هغوی وايي، د خولۍ او ږیرې نه لرل او د طالبانو د ځینو غوښتل شویو لارښوونو نه عملي کولو له امله له پوهنتون څخه د شړلو تر ګواښ رسېدلي دي.
دا شکایتونه وروسته تر هغې افغانستان انټرنشنل ته ورسېدل، چې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د سه شنبې په ورځ، د لړم په ۲۶مه، د کابل په پوهنتون کې د خپلو فرمانونو د پایلو په کنفرانس کې وینا وکړه.
د طالبانو مشر په دې وینا کې د محصلینو د «سیرت او صورت» د ښه کېدو غوښتنه کړې وه.
دا کنفرانس د وردګ پوهنتون په نوښت او د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت تر څارنې لاندې پیل شو او څلور ورځې یې دوام وکړ.
د دې پروګرام اعلان شوې موخه د طالبانو د مشر د فرمانونو شرعي، ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پایلې څېړل وو.
طالبانو د دې پروګرام د جوړولو لپاره کابل پوهنتون رخصت او د هغه مرکزي لیلیه تخلیه کړه؛ هغه پرېکړه چې یو شمېر محصلین یې مجبوره کړل چې د څو ورځو لپاره بل استوګنځای ومومي او یو شمېر محصلین د کابل ښار په جوماتونو کې مېشتېدو ته اړ شول.
د طالبانو مشر په خپله وینا کې د محصلینو د ظاهري وضعیت په اړه د لوړو زدهکړو د وزیر، ندا محمد ندیم د راپور یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې وزیر د راپور له مخې په کندهار کې د محصلینو سیرت او صورت تر ټولو ولایتونو غوره و او تر دې راپور وروسته، د طالبانو مشر وویل، چې کندهار پوهنتون ته ولاړ ترڅو وضعیت له نږدې وګوري.
هغه د کندهار د محصلینو ظاهري وضعیت د خوښۍ وړ وباله او ویې ویل چې ټول پوهنتونونه باید د ظاهري بڼې «سیرت او صورت» په برخه کې د طالبانو له معیار سره برابر شي.
تر دې وینا وروسته په څو ولایتونو کې محصلین د خپلو جامو او ظاهري بڼې پر وړاندې د سختګیریو د زیاتېدو خبرې کوي.
د هغوی څرګندونې ښيي چې دا سختګیرۍ په ځینو مواردو کې له شفاهي سپارښتنو تېرې شوې او د محصلۍ کارت اخیستو، لیکلې ژمنې او د شړلو تر ګواښ رسېدلې دي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت د اړیکو پخوانی رییس او ویاند، حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پر استادانو او محصلینو لګول شویو محدودیتونو اکاډمیکه ازادي کمزورې کړې او د تدریس، څېړنې او پوهې د لېږد کیفیت ته یې زیان اړولی دی.
د خولۍ د نه لرلو له امله د شړلو له ګواښ سره لیکلې ژمنه
د هرات د دولتي پوهنتون یو محصل حنیف احمدي (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته د طالبانو د ژمنلیک فورمې د انځور په استولو سره وايي چې د پوهنتون مسوولانو وروسته له هغه چې د پوهنتون له انګړه د وتلو پر مهال یې خولۍ له سر څخه لرې کړې وه، د هغه د محصلۍ کارت واخیست.
دا محصل وايي، چې بله ورځ د کارت بېرته ترلاسه کولو لپاره ترې لیکلې ژمنه واخیستل شوه.
په هغه فورمه کې چې ده استولې، له محصل څخه غوښتل شوي چې خپل شخصي او تحصیلي مشخصات ولیکي او ژمنه وکړي چې د پوهنتون په انګړ کې به پرته له خولۍ تګ راتګ نه کوي.
د دې فورمې په متن کې راغلي: «ژمنه کوم چې نور هېڅکله د پوهنتون په انګړ کې له خولۍ پرته تګ راتګ ونه کړم او په هغه صورت کې چې زما له خوا دا ژمنه بیا تکرار شي، له پوهنتون څخه منفک کېږم».
