو هغه ښځې چې خپل کاروبارونه لري، په مستقیم ډول له دغه پروګرامونو ګټه واخلي.
لاسلیک‌کوونکو د سیمې او هغه هېوادونو چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، غوښتي چې له خپل ډیپلوماتیک نفوذ څخه د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره کار واخلي او له بنسټیزو حقونو څخه د ښځو د محرومولو لپاره هېڅ دیني یا کلتوري توجیه ونه مني.
دوی له مرستندویه بنسټونو هم غوښتي، چې د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍوالې مرستې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د زیاتېدو لامل نه شي.

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۳۱ GMT+۰
•
وحید پیمان
100%

له وحید صابري سره زما د مرکې له پیل څو دقیقې مخکې، زموږ د اوسېدو ځای ته نږدې په کابل کې ځانمرګی برید شوی و. هغه شپه په کور کې یوازې وم او وېره مې احساسوله؛ خو له صابري سره مې له وړاندې د مرکې وخت ټاکلی و.

صابري خوږې خبرې کولې. کله چې مو لږې خبرې وکړې، د هغې شپې د چاودنې او اندېښنو فکر مې له ذهنه ووت. خبرې مو له موسیقۍ پیل کړې او ورو، ورو د هغه د ژوند کیسو ته ورسېدو.
هغه ورځ د ۱۳۹۸کال د وږي ۱۴مه وه. هغه مهال ما له «هشت صبح» ورځپاڼې سره کار کاوه. صابري هم ومنله، چې له ما سره مرکه وکړي څو په ورځپاڼه کې خپره شي. صابري د مرکې له پیل مخکې یو شرط کېښود؛ هغه دا چې خبرې یې سانسور نه‌کړم. ویل یې، په ښکاره خبرې کوي او غواړي هماغه کلمې یې ولیکم چې دی یې کاروي.
د سندرو په ازموینه کې بریا
صابري د کابل په ده افغانانو کې زېږېدلی و او د حبیبیې په لېسه کې یې زده‌کړې کړې وې. هغه د سندرو ویلو تر پیل مخکې ډول غږاوه. د ډول غږولو د ازموینې لپاره د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون ته تللی و؛ خو هلته ورته د سندرې ویلو فرصت برابر شو. کلونه وروسته یې له فرهاد دریا او نورو ځوانو هنرمندانو سره د «باران» په نوم ډلې کې کار وکړ.
صابري ویل، چې له ماشومتوبه یې اقتصادي وضعیت ښه نه و. د حبیبیې په لېسه کې به چې شتمنو زده‌کوونکو د تفریح پرمهال له کانټین څخه منتو او نوشابې پېرل، هغه به ورته په حسرت کتل. کله به څو ټولګیوال سره راټولېدل، د ښوونځي پر مېزونو به یې لاسونه وهل او سندرې به یې ویلې.
هغه په راډیو کې تر سندرو مخکې ډول غږوونکی و. له هغې ډلې سره یې کار کاوه، چې وحید دلاوري جوړه کړې وه او دی به خپله د ډول تر شا ناست و.
د صابري د سندرو ویلو لاره له هغې ورځې پرانیستل شوه، چې د ډول غږولو ازموینې لپاره راډیو ټلوېزیون ته ولاړ. هغه کس چې باید ازموینه یې ترې اخیستې وای، نه و راغلی. صابري وړاندیز وکړ، چې د ډول غږولو پر ځای یوه سندره ووایي.
هغه د احمد ظاهر د یوې سندرې په ویلو سره په ازموینه کې بریالی شو؛ خو بیا هم څه موده د راډیو ټلوېزیون له دروازې بهر پاتې شو، څو چې عبدالوهاب مددي ورسره مرسته وکړه او دننه یې کړ. د لومړۍ سندرې په ثبتولو کې هم سایر هراتي ورسره مرسته وکړه. سایر د افغانې سندرغاړې فرزانې لپاره شعر او سندره جوړه کړې وه؛ خو د یوې کلیمې په بدلولو سره یې د «بچه زحمت‌کش دهقان منم» په نوم سندره شوه او صابري وویله.
کله چې دغه سندره خپره شوه، هغه سندرغاړي او کمپوزران چې مخکې یې صابري ته پام نه کاوه، خپله د همکارۍ لپاره ورغلل.
باران ډله او د صابري ګېله
کله چې د «باران» ډلې په اړه مو خبرې پیل کړې، صابري غوښتل چې د پېښو ترتیب سم بیان شي. هغه نه غوښتل څوک داسې فکر وکړي، چې هنري ژوند یې له باران ډلې سره پیل شوی دی. په اصل کې یې نه غوښتل دا تصور رامنځته شي، ګواکې فرهاد دریا چې د باران ډلې له بنسټ‌ اېښودونکو و، د وحید صابري په شهرت او بریا کې ونډه لري. همدا موضوع د کلونو لپاره د دغه دوو هنرمندانو ترمنځ د واټن لامل شوې وه.

