هغې د طالبانو اداره «د طالبانو حکومت، د طالبانو لهخوا او د طالبانو لپاره» بللې او ویلي یې دي چې میلیونونه ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بېبرخې شوې دي.
کوفي د دوشنبې په ورځ د لېندۍ په دویمه، په دې غونډه کې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه په تېرو کلونو کې د افغانستان د ښځو له وضعیت څخه په کافي اندازه خبره شوې او اوس باید دا پوهاوی د ښځو د حقونو د ملاتړ او عدالت د ټینګښت لپاره په عملي اقداماتو بدل شي. هغې زیاته کړې: «له دفاع او ملاتړ څخه ستړې شوې یو؛ اوس د عمل وخت دی».
هغې د ښځو له منځنیو او لوړو زدهکړو، کاري فرصتونو او په ټولنه کې له ازاد حضور څخه محرومیت ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې تر ۲۰ میلیونو ډېرې ښځې له محدودیتونو او محرومیت سره ژوند کوي. د کوفي په وینا، د کار له بازار څخه د ښځو ایستلو د هېواد اقتصاد ته هم سخت زیان رسولی دی.
د ولسي جرګې دې پخوانۍ غړې د ښځو په شخصي او کورنیو چارو کې د طالبانو پر لاسوهنې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دې ډلې «د ښځو شتون تر پوښتنې لاندې راوستی دی». هغې همدارنګه د ځینو محتوا جوړوونکو او انټرنېټي سیلانیانو پر هغو هڅو نیوکه کړې چې غواړي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان یو متفاوت انځور وړاندې کړي.
هغې په هرات کې د هغو ښځو نیول کېدل هم یاد کړي چې د طالبانو د خوښې حجاب د نه مراعاتولو په تور نیول شوې وې او د هغو نارینهوو ستاینه یې کړې چې د دغو ښځو د ملاتړ لپاره ودرېدل.
د افغانستان دې پخوانۍ پارلماني استازې د خپلو خبرو په بله برخه کې د ځینو اروپایي هېوادونو پر هغې تګلارې نیوکه کړې چې له مخې یې افغان کډوال بېرته شړي، او د افغانستان د بحران د اصلي لاملونو په پام کې نیولو غوښتنه یې کړې ده. کوفي همدارنګه د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي د ماموریت پر تمدید او د نړیوالو قضایي بهیرونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
په همدې غونډه کې د اسپانیې د بهرنیو چارو وزیر، خوزه مانوېل البارس بوینو ویلي چې هېواد به یې هېڅکله د طالبانو اداره په رسمیت ونه پېژني. هغه ټینګار کړی چې طالبانو خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شوي نه دي او د افغانستان د ښځو حقونه باید د سیاسي معاملې او چنې وهلو وسیله ونه ګرځول شي. البارس بوینو همدارنګه ویلي چې هسپانیه د بشریت ضد جنایتونو په کنوانسیون کې د «جنسیتي اپارټایډ» د شاملولو ملاتړ کوي.
د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پریمیلا پتن، هم ویلي چې د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي او د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه او تاوتریخوالی زیات شوي دي. هغې د جبري ودونو او ډلهییزو جنسي تېریو د راپورونو په یادولو سره د افغانستان د ښځو وضعیت یو پراخ او ټولنیز ناورین بللی دی.
د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او مشهوره حقوقپوهه، ناوي پیلای، هم په خپله انلاین وینا کې ویلي چې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارټایډ» پر وړاندې مبارزه به، د هغې په ټاټوبي سویلي افریقا کې د اپارتاید پر وړاندې د مبارزې په څېر، په پای کې بریالۍ شي. هغې ویلي چې له هرو لسو افغان ښځو څخه اته یې نه دنده لري او نه هم زدهکړو ته لاسرسی لري، او د ښځو له بنسټیزو حقونو محرومول په کلتور یا دین نه شي توجیه کېدای.
د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې څلورمه دوه ورځنۍ غونډه د ۱۴۰۵ کال د لېندۍ په لومړۍ او دویمه نېټه، د اسپانیې د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «د افغانستان لپاره ښځې» سازمان په همکارۍ، په مادرید کې جوړېږي.
په دې غونډه کې، چې د ښځو د حقونو فعالانو، د نړیوالو بنسټونو استازو او ډېپلوماتانو ګډون کړی، د نجونو پر زدهکړو، د ښځو پر سیاسي او اقتصادي ګډون او د طالبانو پر ځوابویلو تمرکز شوی دی.