دا سند ښيي، چې په دې پېښه کې د خولۍ اغوستلو له لارښوونې سرغړونه له لیکلې ژمنې اخیستلو او له پوهنتون څخه د شړلو له ګواښ سره مل شوې ده.
دې محصل په خپل پیغام کې له نورو محصلینو سره د طالبانو له چلنده شکایت کړی او ویلي یې دي: «محصلین سپکېږي، وهل ټکول کېږي. څوک نشته چې غږ یې واوري».
په هرات کې د محصلینو د شړلو شکایت
د هرات پوهنتون بل محصل شهیم بارکزی (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې یو شمېر محصلین د ږیرې او خولۍ د نه لرلو له امله له پوهنتون څخه شړل شوي دي.
ښاغلی بارکزی زیاتوي، چې د دې پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي پخوانی رییس یو مسلکي او پوه سړی و، خو د مدیریت تر بدلون وروسته د محصلینو له ظاهري بڼې سره چلند د دوی په یوه ستونزه بدل شوی دی.
دا محصل وايي: «د انجینرۍ پوهنځي پخوانی رییس متخصص او کارپوه سړی و؛ خو په دې وروستیو کې د ږیرې او خولۍ د نه لرلو په پلمه، ځینې محصلین او زما ملګري له پوهنتونه شړل شوي دي».
د تخار پوهنتون د انجینرۍ څانګې محصل، قیوم سلیماني (مستعار نوم) هم افغانستان انټرنشنل ته د پوهنتون د لیلیې د مسوولانو له چلنده شکایت لري.
هغه وايي، چې د لیلیې مسوولان محصلین ځوروي، د خوړو کیفیت ټیټ دی او په لیلیه کې لمونځ کول په اجباري چاره بدل شوي دي.
سره له دې د بلخ د طب پوهنځي یو محصل اقبال خالدي (مستعار نوم) افغانستان انټرنشنل ته وايي، چې په پوهنتون او روغتون کې د ږیرې په اړه لارښوونې له یو بل سره په ټکر کې دي او محصلین نه پوهېږي چې کومه یوه عملي کړي.
د هغه په وینا، په پوهنتون کې د ږیرې پر لرلو ټینګار کېږي، خو کله چې د عملي کارونو لپاره روغتون ته ځي، محصلینو ته ویل کېږي چې د روغتیایي مسایلو د مراعت او د ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره باید ږیره ونه لري.
دا محصل وايي: «موږ نه پوهېږو چې کوم کار وکړو. دې دوه ګوني چلند موږ په حیرانتیا کې اچولي یو».
همدارنګه په بلخ کې د یوه خصوصي پوهنتون د غاښونو د درملنې څانګې محصل، نظیف محمدي د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د اسلامي ثقافت مضمون شپږ کریډیټونو شاملېدو ته په اشارې سره وویل چې باوري دی په تخصصي طبي څانګو کې باید له مسلکي زدهکړو او حرفوي مهارتونو سره تړلي مضامین په لومړیتوب کې وي.
د دې محصل په وینا، د ږیرې پرېښودلو او د خولۍ اغوستلو جبري کولو هم د دوی پر ښوونیزه فضا اغېز کړی او یو شمېر محصلین یې زړه توري کړي دي.
دا اندېښنه په داسې حال کې راپورته کېږي چې د پوهنتونونو د نصاب بدلونونه په افغانستان کې د لوړو زدهکړو د استادانو او کارپوهانو له خوا د نیوکو وړ موضوع ده.
په پخواني دولت کې د لوړو زدهکړو وزارت د اړیکو پخوانی رییس او ویاند، حامد عبیدي وايي، چې د لوړو زدهکړو نظام پر درېیو بنسټیزو ارکانو ولاړ دی: تدریس، څېړنه او د پوهې او تجربې لېږد.