100%

ما ترې وپوښتل، له دې ټولو سره سره، ایا مني چې د شهرت او هنري پېژندګلوۍ یوه برخه یې له باران ډلې سره تړلې ده؟ هغه وویل، هو...
باران ډلې یوشمېر ځوان هنرمندان سره راټول کړي وو. فرهاد دریا، وحید صابري، جاوېد راهي، هارون لمحه، مختار مجید او نورو هنرمندانو په بېلابېلو وختونو کې له دې ډلې سره کار کړی و. دوی به ولسي او محلي موسیقي په نوو سازونو او نوو طریقو غږوله.
خو د باران ډلې کار هم له اختلافونو او خپګانونو خالي نه و. صابري به په ودونو کې سندرې ویلې او کله ناکله به یې د ډلې تمرینونه له لاسه ورکول. وروسته د یوې رسمي هنري برنامې لپاره سفر ته ولاړ او له یو شمېر هنرمندانو سره له کابله بهر شو.
په همدې وخت کې باران ډلې کنسرت درلود، خو صابري په‌کې نه و. د هغه ګېله دا وه، چې د برنامې د خپرېدو پرمهال چا دا وضاحت نه و ورکړی چې دی ولې په‌کې نشته. کله چې بېرته راستون شو، د خلکو داسې خبرې یې واورېدې چې خپه یې کړ. ویل یې، تمه یې درلوده چې ملګري به یې اورېدونکو ته ویلي وي چې دی په سفر تللی دی.
په پای کې یې د ۱۳۶۴کال په یوه شپه پرېکړه وکړه، چې له باران ډلې سره خپله همکاري پای ته ورسوي.
د کنسرت لپاره سفر او په بهر کې پاتې کېدل
تاجکستان ته د صابري د ۱۳۷۱کال سفر په اصل کې د یوې هنري برنامې لپاره و. هغه له پېژندل شوي هنرمند اسد ارام سره د کنسرت لپاره تللی و. هلته یې کنسرت ورکړ؛ خو لا بهر و چې په کابل کې وضعیت بدل شو.
هغه د نجیب‌الله د حکومت د پرځېدو او د مجاهدینو د راتګ خبرونه له ټلوېزیونه څارل. افغانستان ته یې بېرته ستنېدل وځنډېدل او ژوند یې بل لوري ته ولاړ.
په تاجکستان کې له صابري تود هرکلی شوی و. هغه د کرامت‌الله قربانوف یادونه کوله، چې په یوه هنري پروګرام کې یې ګډونوالو ته ورپېژندلی و. قربانوف د هغه غږ له احمد ظاهر سره ورته بللی و؛ هغه سندرغاړی چې په تاجکستان کې یې ځانګړی محبوبیت درلود. قربانوف ویلي و: «وحید اکه د احمد ظاهر کشر ورور دی».
هماغه کال صابري له تاجکستان نه ازبکستان ته ولاړ او له هغه ځایه مسکو ته لاړ.
د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال یو ځل کابل ته ستون شو؛ څو د هغه کور د اسنادو ستونزه حل کړي، چې پخواني حکومت ورکړی و. وحید راته کیسه وکړه، چې کشر ورور یې قدرت‌الله د کور اسناد د کابل د هغه وخت والي ته یووړل او دی خپله بهر ورته په تمه پاتې شو.
کله چې والي پوه شو، چې کور د وحید صابري دی، پوښتنه یې وکړه چې هغه چېرته دی او دفتر ته یې ور وغوښت. والي صابري ته وویل، چې د سندرو څو کېسټې دې ورته راوړي. قدرت‌الله کېسټې والي ته ورسولې، هغه هم د کور سند لاسلیک کړ او ستونزه حل شوه.
۹۰ سندرې او هغه پوښتنه چې د صابري نه خوښېده
ما ترې وپوښتل، چې د کډوالۍ پرمهال یې د موسیقۍ کار څنګه پر مخ وړی و. هغه څه موده په مسکو کې له محدودو امکاناتو سره کار کړی و او وروسته د نوو سندرو د ثبتولو لپاره هند ته تللی و.
صابري هند ته له خپلو دواړو سفرونو خوښ و. په دغه دوو سفرونو کې یې د هندي موسیقارانو په مرسته ټولې ۹۰ سندرې ثبت کړې وې؛ په لومړي سفر کې ۵۰ او په دویم کې ۴۰ سندرې.
ما ترې وپوښتل، چې په سندرو ویلو کې یې څوک د ځان لپاره الګو باله. لومړی یې د اماني نوم واخیست او وروسته یې احمد ظاهر یاد کړ.
