• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فرانسه مېشتو افغان فعالانو افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۴۸ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۹ GMT+۰

په فرانسه کې د افغان ښځو د حقونو فعالانو غوښتنه کړې، چې د افغان ښځو او نجونو سیستماتیک محرومیت دې د جنسیتي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژندل شي. دوی د یوه پرېکړه‌لیک په خپرولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان ځواب ویلو ته اړ او له دغه ډلې سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.

دا غوښتنې د افغانستان د ښځو د خبرو اترو بهیر د دویم کنفرانس په پرېکړه‌لیک کې مطرح شوې دي. دغه کنفرانس د لړم په ۳۰مه (د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۲۱مه) د فرانسې په الفورویل ښار کې جوړ شوی و.
د دې غونډې ګډونوالو، چې د ښځو د حقونو فعالانې، څېړونکي، خبریالان، د پوهنتون استادان او د مدني ټولنې استازي پکې شامل وو، د ښځو او نجونو د زده‌کړو، کار، تګ راتګ د ازادۍ او ټولنیز ګډون د حقونو په برخه کې د طالبانو سیاستونه او اقدامات د جنسیت پر بنسټ د ډله‌ییزې ځورونې او د بشریت ضد جنایت بېلګې بللې دي.
په دې پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او د نړۍ له حکومتونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي او د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو، تحصیلي بورسونو او د لوړو زده‌کړو د دوام له پروګرامونو ملاتړ وکړي.
ګډونوالو همداراز د ښځو او هغو فعالانو لپاره چې له ګواښ سره مخ دي، په ځانګړي ډول د بشري حقونو مدافعانو، خبریالانو، محصلانو، د پخوانیو امنیتي او دفاعي ځواکونو غړو او مدني فعالانو لپاره د خوندي او قانوني لارو د برابرولو او د هغوی د لېږد او مېشتېدو غوښتنه هم کړې ده.
د پرېکړه‌لیک په بله برخه کې د فرانسې له حکومت او د الفورویل ښاروالۍ غوښتل شوي چې د اروپا په کچه او نړیوالو غونډو کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو ملاتړ وکړي او د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره ښوونیز، ملاتړیز او بشري پروګرامونه پراخ کړي.
لاسلیک کوونکو همداراز د فرانسې له حکومت غوښتي له طالبانو سره له هر هغه تعامل څخه ډډه وکړي، چې د اړیکو د عادي کېدو یا د افغانستان د مشروع حکومت په توګه د دغې ډلې د رسمیت پېژندلو لامل کېږي.دا غونډه د «کلبه دوست» ټولنې په نوښت او د الفورویل ښاروالۍ او د هزاره‌ګانو د ډیاسپورا شبکې په همکارۍ او ملاتړ جوړه شوې وه.د غونډې جوړوونکو د پرېکړه‌لیک په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ښځو او نجونو حقونه د معاملې وړ نه دي او نړیواله ټولنه باید د هغوی ملاتړ پر یوه عملي او دوامداره ژمنه بدله کړي.



ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۳

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۴

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۵

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې، له ایران او پاکستانه د افغانانو له جبري ستنېدو وروسته د ښځو وضعیت ته په اشارې د هما په نوم د ۴۴ کلنې افغانې کیسه راخیستې. هغه وایي ۶ کاله یې په ایران کې ژوند کړی او بیا هېواد ته شړل شوې او اوس د کورنۍ د اړتیاوو لپاره اړ ده چې په واټونو کې ګدایي وکړي.