د هغه په وینا، په وروستیو کلونو کې په افغان پوهنتونونو کې د څېړنې او پوهې د لېږد دوه ارکانه په کلکه کمزوري شوي دي.
ښاغلی عبیدي زیاتوي: «وروستي دوه فکتورونه چې څېړنه او د پوهې لېږد دی، له بده مرغه په وروستیو کلونو کې ډېر پیکه شوي او موږ د افغانستان په لوړو زدهکړو بنسټونو کې د پوهې د انتقال هېڅ عملي بېلګه نه وینو.»
هغه وايي، چې د جمهوریت په دوره کې، په څېړنیزه برخه کې له شته کمزوریو سره سره، په اکاډمیکو بنسټونو کې لسګونه څېړنیزې پروژې روانې وې؛ خو واک ته د طالبانو تر بېرته راتګ وروسته دې برخې ته پاملرنه کمه شوې ده.
عبیدي همدارنګه وايي، چې په پوهنتونونو کې د تدریس کیفیت نه دی ښه شوی او د هغو مضمونونو زیاتوالي چې مسلکي ماهیت نه لري، پر تخصصي زدهکړو ناوړه اغېز کړی دی.
د عبیدي په باور، د پوهنتونونو د بډاینې یو له خورا مهمو عواملو څخه د استادانو او محصلینو لپاره د اکاډمیکې ازادۍ شتون دی.
هغه وايي: «استادان او محصلین په ازاده توګه خبرې نه شي کولای. حتی د جامو اغوستلو بڼه، د خبرو کولو بڼه او اکاډمیک چلند، ټول موارد د حاکم نظام له خوا پر محصلینو او استادانو تحمیلېږي».
عبیدي ټینګار کوي، چې د اکاډمیکې ازادۍ محدودیت یوازې د استادانو او محصلینو په بڼه او چلند پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې پر ښوونیزه اړیکه او د علمي لېږد پر بهیر هم اغېز کوي: «کله چې محصل اکاډمیکه ازادي ونه لري او استاد هم اکاډمیکه ازادي ونه لري، د پوهې د انتقال بهیر له ستونزې سره مخ کېږي.»
د محدودیتونو په سیوري کې د لوړو زدهکړو راتلونکی
د بلخ، هرات او تخار د محصلینو خبرې د هبتالله اخندزاده د څرګندونو او د حامد عبیدي د تحلیل ترڅنګ، د افغانستان د پوهنتونونو د فضا د بدلون انځور وړاندې کوي؛ داسې فضا چې په هغې کې پر ښوونیزو ستونزو او د زدهکړې د فرصتونو پر کمښت سربېره، د محصلینو ظاهري بڼه او شخصي چلند هم د څارنې او چلند موضوع ګرځېدلې ده.
په داسې حال کې چې په هرات کې یو محصل د خولۍ د نه لرلو له امله له لیکلې ژمنې او د شړلو له ګواښ سره مخ شوی، نور محصلین د ظاهري معیارونو د مراعتولو لپاره له فشار، په لیلیه کې له جبري او د پوهنتون د امرونو او د روغتون د چاپېریال د اړتیاوو ترمنځ له تضاد څخه خبرې کوي.
هممهاله، د یونسکو او یونیسف شمېرې د محصلینو او د کانکور د داوطلبانو د شمېر له کمښت څخه حکایت کوي.
دا ارقام په یوازې توګه د محصلینو د کمښت لامل نه په ډاګه کوي، خو ښيي چې د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام واک ته د طالبانو له بېرته راګرځېدو وړاندې کلونو په پرتله، د محصلینو د شمېر له پام وړ کمښت سره مخ شوی دی.
عبیدی خبرداری ورکوي، چې پر اکاډمیکې ازادۍ د محدودیتونو دوام او د څېړنې او پوهې د انتقال کمزورتیا به پر پوهنتونونو او د افغانستان پر علمي راتلونکې اوږدمهاله زیانونه پر ځای پرېږدي.