د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د څارنې په بهیر کې یې د لسګونو سرغړونو د مخنوي تر څنګ یې د رسنیو مسوولینو ته د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت سپارښتنې هم کړې دي.
دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې یې د تصویري او غږیزو رسنیو ترڅنګ په ټیکټاک کې د ۱۲، انسټاګرام کې د ۱۱ او په فېسبوک کې د درېیو سرغړونو مخنیوی کړی دی.
طالبانو د هغو رسنیو هویت نه دی په ډاکه کړی چې د دوی په وینا سرغړونې یې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ټولنیزو شبکو او رسنیو د څارنې او د سرغړونو د مخنیوي خبره کوي خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه، سانسور، د خبریالانو نیول او له هغوی سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۵مې د راپور له مخې، د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) ویلي، چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال خبریالان له نیونو، وهلو، سانسور او څارنې سره مخ شوي او ښځینه خبریالانې له لا سختو محدودیتونو سره مخ دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره تر ۲۰ ډېر ملي فرمانونه او ګڼ ولایتي مقررات صادر کړي دي. دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، خپلسرو نیونو او شکنجې موارد هم ثبت شوي دي.
دافغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د محدودیتونو له پراخېدو سره لږ تر لږه ۲۱ سیمهییزې ټلوېزیوني شبکې تړل شوې او اته نورې رسنۍ او د خبریالانو بنسټونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي. مرکز خبرنگاران افغانستان
همداراز، د خبریالانو د نړیوال فدراسیون (IFJ) د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان تر نیمايي ډېرې رسنۍ تړل شوې او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ رسنۍ فعالې پاتې وې.
د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۳۰مه د خبریالانو پر وړاندې د سانسور، څارنې، ګواښونو او خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو نیول شویو خبریالانو د سمدستي او بېقیدوشرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.
د افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۲۱مې د راپور او د خبریالانو د حقونو د بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه پنځه افغان خبریالان د طالبانو په بند کې دی چې د راپور له مخې، ځینې بندیان د بګرام په زندان کې ساتل کېږي او کورنۍ یې د هغوی د وضعیت او ملاقاتونو په اړه اندېښنې لري.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شاخص کې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای کې راوستی دی.