په راپور کې د راستنېدونکو ښځو د ستونزو د بېلګې په توګه د دوو ښځو ژوند ته کتنه شوې ده. هما یوه له دغو ښځو ده، چې اوس له خپل معلول خاوند سره د مېړه د ورور په کور کې په یوه کوټه کې ژوند کوي. مېړه یې د کار کولو توان نه لري او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې هما ده.
هغې ویلي، په ایران کې یې د ژوند وضعیت ښه و، خو له دغه هېواده تر ایستل کېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.
هما په افغانستان کې د ژوند لګښتونو برابرولو لپاره د خلکو کورونه پاکوي او کله چې د ګنډلو فرمایش پیدا کړي، جامې هم ګنډي. نوموړې تر دې وړاندې په ایران کې هم کورونه پاکول او د بیا کارونې وړ پلاستیکونه یې راټولول او پلورل، چې له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره مناسب عاید ترلاسه کاوه او په یوه مناسب اپارتمان کې اوسېدل.
د راپور له مخې، هما تر راستنېدو وروسته د اپنډېکس د ناروغۍ له امله جراحي شوې، خو لا هم له سخت درد سره مخ ده. نوموړې د عملیاتو لګښت د مېړه له ورور څخه په پور اخیستی او وایي، د درملنې لپاره کافي ملاتړ نه ترلاسه کوي.
هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نغدي مرستې څخه په ګټې اخیستو د ګنډلو ماشین اخیستی او اوس په کور کې کار کوي. هما ویلي، له دغې مرستې یې د خپلې کورنۍ لپاره وریجې او غوړي هم اخیستي، ځکه دوه میاشتې مخکې یې کورنۍ د خوړلو لپاره ان خواړه نه لرل.
په راپور کې د زهرا په نوم د یوې بلې افغانې مېرمنې وضعیت هم بیان شوی، چې د قابلګۍ زده کړې یې کړې او په روغتیايي کلینیکونو کې یې رضاکارانه کار کړی، خو افغانستان ته تر راستنېدو وروسته لا یې هم دنده نه ده موندلې.
د راپور د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۶،۵میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې نږدې درې میلیونه یې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي دي. د دغو راستنېدنو له امله د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر زیات شوی او د کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو پر برخو یې فشار زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي، چارلي ګوډلیک، ویلي چې ښځې او نجونې د هغو کسانو تر نیمايي ډېرې جوړوي چې دغه اداره ورسره مرسته کوي. د نوموړي په وینا، ښځې او ماشومان په ګډه د دغې ادارې د مرستو نږدې ۸۲ سلنه ترلاسه کوونکي دي.
ګوډلیک ویلي، راستنې شوې ښځې او نجونې سرپناه، نغدي مرستو، زده کړو، د عاید ترلاسه کولو فرصتونو او ملاتړو خدمتونو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ټول افغانستان کې د حرفوي زده کړو تر ۱۵۰ ډېرې پروژې پلې کوي، څو ښځې وکولای شي عاید ترلاسه او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کاري فرصتونه پیدا کړي.
هما د راپور په پای کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي د تېرولو لپاره سرپناه، خواړو، غوړیو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو راپور د یکشنبې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه (د نومبر ۲۲مه) خپور شوی دی.

د طالبانو د محدودیتونو دوام؛ امربالمعروف د رسنیو د سلګونو سرغړونو د مخنیوي ادعا کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

په هېواد کې د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو پر دوام یو ځل بیا د دغه ډلې امربالمعروف وزارت ویلي، په تېره لړم میاشت کې یې د تصویري او غږیزو رسنیو د سلګونه سرغړونو مخنیوی کړی. دوی همداراز زیاته کړې چې د رسنیو مسوولینو ته یې د اسلامي شریعت د احکامو رعایت سپارښتنې هم کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د څارنې په بهیر کې یې د لسګونو سرغړونو د مخنوي تر څنګ یې د رسنیو مسوولینو ته د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت سپارښتنې هم کړې دي.

دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې یې د تصویري او غږیزو رسنیو ترڅنګ په ټیک‌ټاک کې د ۱۲، انسټاګرام کې د ۱۱ او په فېسبوک کې د درېیو سرغړونو مخنیوی کړی دی.

طالبانو د هغو رسنیو هویت نه دی په ډاکه کړی چې د دوی په وینا سرغړونې یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ټولنیزو شبکو او رسنیو د څارنې او د سرغړونو د مخنیوي خبره کوي خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه، سانسور، د خبریالانو نیول او له هغوی سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۵مې د راپور له مخې، د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) ویلي، چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال خبریالان له نیونو، وهلو، سانسور او څارنې سره مخ شوي او ښځینه خبریالانې له لا سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره تر ۲۰ ډېر ملي فرمانونه او ګڼ ولایتي مقررات صادر کړي دي. دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، خپل‌سرو نیونو او شکنجې موارد هم ثبت شوي دي.

دافغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د محدودیتونو له پراخېدو سره لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ییزې ټلوېزیوني شبکې تړل شوې او اته نورې رسنۍ او د خبریالانو بنسټونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي. مرکز خبرنگاران افغانستان

