د امریکایي کانګرس غړی: امریکا دې له خپلو پخوانیو افغان همکارانو سره کړې ژمنې پوره کړي

د امریکا د کانګرس غړي جیسن کرو یو ځل بیا له امریکايي حکومت غوښتي، چې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو پر وړاندې کړې ژمنې عملي کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې په امریکا کې مېشت یو شمېر افغانان د کډوالۍ د قوانینو او د خپل قانوني وضعیت په اړه له نويو محدودیتونو سره مخ دي.
کرو پر ایکس خواله رسنۍ کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې امریکا له هغو افغانانو سره کلکه ژمنه کړې وه، چې د جګړې پر مهال د ده په څېر د امریکايي سرتېرو ترڅنګ اوږه په اوږه جنګېدلي وو.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دغو افغان همکارانو ملاتړ یوازې یوه سیاسي پرېکړه نه، بلکې اخلاقي مسؤولیت دی او واشنګټن باید په هر ډول خپله کړې ژمنه پوره کړي.
په امریکا کې د افغان کډوالو وضعیت په وروستیو کې له نویو محدودیتونو سره مخ شوی دی. د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندي پاتې کېدو پروګرام د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۴مه پای ته رسېدلی، چې له امله یې د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې افغانان د خپل قانوني وضعیت او د کار کولو د اجازې په اړه له ستونزو سره مخ شوي دي.
همداراز، د امریکا حکومت د افغانانو د کډوالۍ پر یو شمېر لارو محدودیتونه لګولي، د کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر یې ځنډولی او د هغو افغانانو د کډوالۍ دوسیو بیا ارزونه یې پیل کړې، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته امریکا ته تللي دي. د کډوالو د ملاتړ بنسټونه وايي، دغو بدلونونو د افغانانو اندېښنې زیاتې کړې دي.
په ورته وخت کې، د افغان کډوالو د لېږد او ملاتړ ایتلاف (افغان ایواک) د جیسن کرو له دغه دریځ څخه هرکلی او مننه کړې ده.
دغه بنسټ ویلي، چې جیسن کرو تل د امریکا د افغان متحدینو او پخوانیو همکارانو ترڅنګ ولاړ پاتې شوی او د هغوی د حقونو د دفاع لپاره یې هڅې کړې دي.
