له ترافیکي قوانینو سرغړاوی؛ طالبان یو ځل بیا بهرني لاس موټرو ته اسناد وېشي

د افغانستان د ترافیکي قوانینو او اصولو خلاف، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له کابل پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې یې د «ښي لاس» ا سټېرنګ لرونکو موټرو د ثبت او سټېکر وېش نوې لړۍ پیل کړه.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو وسایطو مالکان مکلف دي چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې خپل موټرونه هغه ولایت ته ولېږدوي چې غواړي هلته یې ثبت کړي او سټېکر ترې ترلاسه کړي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې له ټاکلې مودې وروسته هېڅوک حق نه لري خپل سټېکر لرونکي یا بېسټېکره «ښي لاس» موټرونه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته ولېږدوي. طالبانو ټینګار کړی چې له دې پرېکړې سرغړونکي به مجازات کړي.
په افغانستان کې که څه هم د ترافیکو د اصولو له مخې د ښي لاس موټرو چلول ناقانونه کړنه بلل کېږي، خو دا ډول موټرونه لا هم په پراخه کچه هېواد ته واردېږي او پر سړکونو تګ راتګ کوي. طالبانو د بشپړ بندیز پر ځای، یوازې د ولایتونو ترمنځ د دغو موټرو پر تګ راتګ او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي.
ننګرهار، کونړ، پکتیا، خوست، هلمند او کندهار هغه ولایتونه دي چې «بهرني لاس» موټرونه پکې خورا ډېر چلول کېږي.
د جلالاباد ښار یوه اوسېدونکي فرهاد حسنزي افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې طالبان باید د دغو موټرو پر وارداتو بندیز ولګوي، ځکه پر سړکونو د تګ راتګ پر مهال یې د ټکرونو خطر خورا زیات دی.
حسنزي زیاته کړه: «زه دوه اوونۍ مخکې له جلالاباد څخه کابل ته روان وم؛ په لاره کې مې یو خارجي لاس موټر ولید چې ټکر شوی و. له یوې خوا د کابل – جلالاباد لاره خطرناکه ده او له بلې خوا پرې د بهرني لاس موټرو چلول دا خطر نور هم ډېروي.»
نیوکې دا دي چې طالبان له بهرني لاس موټرو څخه د مالیاتو پر راټولولو خوښ دي، خو ترافیکي ګواښونو ته یې چندان پاملرنه نه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د تېر کال د وږي په اتمه، پر دغو موټرو چې په هېواد کې د «پاکستان لاس» موټرو په نوم هم یادېږي، محدودیتونه لګولي وو او یوازې په هماغه ولایت کې یې د تګ راتګ اجازه ورکړې وه چې سټېکر یې ترې اخیستی وي. چارواکو دغه وسایط په هېواد کې د خونړیو ترافیکي پېښو یو له اصلي لاملونو بللي دي، ځکه د افغانستان سړکونه او ترافیکي قوانین د «کیڼ لاس» اسټېرنګ لرونکو موټرو لپاره جوړ شوي دي.