کله مې چې ترې وپوښتل د نوي نسل کوم سندرغاړي خوښوي، ځوابونه یې لږ توند شول. د هغه په باور، په ډېرو ویډیو کلیپونو کې ظاهري بڼه او د ځان ښودلو طریقه تر غږ ډېره مهمه شوې ده. هغه د اریانا سعید نوم د یوې داسې سندرغاړې په توګه واخیست، چې سندرې یې خوښېږي. خو د ځوانو نارینه سندرغاړو د نومونو اخیستو پرمهال یې لږ فکر وکړ او ویې ویل، چې همدا اوس یې څوک په ذهن کې نه ورځي.
د مرکې په وروستیو شېبو کې مو په افغانستان کې د هنر د راتلونکي په اړه خبرې وکړې. هغه مهال یعنې په ۱۳۹۸کال کې او د کابل تر سقوط دوه کاله مخکې، واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو احتمال مطرح و. ما غوښتل پوه شم، چې هغه د طالبانو احتمالي واک ته رسېدل د موسیقۍ لپاره څومره خطرناک ګڼي.
صابري اندېښمن و. هغه د هغو محدودیتونو یادونه وکړه، چې هنرمندان په بېلابېلو وختونو کې ورسره مخ شوي وو. ویل یې، که طالبان بېرته واک ته ورسېږي، په هېواد کې به هنر یو ځل بیا وځپل شي. په ورته وخت کې یې په بهر کې د هنرمندانو د کار دوام ته هم اشاره کوله. هغه د هغو سندرو یادونه کوله، چې د خپل وطن لپاره یې ویلې وې او له لرې د خلکو غوږونو ته رسېدلې وې.
هغه غوښتل، چې قومي تړاوونه د خلکو ترمنځ واټن رامنځته نه‌کړي. د مرکې په پیل کې یې هم، کله چې د خپلې کورنۍ د ریښې په اړه خبرې کولې، ټینګار کړی و چې هنر یې باید د افغانستان د ټولو خلکو وګڼل شي.
اوس له هغې مرکې اووه کاله تېر شوي دي.
وحید صابري هېڅکله واده ونه کړ. هغه په تاشکند کې د زړه د حملې له امله ومړ. د مړینې پرمهال یوازې و، کورنۍ او ملګري یې د هغه له حاله ناخبره وو.
د صابري د پوځي خدمت یوه خاطره
وحید صابري د افغانستان د هغه وخت د حکومت د مشرانو او د خپل پوځي خدمت په اړه هم ځینې خاطرې لرلې. هغه ویل، په یوه هنري پروګرام کې یې د هغه وخت له ولسمشر ببرک کارمل سره لیدلي وو. د صابري په وینا، کارمل د ده له اجرا وروسته په غېږ کې ونیوه، ښکل یې کړ او د هغه هنري وړتیا یې وستایله.
صابري د پغمان په سپوږمۍ رستورانت کې له ډاکټر نجیب‌الله سره د خپلې لیدنې کیسه هم کوله. هغه مهال ډاکټر نجیب‌الله د خاد مشر و. د هغه وخت د کورنیو چارو وزیر محمد ګلاب‌زوی، یو شمېر وزیران او نور دولتي چارواکي هم دغه رستورانت ته بلل شوي وو.
صابري په دې محفل کې موسیقي غږولې وه او د ده په وینا، ډاکټر نجیب‌الله هم ترې د یوې سندرې ویلو غوښتنه کړې وه.
صابري ویل، هغه مهال یې اوږده وېښتان لرل او د هنرمند په توګه یې نه غوښتل وېښتان لنډ کړي؛ خو په پوځي کنډک کې ترې غوښتل شوي وو، چې د پوځي مقرراتو له مخې خپل وېښتان لنډ کړي. ګلاب‌زوی په هغه لیدنه کې د صابري ملاتړ کړی و او ویلي یې و، چې د یوه هنرمند ښکلا له وېښتانو سره هم تړاو لري.
صابري کیسه کوله، چې د کورنیو چارو وزیر په خپله په خپل موټر کې پوځي کنډک ته ورساوه او مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې نور هېڅوک د هنرمندانو د وېښتانو د لنډولو حق نه‌لري.
د دغه سندرغاړي د مړینې خبر د شنبې په ورځ (د لړم په ۳۰مه) په تاشکند کې اعلان شو. ټاکل شوې، چې د کورنۍ په غوښتنه یې جنازه د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ په درېیمه) په همدې ښار کې خاورو ته وسپارل شي.

