اېمل ولي خان: د لر او بر افغان وطن ترمنځ سوداګریزې لارې دې پرانیستل شي

د عوامي نېشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان د سوداګریزو لارو د تړل کېدو مخالفت کړی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د لر او بر افغان وطن د سوداګرۍ او تګ راتګ لارې دې بېرته پرانیستل شي.
اېمل ولي خان د بلوچستان ایالت د عوامي نېشنل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ډیورنډ کرښې تړون د دې خاورې د هغه وخت واکمنانو کړی و، او خو اوس د دې کرښې په اوږدو کې د خلکو د حقونو، وسایلو، روزګار او سوداګرۍ محدودول د منلو نه دي.
اېمل ولي خان زیاته کړه، چې زه هر قانون منم خو زما د ډیورنډ کرښې پریکړې به د ډیورنډ تړون د سیورې لاندې کوي .
نوموړي وويل چې ډیورنډ کرښه د پښتنو په وجود کې تېره شوې ،په دې کې کورنۍ تقسیم شوي ریاست ته دا درک نشته خو ځايي خلک په دې پوهیږي.
هغه پوښتنه وکړه، که ته زما د خلکو حقونه، کاروبار، روزګار او تجارت نه مني او شتمنۍ نه منې ، نو پښتانه څنګه ته څنګه منې؟
اېمل ولي خان وویل، د د لارو د تړل کېدو له امله د دواړو خواوو خلک له ستونزو سره مخ دي او که سوداګریزې لارې تړل کېږي، نو د خلکو روزګار او اقتصادي فعالیتونه هم ورسره درېږي.
نوموړي د پښتنو ترمنځ د سوداګرۍ پر لارو د بندیزونو د ختمولو غوښتنه وکړه او ویې ویل، د چترال، باجوړ، مومندو، وزیرستانونو او چمن په ګډون دې د پښتنو د سوداګرۍ لارې بېرته پرانیستل شي.
هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې پښتنو ته د سوداګرۍ فرصتونه برابر کړي او د سرحدونو په اوږدو کې د خلکو اقتصادي فعالیتونه له سیاسي اختلافاتو سره ونه تړل شي.
اېمل ولي خان ټینګار وکړ چې د پښتنو د سوداګرۍ او تګ راتګ حق باید خوندي شي .
دا څرګندونې په داسې مهال دي، چې د طالبانو او پاکستان د ناندریو له امله له اوږدې مودې راهیسې پر ډیورنډ فرضي کرښه سوداګري په ټپه ولاړه ده او د کرښې د دواړو غاړو سوداګر، کروندګر او خلک یې سخت زیانمن کړي دي.
