طالبانو د کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې د ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکر وېش پیل کړ

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د کابل پرته د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکرونو د وېش بهیر یې پیل کړی. د دغه وزارت د خبرتیا له مخې، د یادو موټرو مالکینو ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی چې خپل موټرونه د ثبت لپاره اړوند ولایت ته ولېږدوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرتیا کې راغلي چې د کابل پرته د افغانستان په ټولو ۳۳ ولایتونو کې د ښيلاسي موټرو د ثبت او سټېکرونو د وېش لړۍ نن دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۲مه پېل شوی.
د دغه وزارت په وینا، د ښيلاسي موټرو هغه مالکین چې تر اوسه یې خپل موټرونه نه دي ثبت کړي او سټېکرونه یې نه دي ترلاسه کړي، مکلف دي چې د خبرتیا له خپرېدو څخه د یوې اوونۍ په موده کې خپل موټرونه هغه ولایت ته ولېږدوي چې غواړي هلته یې ثبت او سټېکر ترلاسه کړي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې له ټاکلې مودې وروسته هېڅوک اجازه نه لري چې خپل سټېکر لرونکي یا بېسټېکره ښيلاسي موټرونه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ولېږدوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې د دې پرېکړې سرغړوونکي به ونیول شي او د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی ریاست له خوا به محکمې ته معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ۲۰۲۶ کال د جولای په څلورمه نېټه افغانستان ته د ښيلاسي موټرو پر واردولو د بشپړ بندیز پرېکړه اعلان کړې وه.
همدارنګه د طالبانو چارواکي د ترافیکي پېښو زیاتوالی او د افغانستان د تګ راتګ له سیستم سره د دغو موټرو نهسمون د لاملونو په توګه یادوي.