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ چارواکې لیا خان وايي، افغانستان ته د واشنګټن د بشري مرستو بندښت، د مېلیونونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په نامستقیم ډول یې پر افغانستان د طالبانو واک او کنټرول پیاوړی کړی دی.

لیا خان په لافېر (Lawfare) وېب‌پاڼه کې په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، امریکا د ۲۰۲۵کال په اپرېل کې افغانستان ته ۵۶۲ مېلیون ډالره روانې او پلان شوې بشري مرستې لغوه کړې چې یادې پرېکړې د مېلیونونه افغانانو مرستو ته لاسرسی محدود کړ او د دغه هېواد بشري ناورین یې لا ژور کړ.
د هغې په وینا، اوس تر ۱۵ مېلیونه ډېر افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او له دې ډلې ۳.۴ مېلیونه کسان داسې وضعیت کې دي چې د قحطۍ په درشل کې ګڼل کېږي.
لیا خان لیکلي، دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د واک له ترلاسه کولو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د کار، زده‌کړو او له کورونو بهر په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه په پرله‌پسې ډول زیات کړي دي.
د مقالې له مخې، طالبانو له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ۲۶۴ فرمانونه صادر کړي چې ۱۶۶ یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. دغه محدودیتونه د ښځو پر پوهنتونونو د زده‌کړو بندیز، د نجونو د منځنیو او لېسو زده‌کړو بندیز او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او فعالیتونو محدودیتونه رانغاړي.
د لیا خان په لیکنه، د طالبانو د محدودیتونو د پلي کولو په لړ کې ښځې د وهلو، د اعتراضونو پر مهال د وژل کېدو، د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې د عدالت نه ترلاسه کولو او د جبري او کم‌عمره ودونو له ګواښونو سره مخ شوې دي. هغې د ملګرو ملتونو د راپورونو په حواله لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګواښ ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
د امریکا د مرستو بندښت د افغانستان پر روغتیايي خدماتو هم اغېز کړی دی. د مقالې له مخې، دغه وضعیت په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د روغتیا د ۸۸ سلنه امریکايي تمویل د بندېدو لامل شوی چې ورسره تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
لیا خان لیکلي، په هرات ولایت کې د امریکا د روغتیايي مرستو تر بندښت وروسته د مېندو د مړینې کچه ۱۰۹ سلنه لوړه شوې؛ په داسې حال کې چې په ننګرهار او فراه کې د نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په ترتیب سره ۶۰ او ۱۳۳ سلنه لوړه شوې ده.
د هغې په وینا، په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه د ښځو په مشرۍ سازمانونه یا له مالي ملاتړ محروم شوي او یا د فعالیت د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. همدارنګه، د ښځو د نږدې نیمایي پناه‌ځایونو او خوندي مرکزونو د ملاتړ بندېدو، د کورني تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستنې د قربانیانو د ملاتړ لارې کمزورې کړې دي.
د مقالې لیکواله وايي، د امریکا د بشري مرستو بندېدو نه یوازې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت خرابېدو ته زمینه برابره کړې؛ بلکې په نامستقیم ډول یې د طالبانو د واکمنۍ او پر ټولنه د کنټرول د ټینګښت له بهیر سره هم مرسته کړې ده.

