د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون چې د دیموکرات او جمهوريپالو استازو له غړو جوړ دی، په خپل راپور کې لیکلي چې ګومېز دوه ځله د یوې کارکوونکې له غوښتنې پرته هغې ته نږدې شوی او په دواړو پېښو کې یې له هغې سره د جنسي اړیکې هڅه کړې ده.
د کمېسیون په وینا، ګومېز دې ته پام نهدی کړی چې د کانګرس د یوه غړي په توګه د واک او ځواک په موقف کې دی. کمېسیون زیاته کړې، چې د دغه دوو پېښو له ډلې یوه یې ښايي د جنسي تېري او ناوړه استفادې د جرم په ګوته کړي.
دغه ښځه چې په راپور کې د «لومړۍ شاهدې» په نوم یاده شوې، په مستقیم ډول د ګومېز لپاره کار نه کاوه. هغې څېړونکو ته ویلي، چې د ۲۰۲۴کال په فبرورۍ کې کله چې له ګومېز سره په واشنګټن کې په یوه بار کې ناسته وه؛ نوموړي د هغې له رضایت پرته خپل لاس د هغې د لمنې لاندې دننه کړی او هغه یې جنسي ځورولې ده. د یادې ښځې په وینا، دویمه پېښه د کانګرس په ودانۍ کې د ګومېز په دفتر کې شوې ده.
کمېسیون ویلي، چې د ګومېز چلند پر دې کارکوونکې ژورې او دوامدارې رواني اغېزې کړې دي او د هغې د دندې پرېښودو په پرېکړه کې یې هم ونډه لرلې ده.
د یادې ښځې وکیلانو لیزا بنکس او سارا نسبیت ویلي، ګومېز له هغه واک څخه ناوړه ګټه اخیستې چې رایهورکوونکو ورته سپارلی و او په عامه خدمتونو کې یې د خپلې موکلې پر کاري راتلونکي منفي اغېز کړی دی.
دوی له کانګرسه غوښتي، چې د هغه کلتور د مخنیوي لپاره بېړني ګامونه پورته کړي چې د دغه ډول چلندونو د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
ګومېز د دوشنبې په ورځ وویل، چې د کمېسیون له موندنو سره مخالفت لري. هغه زیاته کړه، چې کمېسیون د هغه د څرګندونو مهمې برخې په راپور کې نه دي شاملې کړې، خبرې یې په انتخابي ډول رااخیستې او ده ته یې فرصت نه دی ورکړی چې د راپور وروستۍ بڼې ته ځواب ووایي.
ګومېز چې تر دې مخکې یې ویلي و، له واده بهر یې اړیکې د دواړو لورو په رضایت ترسره شوې وې؛ یو ځل بیا وویل چې په دغه اړیکو کې د خپلو «شخصي تېروتنو» مسوولیت مني.
۵۱ کلن ګومېز د پنځو دورو لپاره د لاسانجلس ښار د یوې برخې استازیتوب کړی دی. هغه د روانې میاشتې په منځمهاله ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند له بلې نوماندې انجیلا ګونزالس ـ تورس څخه د شاوخوا ۲۵ سلنه رایو په توپیر ماتې وخوړه.
د هغه د چلند په اړه څېړنې د ټاکنیزې سیالۍ له مهمو موضوعاتو څخه وې. ګومېز وویل، د استعفا لپاره یې د لیندۍ لسمه نېټه ټاکلې؛ څو د دفتر کارکوونکي یې وکولای شي د خپلې ټاکنیزې حوزې د اوسېدونکو مهمو غوښتنو ته رسېدنه بشپړه کړي.
د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون ویلي، د ګومېز د استازولۍ دورې پای ته رسېدو ته په پام، د مناسبو انضباطي اقداماتو د عملي کولو لپاره کافي وخت نه لري. خو د کمېسیون غړو راپور خپور کړی، څو کانګرس وکولای شي د کال تر پای مخکې د انضباطي اقداماتو په اړه پرېکړه وکړي.
د استازو جرګې د ډیموکراتانو مشرانو هم د ګومېز پر وړاندې تورونه «جدي او د اندېښنې راپارونکي» بللي او له دندې یې د هغه د استعفا ملاتړ کړی دی.
د جمهوريپالو استازو په اړه دوه نور راپورونه هم خپاره شول
د استازو جرګې د اخلاقي چارو کمېسیون په همدې ورځ د ټېکساس ایالت د استازي ټرای نیلز او د جورجیا ایالت د استازي مایک کولینز په اړه د دوو جلا څېړنو موندنې هم خپرې کړې.
کمېسیون ټرای نیلز په رسمي ډول رټلی او ویلي یې دي، چې هغه په عملي توګه خپل شخصي شرکت د ټاکنیزې کمېټې په توګه کارولی دی. د کمېسیون په وینا، د پیسو راټولولو او لګولو طریقې د دغه معاملو اصلي موخه پټه ساتلې وه.
د مایک کولینز په قضیه کې کمېسیون موندلې، د هغه دفتر په ناسم ډول داسې یو کس ګومارلی و چې د نوموړي د دفتر د هغه وخت له مشر برانډون فېلیپس سره یې عاطفي اړیکه لرله. دغه کس ته په ۱۶ اوونیو کې لس زره ډالر ورکړل شوي وو.
د کمېسیون په وینا، کولینز د دغه کس په ګومارلو کې مستقیم رول نه درلود؛ خو د خپل دفتر د مشر پر کارونو یې کافي څار نهلاره. کمېسیون کولینز ته امر کړی، چې ۲زره او ۸۸۰ ډالره بېرته دولتي خزانې ته وسپاري. دغه راز یې له کانګرسه غوښتي، چې د څېړنو په بهیر کې د همکارۍ نه کولو له امله د فېلیپس پر وړاندې اقدام وکړي.