په ترکیه کې زرګونه کسانو د مخالفانو او خپلواکو رسنیو پر ځپلو اعتراض وکړ

په ترکیه کې زرګونه کسانو په استانبول ښار کې د حکومت لهخوا پر مخالفانو او خپلواکو رسنیو د فشارونو د زیاتېدو پرضد لاریون کړی دی. دغه اعتراض د «سوزجو» ټلوېزیون پر دفتر د پولیسو له چاپې څو ورځې وروسته شوی، چې په ترڅ کې یې د یادې رسنۍ یوشمېر لوړپوړي کارکوونکي نیول شوي وو.
د ترکیې د حکومت اصلي مخالف ګوند «ینې پارتي» د دغه لاریونونو تنظیموونکی و. دغه ګوند وروسته له هغې د اعتراضونو بلنه ورکړه، چې حکومت د یاد ټلوېزیون د ادارې لپاره خپل یو سرپرست وټاکه.
لاریونوالو د «سوزجو» ورځپاڼې نسخې له ځان سره لېږدولې او د استانبول په بشیکتاش سیمه کې یې د «موږ د فکر، د مطبوعاتو او د خبریالانو ازادي غواړو» تر شعار لاندې لاریون وکړ.
پولیسو څو ورځې وړاندې د «سوزجو» ټلوېزیون پر دفتر چاپه وهلې وه او د دغه ټلوېزیون د یوشمېر لوړپوړو کارکوونکو له نیولو وروسته یې د ادارې چارې د حکومت له لوري ټاکل شوي یوه چارسمبالي ته سپارلې وې.
په تېر یوه کال کې دا درېیم ځل دی، چې د یوې رسنۍ چارې د حکومت لهخوا ټاکل شوي سرپرست ته سپارل کېږي. تر دې مخکې ورته اقدامات د «تله۱» او «هالک ټيوي» ټلوېزیونونو او د «ټي۲۴» خبري وېبپاڼې پر وړاندې هم شوي وو.
په تېرو لسو کلونو کې په ترکیه کې خبریالان له قضايي څار او پر انلاین رسنیو له سانسور سره مخ شوي دي. د دغه هېواد حکومت په وار، وار خبریالان د «جعلي خبرونو» په خپرولو تورن کړي؛ خو په ترکیه او بهر کې د بشري حقونو او رسنیو د ازادۍ ملاتړو بنسټونو دغه فشارونه غندلي دي.
لاریونوالو په بشیکتاش سیمه کې د شعارونو په ورکولو سره د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه د حکومت پر نیوکه کوونکو د فشارونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د راپور له مخې، د ترکیې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې د یوه څو مېلیارد ډالري پانګهییز صندوق د فساد قضیې د خبري پوښښ له امله یوشمېر خبریالان نیولي هم دي، چې لږترلږه دوه یې لا هم په بند کې دي.
د رسنیو د حقونو ملاتړ بنسټ «اېماېلاېساې» په وینا، دامهال په ترکیه کې ۲۵ خبریالان بندیان دي.