ملګري ملتونه: له ایرانه ایستل شوې افغان مېرمنې له بېوزلۍ او د سرپناوو نشتوالي سره مخ دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته ډېرې افغان مېرمنې له بې‌کارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي. په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د لېندۍ په لومړۍ نېټه، په یوه راپور کې لیکلي چې یو شمېر دغو ښځو په ایران کې دنده او نسبتاً باثباته ژوند درلود، خو اوس په افغانستان کې له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه راپور کې هرات ته د راستنو شویو دوو ښځو وضعیت انځور شوی دی. ۲۸ کلنه زهرا چې په ایران کې یې پنځه کاله د یوې زړې ښځې پالنه کوله، افغانستان ته له راستنېدو وروسته، سره له دې چې د قابلګۍ په برخه کې یې زده کړې کړې او په کلینیکونو کې یې د داوطلبې په توګه د کار تجربه هم لرله، نه ده توانېدلې چې دنده پیدا کړي.

زهرا ویلي: «زه د کار کولو هېڅ فرصت نه لرم».

همدارنګه، ۴۴ کلنه هما چې شپږ کاله یې په ایران کې ژوند کړی و، اوس د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده. هغه له خپل معلول مېړه سره د خپل لېور په کور کې په یوه خونه کې ژوند کوي او د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کورونو پاکولو او جامو ګنډلو کارونه کوي.

هما وایي، کله ناکله د ژوند د ستونزو فشار دومره زیات شي چې د زغملو وس یې نه لري.

هغې زیاته کړې: «ځینې ورځې اړه کېږم چې په واټونو کې سوال وکړم».

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي چارلي ګوډلیک ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ نیم میلیونو ډېر افغانان له هېوادونو ایستل شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې نږدې درې میلیونه یې په ۲۰۲۵ کال کې وو.

د هغه په وینا، د کډوالو د بېرته ستنېدو څپې د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر زیات کړی او د کورونو، کار بازار او عامه خدمتونو پر وړاندې یې فشار زیات کړی دی.

ګوډلیک زیاته کړې چې ښځې او نجونې د هغو کسانو له نیمایي ډېر جوړوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ورسره مرسته کوي. ښځې او ماشومان په ګډه د دغو مرستندویي کېدونکو کسانو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې په افغانستان کې یې د څه باندې ۱۵۰ مسلکي زده‌کړو د پروژو په پیلولو سره له ښځو سره مرسته کړې، څو مهارتونه زده کړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

خو د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو پراخو کاري محدودیتونو ته په پام، لا څرګنده نه ده چې ښځې به د دغو زده‌کړیزو کورسونو تر پای ته رسېدو وروسته په خپلو زده‌کړو شویو مسلکونو کې د کار او عاید ترلاسه کولو لپاره کوم فرصتونه ولري.

