متحدي جبهې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د درېیو طالب وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده

د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې، متحدې جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سرپل، فاریاب، غور او پکتیا ولایتونو کې د یو لړ عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې یې د طالبانو درې غړي وژل شوي دي.
یادې جبهې په ایکس خواله رسنۍ کې، د لیندۍ په ۲مه د یوې ویډیو په خپراوي سره ادعا کړې چې د سرپل ولایت د کوهستانونو ولسوالۍ کې یې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژلی او یو میل کلاشینکوف او یو موټرسایکل یې ترې ترلاسه کړي دي.
د دغه جبهې د معلوماتو له مخې، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې یې د طالبانو یو بل غړی وژلی او یوه تومانچه یې ترې ترلاسه کړې ده.
همداراز جبهې زیاته کړې چې د غور ولایت د دولینې ولسوالۍ کې یې د طالبانو د امر بالمعروف پر امر برید کړی او هغه یې له منځه وړی دی.
متحدې جبهې همداشان ادعا کړې، چې په پکتیا ولایت کې یې د چاودېدونکو توکو په وسیله د طالبانو یو موټر ویجاړ کړی دی.
جبهې په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، غواړي افغانستان د ظلم، جبر او استبداد له منګولو وژغوري او د خلکو حقونه او عزت بېرته ور وګرځوي. دغې جبهې له خلکو غوښتي چې پر دوی باور وکړي او خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لوی درستیز، فصیحالدین فطرت د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۸مه په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو د مخالفو وسلهوالو ډلو فزیکي حضور نشته او دوی به هېڅ یوې وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنه کړي.
نوموړي ګواښ کړی و، چې که هر څوک د وسلهوال فعالیت یا تاوتریخوالي هڅه وکړي، طالبان به یې په سختۍ وځپي. هغه همدارنګه ادعا کړې وه چې د طالبانو مخالفې جبهې د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ فعالیت کوي.
د فطرت دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو مخالفې وسلهوالې جبهې وخت ناوخت په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر ځواکونو د بریدونو ادعاوې خپروي خو د دغو ادعاوو خپلواک تایید تل ممکن نه وي.