همداراز، د خبریالانو د نړیوال فدراسیون (IFJ) د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان تر نیمايي ډېرې رسنۍ تړل شوې او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ رسنۍ فعالې پاتې وې.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۳۰مه د خبریالانو پر وړاندې د سانسور، څارنې، ګواښونو او خپل‌سرو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو نیول شویو خبریالانو د سمدستي او بې‌قیدوشرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۲۱مې د راپور او د خبریالانو د حقونو د بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه پنځه افغان خبریالان د طالبانو په بند کې دی چې د راپور له مخې، ځینې بندیان د بګرام په زندان کې ساتل کېږي او کورنۍ یې د هغوی د وضعیت او ملاقاتونو په اړه اندېښنې لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شاخص کې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای کې راوستی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ځینو روغتونونو ته د تړلو ګواښ کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هغو روغتونونو ته د تړلو ګواښ کړی چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونه یې نه دي پوره کړي. جلالي دغه روغتونونو ته د اصلاح لپاره د لنډمهاله مهلت ورکولو سپارښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د نیمګړتیاوو د نه اصلاح په صورت کې به یې فعالیتونه وځنډول شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې طالب وزیر نور جلال جلالی چې درهبرۍ بورډ اته‌ویشتمه ناسته کې یې خبرې کولې د کابل استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د اړتیاوو پر پوره کولو، د سوځېدنې پېښو په اړه د عامه پوهاوي د کچې پر لوړولو، د عمومي روغتونونو د تجهیز لپاره د اړوندو ریاستونو پر پلانونو او د رهبرۍ بورډ د تېرې ناستې د پرېکړو پر تعقیب یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو دعامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، هغو روغتونونو ته دې لنډمهاله مهلت ورکړل شي چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونه یې نه وي پوره کړي، څو خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي؛ خو که دا کار ونه کړي، د فعالیتونو د ځنډولو په اړه به یې پرېکړه وشي.

نوموړي په خصوصي روغتیايي سکتور کې ولایتونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پر پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي هم ټینګار کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي توګه تعقیب او عملي کړي.

طالب وزارت زیاته کړې، د یادې ناستې په پای کې اړوندو مسوولینو په افغانستان کې د ایډز، هیپاټایټس، نري رنځ، ډینګي تبې او ملاریا ناروغیو د وضعیت او په دې برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هم معلومات وړاندي کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د معیارونو پر ټاکلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کوي، چې په افغانستان کې روغتیايي نظام له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی، د مجهزو روغتونونو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت او د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو نابرابري د دغه سکتور له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

نړیوالو روغتیایي سازمانونو هم په وار وار د افغانستان د روغتیايي نظام د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ایچ‌او) او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي، د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو کمښت، د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي او د روغتیايي مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴،۴ میلیونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د مالي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې شاوخوا ۳،۳ میلیونه کسان یې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
100%

امریکايي یوټيوبر او انلاین خپرونې کوونکی نیکولاس کن د بالینتاز، چې د «سنیکو» په نوم پېژندل کېږي، وايي، له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته د امریکا فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌بي‌ای) ترې اته ساعته پوښتنې کړې او برېښنايي وسایل یې ترې ضبط کړي دي.