یو شمېر افغان مېرمنې له فرانسې غواړي چې د سمبولیکو اقداماتو پر ځای عملي ملاتړ ته مخه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰
100%

په ایران او پاکستان کې مېشتو ۱۲۰ افغان ښځو، چې د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو د شاوخوا ۶۰۰ وګړو ملاتړ ورسره دی، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي چې د سمبولیکو ګامونو پر ځای دې له ګواښ سره مخ افغان مېرمنو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.

په ایران او پاکستان کې مېشتو ۱۲۰ افغان ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ په لومړۍ نېټه، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په یوه پرانیستي لیک کې په دغو هېوادونو کې د خپل ستونزمن وضعیت په اړه د هغه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده. تر اوسه نږدې ۶۰۰ کسانو، د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو د وګړو په ګډون، د دغه لیک ملاتړ کړی دی.

په لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د لیک د لاسلیک کوونکو یو شمېر ښځې، چې د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالانې، قاضیانې، د پوهنتون استادانې او پخوانۍ ښځینه افسرانې پکې شاملې دي، په ایران او پاکستان کې له ستونزمن وضعیت او د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

دغو ښځو ویلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدل یې ژوند په مستقیم ډول له خطر سره مخ کولای شي. د دوی په وینا، د نومونو لېست یې مخکې په رسمي توګه د فرانسې ولسمشر ته استول شوی او د کډوالۍ دوسیې یې هم د ارزونې په تمه دي.

د لیک لاسلیک کوونکو د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون څخه غوښتي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او په اسلام‌اباد او تهران کې سفارتونه دې د خطر له ګواښ سره مخ ښځو د منلو ظرفیت لوړ کړي. دوی لیکلي چې د بشري ویزو ونډه باید زیاته او د دوی د کډوالۍ دوسیې په بېړني ډول وڅېړل شي.

دوی وایي چې فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د یو شمېر افغان ښځو ملاتړ کړی او د هغوی ترڅنګ ولاړه پاتې شوې ده؛ خو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته په نږدې کېدو سره، چارواکو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. دا موضوع د هغو ښځو د اندېښنې لامل شوې چې د خپلو کډوالۍ دوسیو په اړه د پرېکړې په تمه دي.

د پاریس ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په وروستیو کې د دغه ښار په شلمه ناحیه کې یو ځای د «هغو افغان ښځو په نوم ونوماوه چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي». فرانسې غوښتل د دې اقدام له لارې هغو ښځو ته درناوی وکړي چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.

همدارنګه، د پاریس ښار شورا د لړم په ۲۸مه، د یوې رسمي پرېکړې په تصویب سره، د افغانستان ښځو او نجونو ته د «پاریس افتخاري تابعیت» ورکړ. د پاریس ښاروالۍ ویلي چې د دې اقدام موخه د تبعیض، محرومیت او سیستماتیک ځپنې پر وړاندې د افغان ښځو د مبارزې په ملاتړ کې د خپل ټینګ پیوستون څرګندول دي.

په همدې وخت کې، باخبره سرچینو د لړم په ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپل څلور دیپلوماتان په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته لېږي. د دغو سرچینو په وینا، یاد دیپلوماتان اوس مهال د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښایي راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته ورسېږي.

له دې سره سره، د افغان ښځو په لیک کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ کې د فرانسې د حکومت د دریځونو ستاینه شوې ده؛ خو د لیک د لاسلیک کوونکو په باور، له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو او تماسونو هممهالي د دغو ملاتړونو د دوام په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

دغو ښځو د پاریس ښاروالۍ له خوا د افغانستان ښځو ته د افتخاري تابعیت د ورکړې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات په یوازې ځان د دوی بېړنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای. دوی وایي چې اوس ورته د بشري ویزو صادرول، خوندیتوب او د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حقونو لپاره د نړیوالې ټولنې سیاسي ملاتړ اړین دی.

د معلوماتو له مخې، د دغه لیک یوه کاپي د فرانسې لومړۍ مېرمنې، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، ملي شورا او د دغه هېواد سناتورانو ته هم استول شوې ده.