سنیکو افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د حقاني شبکې د مخکښ غړي او د دغه شبکې د بنسټګر زوی، انس حقاني په ګډون له طالب چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې خپرې کړې وې.
دغه امریکايي یوټیوبر د سیمې هېوادونو ته د خپل دوه اوونیز سفر ځینې برخې په ژوندۍ بڼه پر ټولنیزو شبکو خپرولې، خو افغانستان ته یې سفر تر ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.
سنیکو په یوه ژوندۍ خپرونه کې ادعا کړې چې بېرته امریکا ته د ستنېدو پر مهال د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ او د نیویارک په هوايي ډګرونو کې ټولټال اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و. د نوموړي په وینا، درې ساعته په ابوظبۍ او پنځه ساعته په نیویارک کې ترې پوښتنې شوې او په دې موده کې یې برېښنايي وسایل هم ضبط شوي دي.
هغه ویلي، د ګرځنده ټلېفون له ضبطېدو شاوخوا ۴۸ ساعته تېر شوي، خو لا یې بېرته نه دی ترلاسه کړی او د اېف‌بي‌ای ماموران یې د ټلېفون او نورو برېښنايي وسایلو په څېړلو بوخت دي.
سنیکو زیاته کړې چې له ټلېفون پرته کور ته تر ستنېدو وروسته هم له ستونزو سره مخ شوی او اړ شوی چې د یوسف په نوم د یوه کس له لپټاپ څخه په ګټې اخیستنې د اوبر موټر راوغواړي.
هغه په خپله ژوندۍ خپرونه کې په طنزیه ډول ویلي چې اوس بېرته د «نیویارکستان اسلامي جمهوریت» ته ستون شوی، خو د اېف‌بي‌ای له خوا د ټلېفون د ضبطېدو له امله ان د خوړو د فرمایش ورکولو توان هم نه لري.
د امریکايي سیاسي فعالې ادعاوې
امریکا ته د سنیکو له ستنېدو وړاندې، ښي‌اړخې امریکايۍ سیاسي فعاله لورا لومر پر اېکس ټولنیزې شبکې ادعا کړې وه چې نوموړې سنیکو د امریکا د کورني امنیت څېړنو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلی دی.
لومر ویلي وو چې د سنیکو د هغه څه په اړه یې شواهد امریکايي چارواکو ته سپارلي چې نوموړې یې د حقاني شبکې ملاتړ بولي، او له چارواکو یې غوښتي وو چې امریکا ته د هغه له ستنېدو وروسته یې ونیسي او ترې پوښتنې وکړي.
لومر د سنیکو تر ستنېدو وروسته په یوه لیکنه کې ادعا کړې چې دغه یوټیوبر په نیویارک کې اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و او برېښنايي وسایل یې د امریکا د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې او اېف‌بي‌آی ته سپارل شوي دي.
هغې په بله لیکنه کې ویلي چې د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او طالبانو ته د هغه د احتمالي مرستې په اړه یې له اېف‌بي‌ای څخه معلومات غوښتي او که ځواب ترلاسه کړي، له نورو سره به یې شریک کړي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او د هغه د برېښنايي وسایلو د ضبطېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. افغانستان انټرنشنل هم د اېف‌بي‌ای د نظر ترلاسه کولو لپاره له دغې ادارې سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په افغانستان کې د سنیکو د سفر پر ویډیوګانو نیوکې
له افغانستان څخه د سنیکو د سفر د ویډیوګانو خپرېدو پر ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي. د دغو نیوکو ډېره برخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د هغه د انځورولو او له طالب چارواکو سره د هغه د ملګرتیا په اړه ده.
سنیکو په یوه ویډیو کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي دننه انځورونه اخیستي او ادعا یې کړې وه چې د افغان نجونو د زده‌کړو د محرومیت په اړه راپورونه د لوېدیځ تبلیغات دي.
دا ادعا په داسې حال کې شوې چې طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې په ګڼو برخو او ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
د سنیکو د سفر بله لانجمنه برخه له یوه طالب غړي سره د هغه د خبرو ویډیو وه. په دغه ویډیو کې طالب غړي ویلي چې که سنیکو له یوې افغانې ښځې سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی به ورته مېرمن پیدا کړي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو سختې نیوکې کړې دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي دغه چلند د افغان ښځو د انساني کرامت سپکاوی بللی دی.
سنیکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د وضعیت مستندول او له خلکو سره خبرې کول وې او د دې کار لپاره یې له هېچا پیسې نه دي ترلاسه کړې.

«یو مېلیون غږونه» کمپاین: نړۍ دې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۰
100%

د «افغان ښځو او نجونو لپاره یو مېلیون غږونه» کمپاین له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غوښتي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او د افغان ښځو د حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي. دغه کمپاین په سیاسي پرېکړو کې د ښځو د ګډون غوښتنه هم کړې ده.

د افغان ښځو د څلورمې ناستې جوړوونکو د «زموږ غږ واورئ» تر سرلیک لاندې دغه اعلامیه چمتو کړې او د افغان ښځو او نجونو د حقونو د ملاتړ لپاره یې د یو مېلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین پیل کړی دی.
ټاکل شوې، چې د هسپانیا د بهرنیو چارو وزارت او د فوزیه کوفي په مشرۍ د «افغانستان د ښځو بنسټ» دغه ناسته د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په دویمه) په مادرید کې جوړه کړي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکي وايي، د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوازې د اندېښنې څرګندول بسنه نه‌کوي. دوی له هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو د محدودیتونو پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي او د خپلو اقداماتو د پایلو په اړه خلکو ته راپور ورکړي.
د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو محاکمه کول، په سیاسي پرېکړو کې د ښځو ګډون، د ښځو د حقونو د فعالانو ملاتړ او بشري مرستو ته د ښځو برابر لاسرسی د یادې اعلامیې له مهمو غوښتنو څخه دي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکي وايي، طالبان د خلکو په رایو واک ته نه دي رسېدلي او د هېواد وګړي، په ځانګړي ډول ښځې یې له سیاسي ګډونه بې‌برخې کړي دي. د دوی په وینا، د طالبانو مشر له اوږدې مودې راهیسې په عام محضر کې نه‌دی څرګند شوی او کړنې یې د خلکو له څار لرې پاتې دي.
دوی له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د یوه سیاسي بهیر په رامنځته کولو کې مرسته وکړي؛ څو د ټول‌ګډونه ټاکنو لپاره زمینه برابره شي او افغانان وکولای شي خپل استازي په خپله وټاکي.
په اعلامیه کې له هېوادونو غوښتل شوي، چې له طالبانو سره خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې د ښځو د حقونو د وضعیت له ښه‌والي سره مشروطې کړي، د پرمختګ ارزونې لپاره روښانه معیارونه وټاکي او د خپلو ارزونو پایلې په منظم ډول له خلکو سره شریکې کړي.
د اعلامیې لاسلیک‌کوونکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په اشارې ویلي، دغه شورا په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې خپلې محدودوونکې تګلارې لغوه کړي.
دوی د هغو خپلواکو بنسټونو د پیاوړتیا غوښتنه هم کړې، چې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبتوي او څېړي. لاسلیک‌کوونکو ټینګار کړی، چې د دغه سرغړونو شواهد باید وساتل شي او عاملان یې د جرمونو نړۍوالې محکمې په ګډون په کورنیو او نړۍوالو محکمو کې محاکمه شي.
د دوی په وینا، هېوادونه باید د قانون په چوکاټ کې او په همغږۍ د بشري حقونو د جدي سرغړونو د عاملانو پر وړاندې اقدام وکړي؛ خو دغه اقدامات باید د افغانانو د بشري مرستو بهیر له ستونزو سره مخ نه‌کړي.
د نړۍوالو قوانینو له مخې د جرم په توګه د جنسیتي توپیر یا «جنسي اپارتاید» په رسمیت پېژندل د یادې اعلامیې بله غوښتنه ده. لاسلیک‌کوونکي وايي، قربانیان په ځانګړي ډول ښځې او قومي لږکۍ باید د حقیقت موندنې او انتقالي عدالت په بهیر کې ونډه ولري.
د هغه ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره چې د نیول کېدو، ځورونې او غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي، لاسلیک‌کوونکو له هېوادونو غوښتي چې ډېرې بشري ویزې ورکړي او د خوندي لېږد او بیا مېشتېدو پروګرامونه پراخ کړي. دوی ټینګار کړی، هېڅوک باید په زور داسې ځای ته ونه لېږل شي چې هلته د ځورونې له ګواښ سره مخ وي.
لاسلیک‌کوونکو همدارنګه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د یوه نړۍوال صندوق د جوړېدو وړاندیز کړی دی. د دوی په وینا، دغه صندوق باید د ښځو د زده‌کړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ وکړي او د افغانستان دننه او بهر د بشري حقونو د سرغړونو پېښو په ثبتولو کې مرسته وکړي.
دوی وايي، ښځې باید د دغه صندوق د لومړیتوبونو په ټاکلو، د بودجې لګولو په اړه پرېکړو او د پروګرامونو په جوړولو کې ونډه ولري. لاسلیک‌کوونکو د دغه صندوق لپاره د دوامدارې بودجې برابرولو، سرچینو ته د ښځو د لاسرسي او د مرستو د برابر غوښتنه هم کړې ده.
په اعلامیه کې د اقتصادي برخې په اړه د ښځو پر کار او اقتصادي فعالیتونو د طالبانو د ټولو محدودیتونو د سملاسي لغوه کېدو غوښتنه شوې ده. لاسلیک‌کوونکو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د ښځو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو، مسلکي او سوداګریزو زده‌کړو او د ښځینه سوداګرو په ملاتړ کې پانګونه وکړي.
د دوی په وینا، دغه پانګونه باید انلاین سوداګرۍ ته لاره هواره کړي او د ښځو مالي سرچینو او کورنیو او نړۍوالو بازارونو ته لاسرسی اسانه کړي. دوی همدارنګه غوښتي، چې ښځې د اقتصادي پروګرامونو په جوړولو او د پراختیايي مرستو لګولو په اړه په پرېکړو کې ونډه ولري؛ څو هغه ښځې چې خپل کاروبارونه لري، په مستقیم ډول له دغه پروګرامونو ګټه واخلي.
لاسلیک‌کوونکو د سیمې او هغه هېوادونو چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي، غوښتي چې له خپل ډیپلوماتیک نفوذ څخه د افغان ښځو د حقونو د دفاع لپاره کار واخلي او له بنسټیزو حقونو څخه د ښځو د محرومولو لپاره هېڅ دیني یا کلتوري توجیه ونه مني.
دوی له مرستندویه بنسټونو هم غوښتي، چې د خپلو افغان ښځینه کارکوونکو ملاتړ وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې نړۍوالې مرستې د ښځو پر وړاندې د تبعیض د زیاتېدو لامل نه شي.